لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: طالبانو د ښځو د حقونو په اړه د امنيتي شورا اندېښنې د حقيقت نه لرې بللي


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سيکيورټي کونسل) چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو او جينکو د بنيادي حقونو او ازادۍ په وړاندې په خنډانو جوړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه اندېښنه د حقيقت نه لرې بللې ده.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په 24 مې د طالبانو په دغه اعلان هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې طالبانو ښځو ته ویلي چې هر ځای کې به خپل مخونه پټ ساتي.

د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا دغه بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی وو چې په 19 مې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له افغاني رسنیو غوښتي چې په ټي وي باندې ښځینه کارکونکې دې د خپرونو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

طالبانو نن د جمعې په ورځ (27 مې) ويلي، د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميه کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغانستان خلک چې اکثريت يې مسلمانان دي، د طالبانو حکومت اسلامي حجاب د اکثرو افغان مېرمنو د ارمانونو سره سم ګڼي.

په ټولنيزو رسنیو د طالبانو لخوا د حجاب امر ته سخت غبرګون ښودل شوی وو.

او امنيتي شورا ويلي وو، د طالبانو لخوا بندېزونه چې د تعلیم يا زده کړو ته رسايي، روزګار، ګرځېده، او په عام ژوند کې د ښځو پوره برخه اخستل، محدودوي دا د طالبانو لخوا د نړيوالې ټولنې د هيلو او د طالبانو د افغان ولس سره د کړو ژمنو سره په تضاد کې دي.

امنيتي شورا د طالبانو نه غوښتي چې د افغان ښځو او جينکو په بشري حقونو او بنيادي ازادۍ په وړاندې تازه لګولو بندېزونو پاليسۍ بيرته واخلي، او په دې خبره يې زور راوړی چې خپلې ژمنې پوره کړي اوزر تر زره دې د ټولو جينکو دپاره سکولونه بيرته پرانيزي.

د طالبانو حکومت په 23 مارچ د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

او د طالبانو د تعلیم وزارت ويلي وو، "کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."

طالبانو په خپله تازه اعلاميه کې يو وار بيا په امريکا غږ کړی چې د افغانستان د تړلو شتمنيو/ پېسو څخه بندېزونه لرې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG