واشنګټن - د اوکراین صدر ولوډیمیر زیلنسکي وایي، هغوی آماده دي چې د روس سره د امن په معاهده کې د اوکراین د بې طرفه پاته کېدو په مسئله هم خبرې وکړي، مګر د درېیمو فریقینو له خوا به یې ضمانت کیږي او دا مسئله به رېفرانډم ته وړاندې کیږي.
دا خبره زيلنسکي د روسي خبریالانو سره د ویډیو لېنک د لارې یوې مرکې کې وکړه، کوم چې روسي چارواکو دمخه لا د روس میډیا ته ویلي چې هغه به نه خپروي.
زيلنسکي چې په روسي ژبه خبرې کولې، په دې مرکه کې وویل چې د روس د یرغل له سببه، په اوکراین کې روسي ژبي ښارونه هم ویجاړ شوي دي، او دا ویجاړي په چیچنیا کې د روس د جګړو نه زیاته ده.
صدر زیلنسکي پخپلو خبرو کې وویل: "امنیتي ضمانتونه او بې طرفي، زمونږ د ملک غیرجوهري حیثیت. مونږ آماده یو چې په دې ټولو خبرې وکړو. دا تر ټولو اهم ټکی دی."
د اوکراین په ځینو مشرقي سیمو کې د روسي ژبې خلک اوسیږي. زیلنسکي وویل چې د روس سره په خبرو کې، اوکراین د روسي ژبې د استعمال په سر هم بحث کړی، مګر د غیرپوځي توب غوندې د روس نور مطالبات یې رد کړي دي.
د یو بل خبر ترمخه، د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ تینګار وکړ چې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د واک کرسۍ نه لېرې کول، د بایډن د انتظامیې پالیسي نده.
د بلېنکن دا خبره په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې د خالي/شنبې په ورځ صدر جو بایډن د پولېنډ په سرښار وارسا کې د وینا پر مهال وویل، پوټین "نور په واک کې پاته کېدلی نشي."
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار په ورځ د اسرائیل په یورشلیم ښار کې خبریالانو ته وویل: "فکر کوم صدر [بایډن]، وایټ هاوس بېګا شپه دا خبره وکړه چې، په ساده ټکیو، صدر پوټین دې کار ته نشي پرېښودل کیدلی چې د اوکراین یا کوم بل ملک په ضد جګړه یا جارحانه عمل وکړي."
بلېنکن تکرار کړه چې امریکا په روس او یا بل هر ملک کې د حکومتونو د بدلولو تګلاره نه لري، او دا پخپله خلکو پورې اړه لري چې ځان ته څنګه حکومتونه ټاکي.
د پوټین په اړه د بایډن بیان، په نړۍ کې د حیرانتیا سبب وګرځېد. د روس د صدارتي اېوان ـ کرملېن – ویاند ډیمتري پېسکوف رائټرز خبري ادارې ته وویل، "دا فیصله کول، د بایډن کار ندی. د روس صدر، د روسانو له طرفه ټاکل کیږي."
د فرانس صدر اېمانویل مېکرون هم ویلي چې هغه به داسې الفاظ استعمال نکړي، ځکه د صدر پوټین سره خپله ګفتګو جاري ساتي.
د اوکراین صدر ولوډیمیر زیلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ په مغربي ملکونو غږ وکړ چې د روس د یرغل مقابله کې دې اوکراین سره نوره زیاته مرسته وکړي.
زیلنسکي په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې غربي نړۍ "د دې ټراجیډۍ/سانحې د مخنیوي نه یره لري. د یوې فیصلې کولو نه ېره لري."
امریکايي چارواکي وايي چې د تېرکال د جنوري میاشتې راهیسي، امریکا تر اوسه د دوه بلینه ډالرو په ارزښت قانوني امداد اوکراین ته ورکړی دی او اوس هم اوکراین سره په رابطه کې دي چې څه ډول مرسته دوی سره کولی شي.
د خوراک عالمي ادارې (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې د جګړې په جاري پاته کېدو سره، د خوراکي توکو پیدا کول هلته اوس ډېر سخت شوي او خلک مجبوره شوي چې د ډېر مشقته ډک ګامونه واخلي.
اوکراین چې آباتي یې ۴۴ میلینه خلک ښودل شوې ده، اوس د خوراکي توکو نه تشیږي. د ډبلیو اېف پي د اندازې ترمخه، د اوکراین ۴۵ فیصده خلک اوس د خپل خوراک په پیدا کولو کې تشویش لري.