لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو ويلي، د اوکراين لويديځ ته جګړه غځېدل متوقع وو


امریکايي چارواکو ويلي، روس د اتوار/ يکشنبې په ورځ روس د پولېنډ پولې ته نزدې د اوکراين په لويدیځ بمباري کړې، د کوم څه چې توقع وه.

د امریکې د ملي امنيت سلاکار جېک سولیوېن د اتوار په ورځ سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، دا د امریکا د استخباراتو او ملي امنیت د سيکيورټۍ د کمېټۍ دپاره د حېرانتيا خبره نه ده. کوم څه چې د روس د صدر ولاديمير پيوټن مايوسي څرګندوي ځکه چې د هغه پوځ ته هغه کاميابۍ نه دي ترلاسه شوي د کومو چې هغه تمه لرله.

د اتوار په ورځ د اوکراين په لويديځ کې د روس د کروز ميزايل په حمله کې 35 تنه وژل شوي او 134 ژوبل شوي دي. دغه بريد د اوکراين په لويديځ کې د نړيوال امن قايمونکې پوځي اډه باندې شوی دی.

ويل شوي دغه ځای د اواکرين د ليويو ښار نه ډېر لرې نه دی چرته چې نېټو د اوکراين پوځ تربيه کوي.

د نېټو پوځ د پولېنډ نه 25 کلوميټره لرې دی، او داسې اندېښنې دي چې د روس دغه جګړه نوره وغځيږي.

سيلوين خبرداری ورکړی که روس د نېټو په حدودو کې يو ډز هم وکړو دوی به ورته ځواب ورکوي. هغه دغه خبره د سي بي اېس نېټ ورک سره په مرکه کې کړې ده.

ويل شوي امریکايي چارواکي به په روم کې د چين د استازو سره وويني.

امريکا ویلي، په دغه ليدنه کې به د امریکا او چين ترمنځ په فاصلو پرانستو ساتلو خبرې کيږي، او ورسره به د روس لخوا په اوکراين د جګړې او د هغې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د اغېزو خبرې هم کيږي.

سېلوين د اتوار په ورځ دا هم ويلي چې د روس په اوکراين کې د کيمیاوي وسلو کارولو اندېښنه هم موجوده ده.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، د روس پوځ په ماريپول ښار کې په جومات بمباري کړې چرته چې 80 کسانو پناه اخستې وه. او په دوی کې د ځينو کسانو تعلق د ترکي سره وو.

په دې خبر کې ځينې مالومات د اې پي، اې اېف پي او رایټرز څخه اخستل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG