لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي په چیناییانو باندې یې د یوې بلې ځانمرګې چاودنې مخه نیولې ده


(رائټرز) – د پاکستان پولیسو ویلي چې دوی یوه ځانمرګې بریدکوونکې چې غوښتل یې د سي پېک راهدارۍ په اوږدو کې د چیناییانو په یوې قافلې چاودنه وکړي، د حملې نه مخکې نیولې ده.

پولیس وایي چې دا بریدکوونکې یې نن د ګل/دوشنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې ګرفتاره کړې ده. بلوچستان د ایران او افغانستان سره ګډې پولې لري.

دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راځي چې دوه هفتې مخکې یوې ښځې د کراچۍ پوهنتون په انګړ کې ځانمرګې چاودنه وکړه او درې چینایي استاذان یې د هغو د ډرایور سره ووژل.

د پولیسو وینا ده چې دا ځل نیول شوې حمله کوونکې د بلوچستان لبرېشن آرمي (بي اېل اې) سره تعلق ساتي. د بي اېل اې له خوا ځانمرګو بریدونو کې د ښځو استعمال یو نوی رجحان ګڼل کیږي چې د ترهګرۍ ضد پولیس پاکستان کې ورسره مخ شوي دي.

د پولیسو په بیان کې راغلي چې د ګرفتاره شوې ښځې نه یې چاودېدونکي مواد او د چاودنې آلې یا ډېټونېټرز موندلي او د تحقیقاتو وروسته ورته معلومه شوې چې هغې په چینایي شهریانو باندې د حملې کولو خیال درلود. پولیسو د دې الزاماتو په اړه کوم نور شواهد ندي بیان کړي.

د پولیسو د بیان ترمخه، هغه ښځه چې په کراچي یونیورسټي کې یې ځانمرګې چاودنه وکړه، هغه هم د بي اېل اې غړې وه.

چین د پاکستان یو نږدې اتحادي ګڼل کیږي، او په پاکستان کې د سي پېک راهداري یې چې څه دپاسه ۶۵ بلینه ډالره یې پانګونه ده، د چین د سترې اقتصادي منصوبې یوه برخه ده چې هغې سره غواړي د نړۍ د نورو برخو سره تجارتي لارې جوړې کړي.

بلوچستان صوبه کې د ګوادر بندر هم شته چې د سي پېک راهدارۍ په لړ کې د چین له طرفه پکې ترقیاتي منصوبې روانې دي.

بېلتون غوښتونکي بلوڅان وایي، هغو د لسیزو راهیسي کوشش کوي چې د سیمې د درنګونو او نورو قدرتي وسایلو نه بلوچستان ته زیاته برخه ورسیږي. هغوی د ګېسو په مرکزونو، بنیادي اډانو، امنیتي ځواکونو، او د چین په مفاداتو حملې کوي او وایي چې د ترقیاتي منصوبو په نوم د دوی خاورې باندې قبضه لګېدلې ده.

په بېلتون پالو بلوڅانو باندې د پاکستان حکومت له اړخه دا تور دی چې ګني هغوی د هند ملاتړ ځانه سره لري او پخوا به دا هم ویل کېدل چې افغانستان کې دوی ته ځای ورکړل شوی دی.

اوس چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، هغوی هم د پاکستان دا الزامات رد کوي چې ګني بلوڅ یاغیان د خپلو جنګیالیو د روزلو او د حملو د منصوبه بندیو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

هند هم د پاکستان دا دعوه نه مني چې ګني د بېلتون پالو بلوڅانو مرسته یا ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG