لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران به د جنګ نه زیات کسان ووژني


د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو لویه کمېشنره میشل بشلېټ
د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو لویه کمېشنره میشل بشلېټ

د بشري‌ حقونو دپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرې،‌ میشل بشلېټ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د بشري او اقتصادي مسئلو د وجې به دومره کسان مړه شي چې په جنګ کې نه و مړه شوي.‌

مېرمن بشلېټ په دې وروستیو کې د سرښار کابل په یوه ورځېنۍ دوره تللې وه او هلته یې د طالبانو حکومت ته هم دا پیغام رسولی دی.

کابل کې هغې د ټولو خلکو د بشري حقونو د خونديتوب په اهمیت ټینګار وکړ. بشلېټ وویل،‌ دا د افغانستان د اقتصادي،‌ بشري او د بشري حقونو د بحران نه وتلو دپاره یوه اهمه لاره ده.

د لویې کمېشنرې ویاندې،‌ لېز ټروسل وي او اې ته وویل چې د طالبانو سره خبرو کې، مېشل بشلېټ ټینګار وکړ چې افغانستان د څو اړخونو بحران سره مخامخ دی او د دې حالت نه د وتلو دپاره ټولشمول والی اهم ګڼل کیږي.‌

ټروسل زیاتوي، د ملګرو ملتونو هائی کمېشنرې طالب چارواکو ته دا هم وویل، هغه معاشرې ډېرې مستحکمې او امن دي کومې چې خپل خلک، د خپلو ستونزو د حل برخه ګڼي،‌ نه دا چې هغوی خپل خلاف وبولي او ویې ټکوي.‌

لېز ټروسل وي او اې ته وویل: «هائی کمېشنرې (میشل بشلېټ) ټینګار وکړ چې ډېره اهمه ده چې د اقتصادي پابندیو او د اثاثو د کنګل کېدو له وجې کوم اثرات چې په رښتیا او حقیقت کې المناک بلل شوي،‌ په فوري توګه د هغو مخه ونیول شي… که څه هم په تشدد کې کموالی راغلی دی، خو په افغانستان کې څو بشري او اقتصادي بحرانونه ښایي‌ په حقیقت کې د اصلي‌ جنګ په نسبت ډېر کسان ووژني.»

ملګري ملتونه وایي‌ چې دوه ویشت ۲۲ میلینه افغانان چې د افغانستان د آباتۍ د نیمایي نه زیاته برخه ده،‌ بشري امداد ته ضرورت لري.‌

د ملګري ملتونو راپور کې دا هم راغلي چې د افغانستان د خلکو په هر درېیو کسانو کې،‌ دوه یې د سختې لوږې سره مخامخ دي،‌ دوه میلینه ماشومان د غذائیت ښکار دي، او څه دپاسه درې نیم میلینه کسان دننه په هېواد کې د خپلو کورنو او سیمو نه بېځایه شوي دي.‌

امدادي تنظیمونو ویلي چې ښځې او جېنکۍ په خاص ډول د کمزورۍ ښکار ګرځېدلي او تحفظ یې خطره کې راغلی دی.

ټروسل وایي چې د ملګرو ملتونو هائی کمېشنرې کابل کې له یو شمېر کسانو سره چې کولی یې شول خپل فکرمندۍ اظهار کړي،‌ هم ملاقاتونه کړي‌ دي.‌ په دې کې یو شمېر ښځې هم شاملې وې چې په افغانستان کې د بې انصافۍ خلاف یې د خپل جد و جهد خبرې ورته وکړې.‌ دې ښځو مېشل بشلېټ ته وویل،‌ د هغو حقونو بېرته ترلاسه کول غواړي کوم چې په تېرو شلو کلونو کې یې درلودل خو د طالبانو په واکمنېدو یې له لاسه ورکړل.

د طالبانو حکومت وایي‌،‌ هغوی هیله من دي‌ چې د همدې مارچ میاشتې تر پایه پورې ټول سکولونه پرانیزي.

کله چې طالبان پخوا په ۱۹۹۰مو کلونو کې په واک کې و،‌ هغه مهال جینکۍ د سکولونو نه منعه کړی شوې وې او ښځو هم د کور نه د وتلو حق نه درلوده، مګر دا چې کوم محرم سړی ورسره وي.‌

کابل ته د سفر په پای کې،‌ د بشري حقونو دپاره د ملګرو ملتونو هائی کمېشنرې میشل بشلېټ په نړېوالې برادرۍ هم غږ وکړ چې په افغانستان باندې دې پابندۍ کمې کړي‌ او اثاثې دې هم ورته آزادې کړي.‌ هغې وویل چې دا کار به د افغانستان د اقتصاد په بیا بحالۍ او د میلینونو افغانانو د رنځ‌ او مشکلاتو په ختمولو کې ډېره مرسته وکړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG