لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: په وسله وال بريد کې د پوليو ټیم غړی او دوه پوليس وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس يې وژل شوي دي.

دا پېښه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [28 جون] شمالي وزیرستان د دته خېل تاڼې په تنګه علاقه کې رامنځته شوې ده.

د دته خېل پولیس تاڼې يو چارواکي وي او اې ډيوه ته تایيد کړې چې نامالومه وسله وال راغلي په یوه حجره کې د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېده په دغه مهال نامعلومو وسله والو په دوی ډزې وکړې، يو د پوليو ټیم غړی رشيد احمد او دوه پوليس اهلکار رضا الله او دين شاهد پکې وژل شوي دي.

پوليس چارواکي وویل په ډزو کې يو ماشوم ژوبل شوی هم دی.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په سيمه کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر ډاکټر یاسر هم دغه پېښه تاييد کړه او وې يې ويل د پېښې وروسته په ياده علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين ودرول شوی او 21 ټیمونه بيرته ستانه کړی شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، ټيمونه د هغو علاقو نه ستانه کړی شوي چرته چې پوليسو د لټون عملیات پېل کړي دي او په پاتې نور وزیرستان کې کمپاين روان دی.

په شمالي وزیرستان کې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوه ورځې وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې يو ماشوم په پوليو اخته شوی دی.

په پاکستان کې سږ کال [2022] کې تراوسه پورې د پوليو ټولې 11 پېښې مخې ته راغلي، او ټولې په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په شمالي وزيرستان کې په 11 پېښو کې اته پېښې يواځې په ميرعلي کې مخې ته راغلي دي.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې پرون د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د اووه ترهګرو وژلو دعوه کړې وه، په دغه نښته کې دوه پوځيان هم وژل شوي وو.

په پاکستان کې پرون په 27 جولايۍ د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل شوی چې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه 12.6 ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

ويل شوي په څلورو واړو صوبو کې 25 ضلعې د پوليو په حساب ډېرې حساسه ګرځول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG