لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پخپل حکومت باندې د امریکا تازه تنقیدونه رد کړل


واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د امریکا هغه تازه تنقیدونه په کلکه رد کړي چې وایي طالبانو کابل کې یوازې د نارینه مشرتابه حکومت جوړ کړی او هغه کې یوازې یو قام بالادستي لري.

د افغانستان د پاره د امریکا خاص استازي ټام وېسټ د خالي/شنبې په ورځ جرمني کې د میونېخ امنیتي کنفرنس ته وینا کې ویلي و چې د طالبانو سره د ښځو د تعلیم او کار کولو د حقونو په برخه کې یې ګټور ملاقاتونه درلودلي دي، مګر دا یې موندلې ده چې طالبان د یو ټولشموله حکومت په مسئلې باندې، سخت دریځ لري.

کله چې وي او اې خبریال د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نه د ټام وېسټ د دې دعوې په اړه تپوس وکړ، نو هغه وویل: "دا غلط دي او مونږ یې رد کوو. زمونږ په حکومت کې ټول هغه شرایط په خیال کې ساتل شوي کوم چې زمونږ د معاشرې او ارزښتونو په چوکاټ کې شامل دي."

مګر د امریکا خاص استازي ټام وېسټ د خالي/شنبې په ورځ دا هم ویلي و چې، "په دې [د طالبانو] حکومت کې یوه ښځه هم د مشرتابه عهدې کې نشته. په دې [حکومت] تر ډېره حده د یو قام بالادستي ده. زما په خیال، د دې حکومت په ډېرو لوړو سطحو کې د مسلکي (ماهرو) کسانو کمی شته."

په طالبانو کې اکثریت یې پښتانه دي، خو د نورو قامونو وګړي هم په طالبانو کې موجود دي، په خصوص د افغانستان په شمالي ولایتونو کې. د طالبانو په حکومت کې چې هېڅ ملک تر اوسه په رسمیت ندی پېژندلی، یو اوزبک طالب د وزیراعظم نایب ټاکل شوی او د پوځ سرلښکرۍ عهده هم یو تاجک طالب ته چې قاري فصیح الدین نومیږي، ورکړی شوې ده. مګر د حکومت په اکثرو اهمو عهدو باندې پښتانه طالبان ټاکلی شوې دي او داسې کسان هم پکې شته چې نومونه یې تر اوسه د امریکا او ملګرو ملتونو په تورو لستونو کې شامل پاته دي.

بهرني ملکونه وایي، مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت تسلیم کړي، طالبان باید داسې حکومت جوړ کړي چې هغه کې د افغانستان ټول خلک ځان شامل وګڼي، د بشري حقونو خیال په کې وساتلی شي، د ښځو/جینکو د تعلیم او کار کولو حق خوندي کړی شي، او ترهګرو ډلو ته اجازت ورنکړ شي چې د افغانستان د خاورې نه په بل ملک حمله وکړي.

طالبانو تر اوسه حکومت یوازې خپل ځان ته ساتلی او د ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاته راغلي دي. طالبانو که څه هم د جینکو د تعلیم په برخه کې تر یو حده نرمښت ښودلی، مګر په ښځو/جینکو باندې یې محدودیتونه لګولي او دې ته ندي حاضر شوي چې د ښځو دپاره په حکومت کې کومه اهمه عهده ومني. د صحت او تعلیم وزارتونو بغیر، په نورو ادارو کې اکثرو ښځو ته د کار کولو اجازت تر اوسه ندی ورکړی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG