لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرېن په مسله د امريکا او روس په شخړه کې چين خپلې ګټې تاوان ته ګوري


لنډن ــ چين د یوکرين په مسله د روس او غربي نړۍ تر منځ د روانو حالاتو څار کوي او خپلو ګټو ته ګوري ځکه چې روس د یوکرين سره په پوله نزدې 100,000 پوځ ګومارلی چې غرب يې اندېښمن کړی کرملېن په یوکرين پلان کړي يرغل ته تياري نيولې.

ماسکو د دې دعوو د منلو نه انکار کړی او ويلي يې دي روس داسې کوم پلان نه لري.

غربي هېوادونو دړکه ورکړې که چېرې په یوکرېن يرغل وشو نو غرب به د روس خلاف سخت اقتصادي بندېزونه ولګوي.

که چېرې غربي نړۍ روس د ځان نه لرې کړي نو څه امکان دی روس به چين پله مخ واړوي؟ په دې اړه په لنډن پوهنتون کې د چاينا انسټيټيوټ ډاېرکټر پروفيسر سټيو سانګ وايي بيجينګ تيار دی چې رامخکې شي.

پروفيسر سانګ وايي چين د شي جېن پېن په مشرۍ داسې نړيواله تګلاره لري چې زورواکه/ټولواکه قوتونو ته تحفظ ورکړي:

"چونکې چين د صدر شي په مشرۍ ځان د سوشلیسټ نظام سرخېل بولي او د پخواني سوشلیسټ ملکونو د پاره نرمه رويه لري نو په داسې حال کې د ويلاډيمير پوټين سره په يو کاڼي د دوو مرغو ويشتلو موقع په لاس کې دي او دا به چين ارو مرو مرستې کولو ته تياروي".

سانګ وايي چين چې څومره کولی شي هغه به دا وي چې په روس د اقتصادي بندېزونو لګېدلو په حال کې د روس اقتصادي مرستې وکړي او کېدلی شي امريکا او يورپ يې په روس ولګوي:

"البته زه فکر کوم د چين او روس اقتصادي اړيکې دومره ټينګې نه دي چې د روس او يورپ ترمنځ د بيلتون کمی پوره کړي".

د ماسکو او بېجينګ ملګرتيا :

بېجينګ په اېشيا کې په دې بوخت دی چې خپلې پولې په ځای کړي او د دې تر څنګ يې روس ته د ملاتړ لاس وړاندې کړی. په دې اړه په ماسکو کې د نېشنل ريسرچ يونيورسټي يو څېړونکی ډيميټري سسلوف وايي "دا د خارجه پاليسۍ ملګرتيا به خا مخا زياتيږي".

ښاغلی سسلوف په يوه بله موقع وايي "د روس په نظر کې د چين سره پوځي مل ټل به يې امريکا او نېټو ته ډېر زور ورکړي او ممکن ده هغوی څه ورکړه راکړه ته تيار کړي".

نېټو هېوادونه هم په شرقي يورپ کې د پوځي ځواکونو په زياتولو لګيا دي چې د روس مخه ونيسي او بل خوا امريکا هم 8500 نور پوځيان تيار کړي که حاجت شو دوی به په يورپ کې وګومارل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG