لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې یوه ښځه د اسلامي چارو وزارت ترجمانه وټاکل شوه


تصویر: فائل

واشنګټن (وي او اې اردو سروس) - په سعودي عرب کې د اسلامي چارو وزیر عبداللطیف شیخ اعلان کړی چې یوه ځوانه کارکنه یې د هغې د تعلیمي قابلیت په بنیاد، د اسلامي چارو د وزارت ترجمانې په حیث ټاکلې ده.

د خلیج نشریاتي ادارې - ګلف نیوز – د رپوټ ترمخه، سوشل مېډیا باندې داسې ویډیو مخې ته راغلې ده چې په کې لیدل کیږي د سعودي عرب د اسلامي چارو وزیر عبداللطیف الشیخ د یوې ځوانې کارکوونکې سره په خبرو کې د هغه د تعلیمي قابلیت او د هغې د منېجر (مشر) د تعلیمي قابلیت په اړه پوښتنې او معلومات کوي.

دغه وزیر چې کله په دې وپوهېده چې د یادې ښځې تعلیم جګ دی او په مېډیا کې د بي اې ډګري لري، خو د منېجر ډګري یې په حساباتو یا اکاونټس کې ده، نو وزیر حکم وکړ چې د اسلامي چارو وزارت د مېډیا او ترجمانې څانګې مشري دې هغې ښځې ته ورکړل شي او پخوانی مشر دې ساحلي ښار جدې ته تبدیل شي.

د رپوټونو مطابق، د سعودي عرب د اسلامي چارو وزارت نوې ټاکل شوې ترجمانه، شاهاد منشي نومیږي او هغه د دې وزارت لومړنۍ ښځېنه ترجمانه ده.

د سعودي عرب د وزیر عبداللطیف شیخ په دې فیصلې باندې څه جنجالونه هم راپیدا شوي دي. د دې فیصلې ملاتړي وایي، د تبدیلۍ مقصد دا و چې یو اهل/قابل شخص په سمې عهدې وګومارل شي، مګر ناقدین بیا وایي چې دا فیصله په جلدبازۍ/بېړې سره شوې ده.

شاهاد منشي، چې په کال ۲۰۲۰ کې د پبلک رېلېشنز یا عوامي رابطو په برخه کې خپل تعلیم پوره کړی، د خپلې ټاکنې دفاع یې کړې ده.

شاهاد د خلیج یو ټي وي (روتانا) سره په مرکه کې ویلي چې هغه د مېډیا کورېج او بېلابېلو اخبارونو دپاره د رپوټونو ورکولو تجربې هم لري.

سعودي عرب کې دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې په هغه ملک کې سرکاري عهدو باندې د ښځو د ټاکنې لړۍ یوه نوې تبدیلي ګڼلی کیږي.

په کال ۲۰۱۸ کې، د سعودي عرب حکومت ښځو ته د ګاډي چلولو اجازت ورکړ چې دا د سعودي عرب په تاریخ کې اولنی داسې ګام شمېرل کیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG