لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونسېف د افغانستان د سکولونو استاذانو ته د پېسو مرستې کوي


تصویر (فایل): د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د جینکو یو هائی سکول
تصویر (فایل): د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د جینکو یو هائی سکول

واشنګټن - د ماشومانو د تحفظ دپاره د ملګرو ملتونو اداره (یونسېف) د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان کې د سرکاري سکولونو استاذانو ته د جنوري او فرورۍ میاشتو دپاره فوري مالي امداد برابروي او دا ګام به د ټولو هلکانو او جېنکو د تعلیم بیا پېلېدو ته لاره هواره کړي.

د یونسېف د دې پېسو بند و بست یورپي اتحاد کړی چې له مخې یې د سکول هر استاذ ته به د میاشتې په سر د سل ډالرو په برابر افغانۍ ورکړی شي او دا نغدي مرستې به په ټول افغانستان کې هغو قریب دوه لاکهو (۱۹۴۰۰۰) نارینه او ښځینه معلمانو باندې ووېشل شي چې دا شپږ میاشتې یې تنخواګانې ندي اخیستي.

یونسېف په یو بیان کې وویل چې دې ادارې او شریکانو یې له دې کبله دا پروګرام جوړ کړی چې استاذان په افغانستان کې د سرکاري سکولونو د شاوخوا اته اتیا لاکهو ماشومانو په تعلیم کې اهم کردار ادا کوي.

محمد عیویا چې د افغانستان دپاره د یونسېف ادارې مشر دی، وویل: «پس له هغه چې دا څو میاشتې ګڼ شمېر استاذان د غیریقیني صورتحال او مشقت سره مخامخ پاتې و، مونږ اوس خوشحاله یو چې افغانستان کې د سرکاري سکولونو استاذانو ته فوري مالي امداد برابروو، هغو استاذانو ته چې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې یې هېڅ کوشش ندی سپمولی.»

د یونسېف ادارې دې چارواکي زیاته کړه چې د هغوی اداره به د سرکاري سکولونو د استاذانو امداد جاري ساتلو دپاره، دوه نیم سوه (۲۵۰) میلینه ډالره اضافي پیسو ته ضرورت ولري، او په امداد کوونکو یې غږ وکړ چې یونسېف سره دې ددې فنډ په پوره کولو کې مرسته وکړي.

پس د هغه چې د اګسټ په نیمایي کې طالبانو په ټول افغانستان باندې قبضه ولګوله، کرار کرار یې د صحت او تعلیم په برخه کې ځینو ښځو ته د کار او تعلیم اجازت ورکړ. سرکاري او خصوصي پوهنتونونه د هلکانو او جینکو دپاره بیا پرانېستل شوي، مګر د جینکو سېکنډري او هائی سکولونه لا هم په ډېرو سیمو کې تړلي پاته دي.

طالبانو وعده کړې ده چې د آینده مارچ میاشتې تر آخره به ټولې جېنکۍ وکړی شي سکولونو ته ولاړې شي. طالبانو ویلي چې د تعلیماتو د ځنډېدلو علت، یو خو دوی سره د مالي وسایلو محدودیت و، او بل دا چې طالبان غواړي یقیني کړي چې جینکۍ د اسلامي شریعت مطابق یو ماحول کې کلاسونو ته ولاړې شي.

د امداد تنظیمونه وایِ چي په جنګ ځپلي افغانستان کې، د هغه وخت نه چې نړېوال قوتونه وتلي او طالبان واک اختیار ته رسېدلي، د بشري ضروریتونو کچه آسمان ته ختلې ده او خلک وږي پاته دي.

امریکا او نورو مغربي ملکونو په افغانستان باندې غیر-بشري نغدي مرستې چې د هغه ملک د ناخالصه پیداوار خواوشا څلوېښت فیصده (٪۴۰) و، اوس بند کړي، او د افغانستان د مرکزي بنک خارجي زرمبادله چې بلینونه ډالره یې ارزښت دی او زیاتره یې امریکا کې ساتل کېدلې، هغه کنګل کړی شوي دي.

دغو محدودیتونو د افغانستان کمزوری اقتصاد، د پاشل کېدو په پاڼ درولی او بشري بحران یې چې دا څو کاله د جنګ او نورو قدرتي مصیبتونو له وجې په افغانستان راغلی و، هغه یې څو چنده زیات کړی دی.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې قریب درویشت (۲۳) میلینه خلک – چې د غریبۍ ځپلي افغانستان شاوخوا پنځه پنځوس فیصده (٪۵۵) آباتي جوړوي – د ډېرې سختې لوږې سره مخامخ دي او نږدې نهه میلینه خلک د قحطۍ نه څو ګامه لېرې دي.

د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټوماس وېسټ د خالي/شنبې په ورځ د میونېخ امنیتي کنفرنس ته وویل، واشنګټن هم خپل کردار ادا کوي چې افغان جینکۍ آینده میاشت کې سکولونو ته ولاړې شي.

ټوماس وېسټ پخپلې وینا کې زیاته کړه: «مونږ ورلډ بنک ته یو تجویز وړاندې کړی چې شاوخوا یو سل و اتیا (۱۸۰) میلینه ډالره د استاذانو د تنخواګانو او د سکولونو د کتابونو او تعلیمي ودانیو او نورو شیانو باندې ولګول شي.»

خو ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې په کار ده دا هم وکتلی شي چې طالبان څه کوي؟ د وېسټ په وینا، «مونږ ته په کار ده وګورو چې هغوی په ټول ملک کې د ښځو او جینکو د تعلیم بیا پرانېستې په حق کې د نوروز نه وروسته چې د مارچ شلمه نېټه کیږي، خپلې وعدې پوره کوي او که نه.»

تر اوسه هيڅ کوم ملک د طالبانو حکومت په افغانستان کې تسلیم کړی ندی. نړېواله برادري د طالبانو نه غواړي چې د دوی د حکومت تسلیمېدو نه وړاندې، هغوی دا یقیني کړي چې په کابل کې د ټولو قومونو په ګډون یو ټولشموله حکومت قایم شي، د تعلیم او کار په برخه کې د ښځو او جینکو د حقونو تحفظ وشي، او ترهګرې ډلې پرېنښودل شي چې د افغانستان د خاورې نه د نورو ملکونو په ضد کار واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG