لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړېواله اداره: د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې مو د وبائي امراضو په خورېدو څارنه اضافه کړې ده


د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ډېر پراخ زیانونه رامنځته شوي دي
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ډېر پراخ زیانونه رامنځته شوي دي

واشنګټن - د صحت نړېوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) نن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې یې د وبائي امراضو څارنه تېزه کړې ده. دا ګام وروسته له هغه واخېستل شو چې ځایي چارواکو خبرداری ورکړ چې د زلزلې له امله زرګونه زیانمن شوي کسان اوس د وبائي امراضو خطر سره مخ دي.

په افغانستان کې چارواکو ویلي چې د تېرې شورو/چهارشنبې ورځې [جون ۲۲مې] زلزلې له امله لږ ترلږه ۱۱۵۰ تنه مړه شوي، ګڼ شمېر زخمیان شوي، او په زرهاوو کورونه یا پوره نړېدلي او یا هم نقصان ورته رسېدلی دی.

د دې آفت له امله وراني او نقصانونه زیاتره د افغانستان په جنوبي ولایتونو – پکتیکا او خوست – کې پېښ شوي چې د پاکستان سرحد ته څېرمه غریبې او لېرې پرتې غرنۍ علاقې ګڼل کیږي. په دې سیمو کې داسې بنیادي اډانې هم نشته چې د دغسې آفتونو سره مقابله کې ورنه کار واخېستلی شي.

د طالبانو په حکومت کې د صحت وزارت ترجمان شرافت زمان د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل: "دا خلک خوراکي موادو او پاکو اوبو ته زښته زیاته اړتیا لري." هغه زیاته کړه چې چارواکو د اوس دپاره د دوایانو بند و بست کړی دی، خو د هغو کسانو سره امداد چې کورونه یې تباه شوي دي، دا به مشکله وي.

د شرافت زمان وینا وه چې، "مونږ د نړېوالې برادرۍ او د بشري تنظیمونو نه غواړو چې زمونږ سره مرسته وکړي...د خوراک او دوایانو مرسته. هغه کسان چې ژوندي پاته دي، ممکن مرضونه ورته ولګي، ځکه هغوی د اوسېدو دپاره کوم مناسب کورونه یا سرپناه ګانې نلري."

ملګرو ملتونو هغو سیمو ته چې زلزلې ډېرې ځپلي دي، فوري مرستې لېږلي مګر د زیانمنو کسانو سره پوره مرسته مشکله ده
ملګرو ملتونو هغو سیمو ته چې زلزلې ډېرې ځپلي دي، فوري مرستې لېږلي مګر د زیانمنو کسانو سره پوره مرسته مشکله ده

د صحت نړېوالې ادارې په یو بیان کې ویلي چې هغه اداره او نورې ټولې ادارې چې په علاقه کې فعالیت لري، کوشش کوي چې د زخمیانو درملنه وشي، د خلکو ژوند وژغورل شي، او د دې غمجنې پېښې په نتیجه کې چې څه ماحول مخې ته راغلی، هغه کې د امراضو د خورېدو خطره راکمه کړي.

د صحت نړېوالې ادارې د بیان ترمخه، "(ډبلیو اېچ او) د دې ېرې چې په وبائي امراضو کې اضافه ونشي، د صحت ځایي ادارو ته د دوایانو او نور امداد په ورکړې سره، د سختو اسهالاتو، شري، او کووېډ-۱۹ امراضو څارنه سېوا کړې ده."

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې یو د هغو دوو ملکونو ځیني دی چېرته چې لا هم پولیو مرض موجود دی. بل ملک یې پاکستان دی. ډبلیو اېچ او زیاتوي چې د پولیو کمپېن کارکنان هم په زلزله ځپلو سیمو کې فعاله شوي چې هغوی د نورو وبائي امراضو په خورېدو هم نظر ساتي.

په افغانستان کې د ډبلیو اېچ او (د صحت نړېوال تنظیم) نماینده لو ډاپېنګ وویل: "دا زلزله یوه بله غمجنه پېښه وه چې رایاد یې کړل افغانان د مختلف قسمه خطرو سره مخ دي او څومره اهم دی چې افغانستان هم د نړېوالې ورورولۍ د ذهن نه هېر نشي."

د رپوټونو ترمخه، د افغانستان په څو ولسوالیو کې چې سختې زلزلې ځپلي دي، سلګونه کورنۍ د شنه آسمان لاندې شپې ورځې تېروي. د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، هغه کسان چې کورونه یې ندي وران شوي او یا عرضي وران شوي، هغوی هم د دې ېرې چې بیا زلزله ونشي، د کورونو نه بهر اوسیږي.

دا وروستۍ مرګونې زلزله د افغانستان تندلارو طالبانو ته چې هلته اوس واکمنان دي، یو لوی آزمایښت ګڼل کیږي. طالبان د تېر کال په اګسټ میاشت کې واک اختیار ترلاسه کړ، مګر تر اوسه هم په نړېواله کچه هېچا د دوی حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، او دلیل یې د بشري حقونو، په خصوص د ښځو په برخه کې د طالبانو سختدریځه تګلاره بلل شوې ده.

ملګرو ملتونو او د خطې څو ملکونو د افغانستان زلزله ځپلو علاقو ته فوري امداد لېږلی دی، مګر د زرګونو زیانمنو کسانو سره مرسته کول د خارجي ملکونو دپاره مشکله خبره ده، ځکه د یوې خوا د طالبانو د واک لاندې افغاني بنکونو باندې نړېوال بندیزونه شته دي، او بل اړخ ته په طالبانو باندې دا اعتبار هم نشته چې د پراخو مرستو په وېشلو کې به دوی ته مالي مفاد ونرسیږي.

ملګري ملتونه وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې بنیادي اډانې موجودې ندي او دې کار د امداد رسول ستونزمن کړي دي
ملګري ملتونه وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې بنیادي اډانې موجودې ندي او دې کار د امداد رسول ستونزمن کړي دي

د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د خالي/شنبې په ورځ د واشنګټن نه وغوښتل چې په افغانستان باندې لګول شوې پابندۍ لېرې کړي، د افغانستان د بلینونو ډالرو خارجي اثاثې دې آزادې کړي چې اکثره یې په امریکا کې کنګل پاته دي، او په دې توګه د مرستندویه ډلو سره همکاري وشي چې د ضرورت وړ امداد دې زلزله ځپلو ته ورسوي.

د متقي د دې بیان نه څو ګنټې پس، د وایټ هاوس ترجمانې کارین ژان پيئر د شنبې/خالي په ورځ مطبوعاتو سره خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بایډن انتظامیه په دې کار کوي چې دا مسئله د یو لړ عمل درامداتو د طریقه حل کړي.

هغې وویل: "مونږ د دې پېسو د استعمال په اړه چې کوم پیچلي سوالونه پیدا دي، د هغو د ځواب موندلو دپاره په فوري کار بوخت یو چې یقین حاصل کړو دا پیسې به د افغانستان خلکو ته مفاد ورسوي، نه طالبانو ته."

د وایټ هاوس ترجمانې زیاته کړه چې د صدر جو بایډن انتظامیه د افغانستان خلکو سره د مرستې کولو په برخه کې انتظار نه پاته کیږي، بلکې "یو اېس اې آی ډي او زمونږ سره شریک د انساني مرستو تنظیمونه دمخه لا په سیمه کې د فوري مرستو په برابرولو لګیا دي."

صدر جو بایډن په فرورۍ میاشت کې یو صدارتي آرډېننس جاري کړ چې ترمخه یې په امریکا کې د افغانستان د اووه بلینه ډالره کنګل شویو اثاثو نه، نیمایي یې آزاد کړی شي چې د افغانانو مرسته ورباندې وشي. او نیمایي نور دې وساتلی شي چې د طالبانو خلاف چې امریکایي عدالتونو کې د ترهګرۍ په تړاو مقدمې جاري دي، ممکن د هغو مقدمو زیانمنو باندې وویشلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG