لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسانو د اوکراین په ډونباس سیمه کې د یو بل ښار د قبضه کولو تکل کړی دی


واشنګټن - روسي ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځه سیمه لوهانسک کې د سیویرو ډونېټسک ښار د نیولو دپاره په هغه ښار د توپونو او راکټونو سخت بریدونه وکړل، خو هلته مېشتو اوکرایني قوتونو ورسره مقابله وکړه.

بل پلو اوکرایني پوځیانو په خرسون ښار باندې چې د روسانو په قبضه کې دی، بریدونه پیل کړي دي.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي وویل چې د روسانو د ګوله باریو په نتیجه کې د سیویرو ډونېټسک ټولې بنیادي اډانې ورانې شوي دي. هغه زیاته کړه چې سمدستي د روس مقصد د هغه ښار قبضه کول دي.

زېلنسکي په یوه وینا کې چې په تلوېژن خپرېدله، وویل، "قریب ۹۰ فیصده ودانۍ زیانمنې شوي دي. د ښار د رهایشي ودانیو دوه په درېیمه برخه تباه شوې ده. هېڅ ټېلي کمیونيکېشن نشته. پرله پسې ګوله بارۍ روانې دي."

د اوکراین صدر وویل چې دوی به خپل ټول وس او توان سره کوشش وکړي چې روسان په لوهانسک سیمه کې سیویرو ډونېټسک ښار قبضه نکړي.

په عین وخت کې د اوکراین حکومت په کلکه د یورپ نه وغوښتل چې اوکراین ته دې لا زیاتې د لېرې واټن ویشتونکې وسلې ورکړي.

روس په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځه سیمه ډونباس کې چې لوهانسک او ډونېټسک په کې شامل دي، کرار کرار، مګر ثابته پرمختګ لرلی دی. د ماریوپول ښار د نیولو وروسته، اوس سیویرو ډونېټسک په لوهانسک کې تر ټولو غټ ښار دی چې روسان یې د نیولو تکل کړی دی.

روس څلور میاشتې وړاندې په اوکراین باندې خپل بریدونه پیل کړل او اول یې غوښتل چې سرښار کیيف ونیسي، مګر هلته چې ناکامه شو، اوس غواړي په ختیځه سیمه ډونباس کې ښارونه قبضه کړي.

د ډونباس ډیری سیمې دمخه لا د هغو بېلتون پالو ډلو په واک اختیار کې وې چې ماسکو یې ملاتړ کوي.

په واشنګټن کې د جنګ د مطالعې انسټیټوټ څېړنکاران وایي، روسان تر اوسه په دې کې ناکامه پاته دي چې سیویروډونېټسک ښار محاصره کړي، او اوکرایني ځواکونو تر دې دمه روسي ځواکونو ته ډېره درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

اوکراین وایي چې دوی کې هم ډېر پوځیان او عام خلک وژل شوي او زخمیان شوي دي.

بل اړخ ته د پوځي څېړونکو وینا ده چې روسانو اوس په سیویروډونېټسک ښار باندې ترکیز کړی او د نورو سیمو نه یې وسایل هلته مشغوله کړي، نو ځکه په نورو ځایونو کې یې پرمختګ نه لیدل کیږي.

په داسې وخت کې چې روس په ډونباس کې د سیویروډونېتسک ښار باندې حملې ته زور ورکړی، اوکراین د اتوار/یکشنبې په ورځ په جنوبي ښار خرسون باندې چې د روسانو په ولکه کې دی، نوي بریدونه پیل کړل.

خرسون ښار چې د اوکراین په جنوب کې د اوبو په غاړه پروت دی، د روسي ځواکونو دپاره یو اهم ښار ګڼل کیږي ځکه د هغه ځایه د اوکراین په نورو سیمو حملې کوي. خرسون د اوکراین اولنی ستر ښار و چې روسانو څه باندې درې میاشتې مخکې قبضه کړ.

د اوکراین پوځ په ټوېټر باندې، د خرسون ښار خلکو ته لیکلي چې انتظار دې کوي، دوی به ورشي.

بل پلو د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د اوکراین ډونباس سیمې نیول، د ماسکو دپاره غیرمشروط لومړیتوب دی.

رائټرز خبري ادارې لیکلي چې د آر آی اې خبري ادارې د لاوروف د قوله، د ډونباس سیمې قبضه کولو ته د آزادولو ټکی استعمال کړی او زیاته کړې یې ده چې د اوکراین نورو علاقو ته په کار ده د خپلې آیندې په اړه پخپله فیصلې وکړي.

لاوروف یو ځل بیا تکرار کړې چې حکومت یې د لوهانسک او ډونېټسک سیمې د خپلواکه ریاستونو په توګه تسلیم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG