لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان کې د پوليو 12 پېښه هم په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلې
تازه خبر

پاکستان کې د پوليو 12 پېښه هم په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلې


پاکستان کې روان کال [2022] کې د پوليو 12 پېښه مخې ته راغلې او دغه پېښه هم د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلې ده.

پاکستاني مطبوعاتو د صحت د محکمې د چارواکو له قوله ويلي، تازه پېښه هم د شمالي وزيرستان په میرعلي کې مخې ته راغلې او د 21 مياشتو ماشوم هلک د پولیو ښکار شوی دی.

ويل شوي ماشوم په يوه پښه معذوره شوی دی.

د پوليو د مخنيوي پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو معلوماتو ترمخه سږ کال چې په ملک کې د پوليو څومره پېښې مخې ته راغلي په دغو کې نهه يواځې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې رپورټ شوي دي.

تيره میاشت هم د شمالي وزیرستان نه د پوليو درې پېښې مخې ته راغلې وې.

د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان په وروستیو کې وي او اې ډیو ته ويلي وو،په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي.

ويل شوي د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې چې پکې شمالي او جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک او لکي مروت شامل دي د پولیو وايرس په حواله ډېرې حساسه دي.

پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې د ملک نه به د پوليو نوغی اوباسي او په دغه لړ کې يې تر ډېره حده کاميابي ترلاسه کړې چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي، خو چارواکي وايي په ځينو ځايونو کې اوس هم د دغه ستونزې سره مخ دي چې مياندې پلاران د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.

هم په عېن حال کې د پوليو ضد کمپاين په وخت څاڅکو ورکوونکو ټيمونو باندې وسله وال بريدونه هم کيږي.

تيره مياشت په 28 جون په شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس يې وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG