لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسقاط حمل پلويانو د امريکا په بيلا بيلو ښارونو کې احتجاجونه کړي


واشنګټن- د امريکا د سپريم کورټ د هغې پرېکړې پر خلاف چې د ښځو نه يې د حمل د ختمولو اييني حق بيرته اخېستی په ټول هېواد کې احتجاجونه شوي چې نزدې 50 کاله وړاندې ورته دا حق ورکړل شوی و.

عدالتي فيصلې دا واک اوس ايالتونو ته ورکړی چې د حمل ختمولو او نه ختمولو پرېکړې پخپله وکړي.

د کال 1973 د روو وي ويډ د فيصلې تر مخه دا حق او ضمانت ښځو ته ورکړل شوی و چې د حمل په لومړیو وختونو کې د ختمولو واک ولري.

دا احتجاجونه په نيويارک، ايټلانټا، ډيټرويټ، لاس انجلس او نورو ښارونو کې شوي دي چې د ايوا ايالت په سيډار ريپيډز کې پکې يو مظاهره کونکی ټرک وهلی خو پوليس وايي ياد تن ډېر نه دی ټپي شوی.

په نيو يارک کې په سلګونو خلک راوتلی وو او دا شعارونه يې ورکول چې د روی ويډ فيصله ختمول نه مني او دا چې د حمل د حق د پاره پورته شئ.

په واشنګټن کې د جمعې په ورځ د سپريم کورټ د ودانۍ بهر د حمل د ختمولو حق د ښځو نه د بيرته اخېستلو خلاف او د عدالتي پرېکړې په حق کې مظاهره کونکي راغونډ شوي وو او اټکل کيږي د اوونۍ تر اخره به دا مظاهرې نورې هم ډېرې شي.

د ډيموکرټېک ګوند د پارلمان غړو د حمل د ختمولو حق د ښځو نه بيرته اخېستلو خلاف د کيپيټل مخ ته مظاهره کونکو ته ويناګانې وکړې چې پکې اليکسزينډريا اوکيسيو نعرې ووهلې چې سړکونو ته راوځئ.
خو بل خوا د حمل د حق پلويانو چې د عدالتي فيصلې وروسته ګډاګانې او موسيقي راجوړه کړې وه شعارونه ورکړل چې روی په مخه دې ښه.

د واشنګټن مير مورېل باوزر ويلي، پوليس د مرکزي چارواکو سره په رابطه کې دي چې دا يقيني کړي خلک د دې جوګه دي د ايين د وړومبي ترميم د ورکړل شوي حق په ترڅ کې د خوندي مظاهرو تابيا وکړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په هېوادوالو غږ کړی چې د سپريم کورټ د فيصلې خلاف مظاهرې دې په امن کې وکړي.
هغه وويل دی دی خبر دی چې ډېر امريکايان په دې پرېکړې غصه دي او زړه ماتي دي خو ولې بايد په هيڅ حال کې څه قسم تاو تريخوالی رامنځ ته نه شي.

بايډن وويل “تاو تريخوالی د منلو وړ نه دی. دړکې او راپارول سمه وينا نه ده او مونږ له په هر حال کې د تشدد خلاف ودرېدل پکار وي”.
د سر ښار د پوليسو چارواکو ويلي دوی په بشپړه توګه په حرکت کې راغلي.

د کورني امنيت د څانګې چارواکو خبرداری ورکړی کورني ورانکاري او تندرويه به ممکن د سپريم کورټ د فيصلې نه ګټه پورته کوي او په پراخه کچه به اهداف په نخښه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG