نوشابه اشنا
روښان نورزۍ
واشنګټن - درې اوونۍ وړاندې حسيب نوري په دويم ځل کډوال شو. 45 کلن قانون پوه افغان د خپلې مېرمن او پينځه بچو سره د روسي بمبارۍ نه وړاندې په يو عارضي کيمپ کې اوسېدل. نوري وايس اف امريکا ته وويل ٫٫زما بچي ويرېدل نو فيصله مو وکړه چې دا هیواد هم پرېږدو او بارډر پله مو مخه کړه.٬٬
په زرګونو خلک د اوکرين د يورپ سره لګېدلې پولو پله ووتل. په 24 د فيبرورۍ دې کورنۍ سلواکيا ته د تلو هڅه وکړه خو ونه توانېدله نو پولينډ ته روان شول چې د نورو کډوالو سره يوځای شي کوم چې تېر کال د کابله وتلي او کډوال شوي دي.
نوري وويل “د دوه ورځو او دوه شپو د مزل وروستو چې نزدې 50 کيلوميټر لار مو وهلې وه پولينډ ته واوړېدو”. نوري په نيدر لينډ کې د يو کډوال کيمپ نه دا معلومات راکړل چرته چې هغه دوه ورځې وړاندې رارسېدلی دی.
ياده کورنۍ د هغې سلګونو افغانانو د جملې نه يوه ده چې په پينځلسم اګست د طالبانو د واک اخستلو په وخت د افغانستان نه وويستل شوه او اوکرين ته ورسېده. ځينې کډوال شوي افغانان امريکا او کنېډا ته ووتل خو ډېری خلک په اوکرين کې ميشت شول او د روس د يرغل وروستو هغلته ګېر پاتې وو.
د اي او ايم د شمېرو تر مخه دې جنګ د دريو ميلين نه زيات خلک د اوکرين نه کډوال کړي چې د 162,000 نه ډېر خلک پکې غير ملکيان دي او په ياد هېواد کې اوسېدل. دا د دويم نړيوال جنګ وروستو د ټولو لویه کډوالي ده.
د شخړې له کبله د يورپين يونين 27 هېوادونو په بيړنۍ توګه د کډوالو چې پکې د اوکرين خپل خلک هم دي د خوندي ساتلو پروګرام پيل کړو چې کډوالو ته ويړيا اوسېدل، د صحت اسانتيا، تعليم او نورې مرستې برابرې کړي.
د وارسا په سفارت کې د افغانستان د سياسي چارو استازې نګارا ميرداد وايي په اوکرين کې د جنګ نه وړاندې د 5000 نه ډېر افغانان اوسېدل چې څه پکې رومانيه ته لاړل خو د ميرداد په وينا نزدې 3000 پولينډ ته اوړېدلي دي.
کوم خلک چې نه شي کولی نورو يورپي ملکونو ته لاړ شي په پولينډ کې پاتې دي.
د نجيب الله محمد حافظ په خارکيف ميډيکل پوهنتون کې د طب د زده کړو دويم سمېسټر ته دوه اوونۍ پاتې وې چې جنګ شروع شو. د جنګ پيل کېدو نه دوه ورځې وروستو شل کلن نجيب الله د خارکيف نه اوتلو چې کله په ګاډي کله د پښو په مزل او چرته په ريل ګاډي کې يې د پينځه ورځو پورې سفر اوکړو او 1100 کيلوميټر لار يې ووهله چې ځان پولينډ ته ورسوي.
حافظ وايي “زما په شمار 67 کيلوميټره لار مو په خپلو پښو ووهله چې د پولينډ پولې ته ورسو. څه چې مو وليدل او راباندې تېر شول هغه يواځې په فلمونو کې ليدلی شې. ما دا تصور نه شو کولی دا په حقيقي ژوند کې هم پېښېدلی شي”.
هغه خپل تعليمي اسناد په خارکيف کې پرېښودي او وايي هيڅ اندازه ورته نه کيږي چې تر کومه به دغلته پروت وي او څه به کيږي.
په وارسا کې ميرداد وايي اکثر افغانان په پولينډ کې د ورځ دوه تېرولو وروستو غربي يورپ په خاصه توګه جرمني او لا نيدرلينډ ته لاړ شي. هغه وايي په وروستيو کې د افغانانو د راتلو بهير کم شوی دی.
حاجره سادت څوک چې د جرمني په نورېمبرګ سيمه کې د کډوالو ترجماني کوي وايي هغه افغانانو ته جرمني د دوو کالو د اوسېدو اسناد او نورې مرستې ورکوي څوک چې د اوکرين د مستقيم اوسېدلو اسناد لري
خو ولې هغه ټولو افغانانو ته د يورپين يونين د ملکونو نه عارضي اعلان شوې مرستې لا نه دي رسېدلې که څوک د اوکرين د مستقيم اوسېدو اسناد لري هم ځکه چې محمد عيسی وايي هغه د اوکرين د پينځه کالو د مستقل اوسېدو اسناد لري خو په ميونخ کې ورته په ور رسېدو د دوو مياشتو د پاتې کېدو وېزه ورکړل شوې ده.
هغه وايي د دوو مياشتو وروستو به دا موده نوره وغځول شي نه پوهيږي چې د هغې وروستو به بيا څه کيږي.
په نيدرلينډ کې هم نوي رسېدلي کډوال د غير يقيني صورت حال سره مخ دي او نوري چې يو قانون پوه دی وايي د ياد هېواد ايميګريشن یا کډوالې قانون د ده کورنۍ په کډوالو کې نه ده حساب کړې. هغه وايي “دا نه ده معلومه چې مونږ به عارضي تحفظ ومومو که نه؟ ٬٬ نوموړی زياتوي په اوکرين د روس د حملې نه وړاندې د امريکا د خارجه چارو د وزارت يو شمېر افغانې کورنۍ د اوکرين نه وويستلې او قطر ته يې منتقل کړې او ډېرې ژمنې يې هم وکړې چې نور ډېر خلک به اوباسي.
نوري وايي په اووم مارچ ورسره د سټيټ ډيپارټمنټ چارواکو رابطه کړې وه چې د خير خيرت نه يې ځان خبر کړي او وايي ده ورته اطلاع ورکړه چې کورنۍ يې د اوکرين نه وتلې او دا وخت په هالينډ کې ده.
د نوري په وينا امريکايي چارواکو ورته ويلي هغوی د دې جاج اخلي کورنۍ يې د دغلته نه ويستلی شي او که نه خو وايي يوه اوونۍ وشوه بيا ورسره هيڅ قسمه رابطه نه ده شوې.
د امریکا خارجه وزارت یا سټيټ ډيپارټمنټ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.