لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي نظرياتي کونسل: د مذهب د سپکاوي په تور لګولو سره تشدد کول غېر شرعي دي


د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ويلي، "په يو تن د مذهب د سپکاوي، قران د سپکاوي او توهين رسالت تور لګول او بيا پرې تشدد کول، غېر شرعي، غېر انساني او اسلامي اصولو نه انحراف دی".

د اسلامي نظرياتي کونسل د خبر پاڼې ترمخه په 23 فرورۍ د کونسل د مشر قبله اياز په مشرۍ د جيدو علماو او مشايحو غونډه شوې او په وروستيو کې د پنجاب صوبې په خانېوال کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژنې او د خېبرپښتونخوا په صوابۍکې رامنځته شوو پېښو په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي يې دي دغه کار د مذهبي تعليماتو سره سم نه دی.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د سيالکوټ په پېښه کې دې ککړو کسانو ته زر تر زره قرار واقعي سزا ورکړی شي، چې د ولس په عدالتونو او قانوني نظام باندې باور جوړ شي.

ويل شوي د عدالتونو نه د توهين رسالت حقيقي مجرمانو او د قانون په لاس کې اخستونکو ته د سزا نه ورکول، يا په دې کې ډېر زيات وروسته والی کول، د ولسي غبرګون او قانون په لاس کې اخستو او د تشدد پله تلو سبب جوړيږي.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ښاغلي قبله ایاز وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، په غونډه کې يو ځل بيا په دې خبره ټينګار وشو چې دا د ترهګرۍ پېښې، او د مذهب د اعانت د سپکاوي، د قران پاک، د رسول د خدای يا د نورو انبياو د سپکاوي په نوم باندې د تشدد او سختګيرۍ رجحان خلکو په خپل لاس کې اخستل نور زياتيږي او دا د اندېشنې وړ خبره ده.

هغه وويل دوی په رياست زور ورکړو چې د پوهانو يو قومي کمېشن دې جوړ کړی شي، چې هغه د دې حالاتو او واقعاتو اسباب او علت تلاش کړي او بیا دې د حل داسې تجاویز راوړي چې په هغې کې فوري اقدامات هم پکار وي، او څه داسې اقدامات چې هغه لږ وخت به غواړي، چې هغه په ټولنه کې بدلون راولي.

د اسلامي نظرياتي کونسل دا غونډه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوي دي.

د رپورټ ترمخه د پنجاب صوبې په سيالکوټ کې د سریلنکلن وګړي پريانکه کماره په ګډون د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس درې کسان د عدالت پرته د پارېدلو خلکو له خوا وژل شوي هم دي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د مذهبي همغږۍ مشاور طاهر اشرفي دا رپورټ رد کړی او وایي د تحريک انصاف ګوند حکومت به د هېواد دننه د لږکيو د حقونو تحفظ باوري کوي.

د سنټر فار سوشل جسټس مشر پيټر جېکب وي او اې ډيوه ته ویلي، د کال 1991 راهسې په پاکستان کې نزدې د 1949 کسانو خلاف د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي او دا شمېر نور هم زیاتېدی شي که حکومت خپلې شمېرې هم له دوى سره شريکې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG