لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: باجوه راته وویل فضل الرحمان ته «ډیزل» مه وایه. فضل الرحمان: داسې خبرې د کوڅو لوفر کوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پښتونخوا په کوز دیر کې جلسې ته په وینا کې یو ځل بیا د جمعیت علماء اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمان کلکې نیوکې کړې دي خو وایي د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ورته وویل چې هغه ته دې «ډیزل» نه وایي.

مولانا فضل الرحمان وایي "دا ډول خبرې د ګلیو کوڅو یو لوچه لوفر کولای شي کومې چې دی [عمران خان] نن سبا په تقریرونو کې زموږ خلاف کوي".

د جمعې په ورځ په کوز دیر کې د وینا په وخت عمران خان یو ځل بیا د درو ګوندونو مسلم لیګ نواز، پیپلز ګوند او جمعیت علماء اسلام پر مشرانو نواز شریف، آصف زرداري او مولانا فضل الرحمان سختې نیوکې وکړې او درېواړه یې «لاسپوڅي» او «غله» وبلل او دوی لپاره یې "ناوړه" ژبه وکاروله:

"اوس مې هم له جنرل باجوه سره خبرې کولې هغه راته ویل چې ګوره عمرانه فضل الرحمان ته ډیزل مه وایه، ما ورته ویل جنرل باجوه زه ورته ډیزل نه وایم خلکو پر هغه ډیزل نوم ایښی دی".

عمران خان پخپله دې شاوخوا څلوېښت منټه وینا کې پر دې باوجود چې وایي جنرل باجوه له دې کاره منع کړی، مولانا فضل الرحمان ته په وار- وار بیا هم «ډیزل» ووایه چې د جلسې ګډونوالو به هم ورسره بدرګه کړ.

وزیراعظم پخپله وینا کې د پیپلز ګوند پر مرستیال مشر بلاول بوټو هم طنز وکړ، چې هغه له کراچۍ اسلام اباد ته د حکومت په خلاف د «عوامي مارچ» د را رسېدو په جلسه کې عمران خان ته په اشارې سره د اردو یوه جمله «اسلام آباد میں ٹانگیں کانپ رہی ہیں» یعنې «په اسلام اباد کې یې پښې رېږدي» سرچپه «اسلام آباد میں کانپیں ٹانگ رہی ہیں» وویله او دا خبره پر سوشل مېډیا په ټرینډ بدله شوه.

عمران خان بلاول ته په اشارې وویل "زه د بلاول ماشوم په اړه څه ووایم، تر څو چې بلاول سیاست پرېږدي نوي نوي الفاظ به مخې ته راځي لکه « کانپیں ٹانگ رہی ہیں، چینی اُگ رہا ہے «بوره را شنه کېږي»، بارش آٹا ہے «باران اوړه دي» [په اصل کې بارش آتا ہے] یعنې باران اوري، چې په زوره یو رهبر جوړوئ نو دغه حال به یې وي".

بلاول بوټو پر ټویټر لیکلي چې د عمران خان «له سپکاوي ډکه» ژبه د دې لوی ثبوت دی چې هغه [په بې باورۍ تحریک کې] د ځان په بایللو خبر دی:

"تاسې کله اورېدلي دي چې یو ګټونکی کېپټن دې خپل مخالفین سپک کړي، نه، بایلونکی داسې کوي".

عمران خان دعوه وکړه وایي مولانا فضل الرحمان پخپله یوه وروستۍ وینا کې ویلي، چې که حکومت په لاس ورشي نو د ملک یوه "اداره به بدله" کړي، د ده په وینا له ادارې څخه د مولانا مقصد پوځ دی:

"نن که پاکستان ژغورل شوی اصل وجه یې دا ده چې موږ یو ځواکمن پوځ لرو، نن په مسلمانه نړۍ کې عراق، شام، سومالیا، لیبیا او زموږ افغانستان وګورئ څه وشول، یو ملک چې ځواکمن پوځ ونه لري‌ ازاد نه شي‌ پاتېدای".

بلاول بوټو وایي‌ د بې باورۍ تحریک په اړه تر رایو اچولو مخکې په ولسي جلسه کې د پوځ په اړه د عمران خان خبرې جذباتي او ناهیلې کوونکې دي او وایي‌ اوس دا خبرې کار نه کوي.

عمران خان تور پورې کړی چې نواز شریف او آصف علي زرداري د خپلو تېرو حکومتونو په مهال په پراخه توګه بډې رشوتونه اخیستي او وایي د پاکستان پاسپورټ د ده له کبله په نړۍ کې خپل باور بایللی دی:

"دوی له 30 تر 35 کلونو پر دې ملک واکمني کړې ده او د قرضو په اخیستلو سره یې ملک پوروړی کړی دی او د نړۍ سترو قوتونو ته یې سر ټیټ کړی دی، پر پاکستان د امریکې د ډرون بریدونو یې هیڅکله غندنه نه ده کړې".

د مسلم لیګ نواز ګوند یوې مشرې او د نواز شریف لور مریم نواز د مارچ پر لسمه پر ټویټر عمران خان ته په اشارې سره لیکلي "غصه، پارېدل، ګواښونه، ښکنځاوې، ناوړه ژبه ـــ‌ـ وارخطا شوی که نه".

عمران خان وایي‌ اپوزیشن ګوندونو دا دوه درې کاله د ده د حکومت په خلاف احتجاجونه کول او ویل یې چې په نن او سبا کې به د ده حکومت ختم کړي، خو وایي اوس چې هغوی د ده خلاف د بې باورۍ تحریک را وړاندې کړ، دی یې هرکلی کوي:

"زه دغو ټولو ته وایم چې هر څه به سپین شي، ما له خدایه غوښتل چې تاسې پر ما عدمِ اعتماد وکړئ، شکر دی په یو ځل مو ماته موقع راکړه چې په یو ګین درې ویکټونه وغورځوم".

مولانا فضل الرحمان د عمران خان تازه خبرو ته جواب نه دی ویلی، خو د مارچ پر لسمه یې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې عمران خان وویل، که ګواښونه ورته کوي نو انجام به یې د اشرف غني غوندې وي.

مولانا فضل الرحمان عمران خان ته په اشارې سره وویل "ته نن په تقریرونو کې ښکنځاوې کوې، درواغ وایې، تورونه او تومتونه لګوې، حقایق مخته راوړه، که له ما سره د خپل کردار مقابله کوې، که د خپل پلار او نیکه مقابله زما له پلار او نیکه سره کوې مخته راشه".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG