لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د پوليو پرضد مبارزه کې به هیڅ غفلت ونه زغمل شي


Pakistan Polio
Pakistan Polio

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، د ملک څخه به پوليو ختمولی شي او د پوليو پرضد مبارزه کې به هيڅ ډول غفلت ونه زغمل شي.

نوموړي په ټویټر ويلي،

"اوس به د پوليو ضد کمپاين کې د خېبرپښتونخوا حنوبي ضلعې په ځانګړي ډول بنو، شمالي او جنوبي وزيرستان په هدف وي".

هغه ويلي چې څوک غوره کار وکړي د ملي اتلانو په حېث به يادولی شي.

شهباز شریف دغه خبره په داسې حال کې کړې چې څلور ورځې وړاندې د جمعې په ورځ (22 اپرېل) په ملک کې د پوليو د مخنیوي د بېړني پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ په شمالي وزیرستان کې د پوليو د پېښې رپوټ کېدل تاييد کړي وو.

هغه په ټويټر ويلي وو، "نزدې 15 مياشتې وروسته په ملک کې د 15 مياشتو په يو ماشوم کې د پوليو وايرس مالوم شوي دي".

د پاکستان د صحت د مرکزي ادارې د معلوماتو تر مخه د دغه کېس نمونې د روانې مياشتې په 9مه نېټه اخیستل شوې وې. د دې تر څنګ په بنو ډويژن کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې هم يو ځل بيا مثبت رپورټ شوي دي.

د صحت وفاقي وزير قادر پټېل د دغه پېښې رپوټ کېدو وروسته ويلي وو، د پوليو نوې پېښه مخې ته راتلل د پاکستان او بيا د پوره نړۍ د پاره د فکر وړ خبره ده خو دوی کوشش کوي چې نور ماشومان د دغه وايرس څخه محفوظ وساتي.

د صحت د مرکزي ادارې د رپورټ مطابق په بنو او ډېره اسماعیل خان ډويژنونو کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې د دغه تازه پوليو کېس سره تړون لري.

د خېبرپښتونخوا د ايمرجنسي آپرېشن مرکز د وينا ترمخه په جنوبي ضلعو کې د پوليو وايرس موجودګي دا ښیي چې د سیمې ماشومان د پوليو وايرس په خطر کې دي او دوی ته د پوليو وېکسين رسولو ضرورت دی.

پاکستان کې په تير کال 2021 کې په 27مه جنورۍ د پوليو وروستۍ پېښه د بلوچستان له قلعه عبدالله څخه رپوړت شوې وه. په کال 2022م کې د دغه کېس راتلو سره په ټوله نړۍ کې د پوليو کېسونو شمېر دريو ته رسېدلی دی. له دې وړاندې په روان کال کې يو کېس په افغانستان کې او بل د افريقني هيواد مالاوي څخه رپورټ شوی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه پاتې دي چرته چې لا هم پوليو وايرس شته او ماشومان د دغه وايرس د لاسه د ټول عمر د معذورۍ ښکار کېدو په خطر کې دي. د صحت ماهرين وايي يواځې د پوليو په دوو څاڅکو خپل ماشومان د پوليو له خطرناک وايرسه بچ ساتلی شئ.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG