لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر افغانستان ته تللی چې د بشري حالاتو جاج واخلي


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر فلېپو ګراندې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر فلېپو ګراندې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنر فلېپو ګراندې افغانستان ته تللی چې هلته د بشري حالاتو جاج واخلي. فلېپو ګراندې په خپل ټویټر لیکلي دي: "د خپل مخکېني سفر نه شپږ میاشتې پس بیا هم افغانستان ته راغلم چې په دې هېواد کې د بشري حالاتو په حواله د پرمختګونو او چلېنجونو یا ستونزو ارزونه وکړم، او دا ارزونه به په خاص ډول هغو خلکو باندې ترکیز ولري چې له خپلو سیمو بېځایه شوي او یا خپلو ټولنو ته ستنیږي."

فلېپو ګراندې په داسې حال کې کابل ته په دوره تللی دی چې د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د یوې خوا خشکسالي، د بل اړخه اقتصادي بحران او د طالبانو په نظام باندې د نړېوالو پابندۍ، د افغانستان د لویانو او ماشومانو په صحت او ژوند باندې سخت دروند اثر غورځولی دی.

ملګري ملتونه اندازه لګوي چې شاوخوا درویشت (۲۳) میلینه افغانان چې د افغانستان د نیمایي نه زیاته آباتي ګڼل کیږي، بشري امداد ته ضرورت لري. د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه، په هرو درېیو کسانو کې، یو تن د سختې لوږې ښکار دی او دوه میلینه ماشومان هم په خوارځواکۍ یا غذائیت اخته دي.

د شري مرض خورېدل

په افغانستان کې د نورو ستونزو او کړاوونو ترڅنګ، ماشومانو کې د شري مرض هم خور شوی چې د صحت یو بېړنی حالت یې رامنځ ته کړی دی.

په همدې لړ کې د شري (Measles) مرض په ضد د یوې هفتې دپاره د وېکسین کمپېن روان دی.

د صحت نړېواله اداره (ډبلیو اېچ او) وایي، په افغانستان کې شري، چې یو ډېرتېز خورېدونکی مرض دی، د دې کال د پیل راهیسي یو سل و دوه څلوېښت (۱۴۲) ماشومان مړه کړي او اتلس زره (۱۸۰۰۰) نورو ته دا مرض لګېدلی دی.

د ډبلیو اېچ او په یو بیان کې، د افغانستان دپاره د دې ادارې د نماینده له قوله ویل شوي: "د شري مرض د وېکسین دا کمپین، د دې مرض د لا زیات خورېدو د مخنیوي دپاره په قامي کچه د عملي ګامونو یوه برخه ده، چې د وړو ماشومانو د ژوند تحفظ وشي او د صحت په نظام باندې راغلی بوج کم شي."

د شري د وېکسین دا اهم، د صحت نړېوالې ادارې په مالي مرسته د خالي/شنبې په ورځ پیل شو او په عملي کولو کې یې د طالبانو انتظامیې د صحت چارواکي هم برخه لري.

زرګونو د صحت کارکنانو ته دنده سپارل شوې ده چې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې څه باندې دوولس لاکهه ماشومانو ته چې عمرونه یې د پنځو کالو نه کم وي، د شري وېکسین ولګوي.

افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ میاشتې راهیسي د شري ناروغۍ زیاته شوې ده. د هغه وخت نه راپدیخوا، چارواکو د دې مرض د ۴۸۳۶۶ واقعاتو او د ۲۵۰ مړینو راپور ورکړی دی.

د صحت نړېوالې ادارې په والدینو غږ کړی چې خپلو بچیانو ته دې د شري مرض وېکسین ضرور ولګوي، ځکه د دې مرض مخه په وېکسین نیول کیدی شي، خو که کوم ماشوم وېکسین نه وي کړی، نو ممکن دا مرض یې ووژني.

چارواکي وایي، په افغانستان کې دا ځل د شري مرض د خورېدو له امله فکرمندي په دې زیاته شوې چې ډېر زیات ماشومان د غذائیت (خوارځواکۍ) ښکار دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG