لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو یوکرین ته د عسکرو د لېږو انکار وکړ، مګر روس د مغربي ملکونو د نېت په اړه وضاحت غواړي


د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ
د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ

واشنګټن - د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل که چېرته روس په خپل ګاونډي ملک یوکرین باندې حمله وکړي، د نېټو مغربي پوځي اتحاد یوکرین ته د خپلو عسکرو د لېږلو نیت نلري. په همدې حال کې ماسکو غواړي په دې حقله لا نور وضاحت ورکړل شي چې نېټو په ختیځ یورپ کې هو به هو د څه ډول امنیتي اقداماتو د عملي کولو پلان لري.

سټولټنبرګ د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي: "مونږ یوکرین ته د نېټو عسکرو د لېږلو هېڅ ډول منصوبې نلرو...زمونږ ترکیز په امداد کولو دی. د نېټو د یو ممبر (غړي) او د یوکرین ئپه شان د یو قوي او خورا ارزښتمن شریک ترمنځ یو فرق شته."

په داسې حال کې چې روس د یوکرین ختیځ سرحد ته نږدې څه دپاسه یو لاکهـ پوځیان راغونډ کړي او په یوکرین باندې د روس د یو ناڅاپه حملې وېره پیدا شوې ده، نېټو په هغو اتحادي ملکونو کې خپل چې روس سره په سرحد کې پراته دي، خپل پوځي موجودیت کې اضافه راوستې ده.

په امریکا کې، د دفاع وزارت (پنټاګان) ویاند جان کربي د "فاکس نیوز سنډې" پروګرام سره مرکه کې وویل چې په یوکرین باندې د روس حمله "په حقیقت کې ممکن هره لحظه پیل شي". کربي زیاته کړه، د روس صدر ولاډېمیر پوټین د یوکرین سرحد غاړې ته د خپلو پوځیانو شمېر کې اضافه کول جاري ساتلي دي. د امریکې صدر جو بایډن او نورو مغربي مشرانو په تکرار خبردارۍ ورکړي چې که چېرته په یوکرین برید وشي، نو ماسکو به د فوري او ډېرو سختو اقتصادي پابندیو سره مخامخ شي.

ذرائع وایي چې یوکرین ته څېرمه د روسي ځواکونو په موجودیت کې ورځ تر بلې اضافه لېدل کیږي
ذرائع وایي چې یوکرین ته څېرمه د روسي ځواکونو په موجودیت کې ورځ تر بلې اضافه لېدل کیږي

جان کربي دا امکان رد کړ چې د روس د کوم ممکنه برید نه وړاندې په ماسکو پابندۍ ولګول شي، او دا یې هم ونه ویل چې که حمله وشي، نو بیا به مغربي ملکونه د روس کومې مالیاتې برخې د پابندیو ښکار ګرځوي.

که څه هم په نېټو کې د شاملو اتحادیانو ترمنځ په دې خبرې چې یوکرین باندې د روس ممکنه حملې ته بهترین جواب به څه وي، اختلافات موجود دي مګر د پنټاګان ویاند وویل، "مونږ یقیني یو چې نېټو به متحد پاته شي."

روس چې په کال ۲۰۱۴ کې یې د یوکرین په کریمیا جزیره نما قبضه ولګوله او د ځان سره یې ونښلوله، وایي چې اوس په یوکرین باندې د حملې کومه منصوبه نلري. خو د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل، ملک به یې د امریکا په مشرۍ نېټو او د یورپ د امن او همکارۍ تنظیم چې ۵۷ غړي لري، د هغو نه وغواړي چې د اهمو امنیتي تعهداتو د عملي کولو دپاره خپل نیت واضحه کړي.

د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف
د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف

لاوروف د روس په سرکاري ټلوېژن کې وویل: "مونږ خپلو همکارانو ته په نېټو او د یورپ د امن او همکارۍ تنظیم کې یو باقاعده درخواست لېږو او ورنه غواړو دا وضاحت راکړي چې څنګه غواړي خپلې دا ژمنې عملي کړي چې د نورو د امن په بېعه خپل امن مضبوطه نکړي."

صدر پوټین د جمعې په ورځ وویل چې امریکا او نېټو د یوکرین په سر لانجې کې د ماسکو اهمو امنیتي مطالباتو ته توجه نده کړې، مګر روس آماده دی چې سفارتکاري خبرې جاري وساتي. د روس مطالبات دا دي چې په نېټو کې د یوکرین د شاملېدو انکار دې یقیني شي او بل دا چې نېټو دې د مشرقي یورپ نه خپلې لښکرې بېرته وباسي. مګر مغربي ملکونه وایي چې دا دوه کاره کېدلی نشي.

د برطانیې د پوځیانو لېږل

د برطانیې حکومت د خالي/شنبې په ورځ اعلان وکړ په دې باندې سوچ کوي چې د روس د دړکو د مقابلې او د یورپ سرحداتو د مضبوطولو په مقصد د نېټو د لارې خپلې نورې لښکرې هم سیمې ته ولېږي.

د امریکې په شمول څو ملکونو تر اوسه یوکرین حکومت ته وسلې او ګوله بارود لېږلي چې د روس په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن به دا هفته د شرقي یورپ دوره وکړي او د روس صدر ولاډېمیر پوټین سره به ټليفوني خبرې هم وکړي.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن به دا هفته د پوټین سره ټلیفوني خبرې کوي
د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن به دا هفته د پوټین سره ټلیفوني خبرې کوي

د جانسن دفتر خبر ورکړ چې هغه په بالټیک ملکونو کې د برطانوي عسکرو د دوه برابره اضافه کولو او ایسټونیا ته د دفاعي وسلو په لېږلو باندې سوچ کوي. د برطانیې وزیراعظم په یو بیان کې ویلي چې د وسلو او پوځونو دا استول به "کرملېن ته یو واضحه پېغام" ورکړي چې "مونږ به د هغوی د اړخه د عدم استحکام فعالیتونه ونه زغمو او مونږ به همیشه د روس د دښمنانه رویې په مقابله کې د خپلو نېټو شریکانو سره ولاړ پاته شو."

د امریکي صدر جو بایډن هم د جمعې په ورځ وویل چې په نږدې آینده کې به د یورپ ختیځو ملکونو او نېټو اتحادیانو ته امریکایي عسکر ولېږي، خو تعداد به یې زیات نه وي. د امریکا دفاع وزارت (پنټاګان) خپلو اته نیم زره (۸۵۰۰) عسکرو ته امر کړی چې یورپ ته د ممکنه تللو دپاره آماده اوسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG