لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: د افغانستان د لوري نه د ترهګر بريدونو دعوې پوښتنې راولاړوي


د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (24 مارچ) ويلي، په شمالي وزيرستان کې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو په پوځ بريد کړی، څلور پاکستاني پوځيان پکې وژل شوی وو، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ دغه بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی او له دې وړاندې يې دغه ډول دعوې رد کړې وې.

د پروني بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

څيړونکي وايي، د پاکستان پوځ په خپله دعوه کوي چې د افغانستان سره يې په پوله ازغن تار لګولی خو بيا د دغه ډول بريدونو کېدل پوښتنې راولاړوي.

د پاکستان پوځ پرون ويلي چې د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصيل په حسن خېل سيمه کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو بريد کړی او ترهګر په شا تمبول شوي دي.

خو ویل شوي په ترهګر برید کې څلور پوځيان وژل شوي او د استخباراتي مالوماتو د لارې دعوه شوې چې بريد کوونکو ته هم زيان اړول شوی خو دغه تفصيل نه دی ويل شوی.

ټي ټي پي د ياد بريد زمه واري منلې او د اته پوځيانو د وژلو دعوه يې کړې ده.

پرون د ياد بريد په اړه امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه سره په شريکو کړو لومړو مالوماتو کې ويلي وو، چې په برید کې درې سيکيورټي اهلکار وژل شوي او پينځه ژوبل شوي وو.

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې پرونی بريد د افغانستان د لوري نه شوی دی، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تازه دعوې ته کوم غبرګون نه دی ویلی، او له دې وړاندې چې د پاکستان پوځ د فرورۍ په لومړو کې د افغانستان لوري نه په کرمه کې د ترهګر بريد دعوه کړې، د طالبانو د حکومت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب دغه دعوه رد کړې وه.

پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې تل داسې تور لګولي وو پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي.

جرنلسټ صفدر حيات داوړ وايي، چې د 15 اګست نه وروسته چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او ورسره جوختو نورو پرتو علاقو کې حالات خراب شوي، په امنیتي سرتيرو بريدونه کيږي او ورسره هدفي وژنې هم کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دغو بريدونو ځايي خلک پرېشانه کړي دي، بل دا چې وړاندې به پاکستان دعوه کوله چې په پوله د پورې غاړې نه د بريدونو په شا افغان حکومت دی خو اوس چې پاکستان وايي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره يې اړيکې ښې دي او په پوله يې د سيمو ازغن تار هم لګولی دی نو دا پېښې بيا پوښتنې راولاړوي چې دا د چرته نه کيږي.

د دفاعي چارو څيړونکی پخوانی بريګيډير سيدنظیر وايي، دا وخت په پاکستان کې درې ډوله ناامني ده، يو هغه چې د پولې د پورې غاړې نه د بريدونو دعوه کيږي، بل دا چې په پاکستان کې دننه په امنيتي سرتيرو بریدونه کيږي او درېم دلته سياسي خلک هم په هدف کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په پاکستان کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې د ترهګرو ځالې ختمې کړی شوي دي، خو د پاکستان سره په پوله پرتو د افغانستان سيمو کې د طالبانو عملداري نشته نود پولې د پورې غاړې نه وسله وال پاکستان لوري ته وسله والو ته رابطې لري او بيا بريدونه کوي.

هغه وویل دلته دعوه کیږي چې ترهګري په بشپړ ډول ختم شوې خو د هغه په نظر د ترهګرۍ په مکمله توګه ختمېدل به اوس هم وخت اخلي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، پاکستان بيا بيا وايي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره يې اړیکې سمې دي نو بيا د پولې د پورې غاړې نه د بريدونو دعوې پوښتنې راپورته کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د دعو نه بيا دا تاثر جوړيږي چې پاکستان د طالبانو سره د ښو اړيکو خبره کوي خو په حقيقت کې بيا داسې ده چې د طالبانو سره د دوی اړیکې سمې نه دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان پينځه ځله داسې دعوې کړي چې د پولې د پورې غاړې نه پاکستان لوري ته ترهګر بريدونه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې سي ټي ډي په یو بیان کې ویلي، په تېرو درېو میاشتو کې په صوبه کې د ترهګرۍ 72 پېښې شوي او په ټوله صوبه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس 644 عملیات شوي او د پېښور د کوچه رسالدار په پېښه کې د ککړو سهولت کارو په ګډون پکې 19 ترهګر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته کړی شوې ده، چې په دغو عملياتو کې 65 کلوګرامه چاودېدونکي توکي، 76 لاسي بمونه، يو خودکش جيکټ، 10 د ايس ايم جي ټوپک او 36 د آر پي جي مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG