لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د ماشومانو په لوڅو ویډیوګانو یو تن ته د 29کالو بند اؤ جرمانې سزا اورول شوې


دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې یوې ځایي محکمې ماشومانو سره دبدکارۍ اؤ بیا دهغوئ دلوڅو ویډیوګانو دجرم په ثابتیدو یوتن ته د29کالو دبند اؤ21لکو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دمحمد اسحاق په نوم په دغه مجرم تور ؤ چې څلورو ماشومانو سره یې بدکاري کړې وه اؤ بیا یې دهغوئ لوڅې ویډیوګانې هم جوړې کړې وې.

تیره ورڅ داسلام اباد ډسټرکټ اینډ سیشن کورټ‌ محکمه کې دهغه په ضد د روانې قضیې پرېکړه اورول شوې چې پکې مجرم ته ماشومانو سره په بدکارۍ د14کالو،دهغوئ دلوڅو ویډیوګانو پر جوړولو هم د14کالو اؤ بیا ددغو ویډیوګانو په خورولو دیو کال دبند سزا اورول شوې ده .

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې پروسکال پاکستان کې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتیو 3852 پېښې رپورټ شوي دي چې دا د کال 2020م په پرتله 30 فيصدي زياتې دي.

د رپورټ ترمخه تېر کال د جنسي تیریو ښکار ماشومانو کې 2068 جينکۍ او 1784 تنکي هلکان شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي دې پېښو کې کې د جنسي تیري داسې 92 پېښې هم شاملې دي چې پکې ماشومان د جنسي تیري نه وروسته وژل شوي دي.

د ساحل په رپورټ کې ويلي شوي چې تېر کال د ماشومانو خلاف د جنسي تیریو په ټولو 2275 پېښو کې 750 پېښې د بدفعلۍ، 676 د جنسي تیري ،561 د جنسي تېريو د هڅو او 133 پېښې د جنسي زياتي او د لوڅو وېډيوګانو جوړولو هم شاملې دي.

ډيوه سره خبرو کې د غېر دولتي تنظيم ساحل د مطبوعاتو لپاره سينېر پروګرام افسر ښاغلي وقاص ویلي دي مونږ به مخکې فکر کولو چې يوازې جينکۍ د جنسي تېريو او زياتي نخښه ګرځي خو دا رپورټ ښکاره کوي چې د جنيکو د شمېرې برابر ماشومان هلکان هم د جنسي زياتي نخښه جوړېږي.

د نوموړي په وینا تېر کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي تېريو په مهال 145 پېښې داسې هم مخې ته راغلي چې پکې د ماشومانو لوڅې لغړې وېډيوګانې هم جوړې کړی شوې دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره ددې راپور په اړه خبرو کې وايي تېر کال 2021م کې روزانه د لسو څخه زيات ماشومان د جنسي زياتي نخښه جوړ کړې شوي خو زياتوي دا هغه شمېره ده کومه چې له مطبوعاتو راټوله کړی شوې ده ګنې داسې شمیر له دې هم زيات کېدای شي.

عمران ټکر وايي په تېرو وختونو کې د مرکز او صوبو په کچه نه يوازې ښه قوانین جوړ کړی شوي او سختې سزاګانې پکې هم شامل کړی شوې دي بلکې ادارې هم جوړې شوي چې پکې نېشنل کمېشن فار چاېلډ راېټس ،څلور واړه صوبو کې د چاېلډ پروټېکشن کمېشن ،بېوروز جوړ شوي دي او د ماشومانو عدالتونه هم جوړ شوي دي. چې د خېبرپښتونخوا د اتوؤ عدالتونو سره د هېواد په کچه یې شمېر 13 دی.

خو دی وايي بيا هم د يو څيز کمی دی او هغه دا چې داسې شمېره باید په حکومتي کچه هم جاري کول پېل کړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG