لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په اوسني صورتحال باندې پښتانه سیاستمداران غلي دي او که یې څوک آواز نه اوري؟


پېښور - څيړونکي وايي د ملک اوسني معاشي، سياسي او امنيتي غېر يقيني صورتحال کې د پښتنو ملتپاله ګوندونو مشرانو ته خپل اواز په قامي کچه پورته کول په کار دي.

خو ايا دوی خپل غږ پورته کړی او دغه غږ اورېدلی کيږي او که نه دوی غلي پاتې شوي. په قامي اسمبلۍ کې د خپلې قباېلي ضلعې شمالي وزيرستان امنيتي مسلو باندې په پارلېمان کې اکثر اواز پورته کوونکی د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ مشر محسن داوړ وايي که پښتنو سياسي مشرانو په دې مسلو باندې خپل غږ پورته نه کړو، نو تاريخ به دوی کله هم معاف نه کړي.

هغه وايي: "غږ پورته کول پکار دي، هم د سياسي عمل د لارې به دا وېره ختموو او پېغام به هم ورکوو دغه خلکو ته چې اولس بېداره دی او د خپلې خاورې تحفظ کول پېژني. چې کوم سياسي کارکن يا مشر په دې ټول عمل کې غلی پاتې شو نو زما په اند تاريخ به هغه کله هم معاف نه کړي."

محسن داوړ
محسن داوړ

د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي جنرل سېکتر او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خپل ګوند پارليماني مشر سردار حسېن بابک هم وايي ملتپاله ګوندونو د پښتنو او د بلوڅ خلکو د امنيت او په زوره د بې درکۍ مسلې، تر دې چې په افغانستان کې د پاکستان پاليسي او د تحريک طالبان پاکستان سره د امن خبرو اترو په څېر مهمو مسلو باندې خپل غږ پورته کړی. سردار حسېن بابک په دې اړه د جلسې جلوسونو او احتجاجونو خو څه ونه ویل مگر زیاته یي کړه چې دوی په پارليمان کې په دغه مسلو باندې خپل غږ پورته کړی خو دوی ګيله کوي چې د دوی ګيله په قامي کچه ونه رسي.

سردار حسین بابک
سردار حسین بابک

سردار حسين بابک په دې اړه وايي: "اواز نه ښکاري دا ځانله يوه خبره ده. خو که اواز نه پورته کيږي دا ځانله يوه خبره ده. اوس پښتنو سره مسله دا چې د دوی اواز مېن سټريم ميډیا ته نه ځي. د پاکستان ميډیا ته که مونږ وګورو نو څه د پاسه ۲۲ کروړه اولس ته سحر او ماښام په ټي وي ښودلی کيږي. د هغه خبره ۲۲ کروړه اولس ته رسي. مونږ ته خو په ۲۴ ساعته کې په دغه مرکزي رسنيو کې پينځه منټه هم نه ملاويږي نو زمونږ غږ به دې ۲۲ کروړه اولس يا نورې نړۍ ته څنګه رسي؟"

د قومي وطن پارټۍ مشر او د داخله چارو پخوانی وزير افتاب شېرپاؤ هم وايي چې مونږ په دې ټولو مسلو باندې غږ پورته کوو خو د ميډیا او نورو رسنيو پام مرکز او نورو صوبو ته وي. دلته که د ترهګرۍ يوه پېښه هم وشي نو يو منټ وروستو د هغې خبر د رسنيو نه ورک شي او که داسې څه پېښه په لاهور يا نورو ښارونو کې وشي نو منټ منټ د هغې خبر خورولی کيږي. هغه وي او ای ډيوه ته څه داسې ووېل: "مونږ په هره مهمه مسله باندې غږ پورته کړی دی. مونږ د پارلېمان او ائېن داېره کې دننه د دليل سره خبره کوو او هم دغه شان به خپله خبره روانه ساتو."

آفتاب احمد خان شېرپاو
آفتاب احمد خان شېرپاو

پخوانی سېنېټر او سياسي څيړونکی افراسياب خټک وايي استخباراتي يا امنيتي ادارې خو تل دغه هڅه کوي چې د بلوڅانو او پښتنو ملتپاله ګوندونو او د دې د مشرانو اوازونه غلي کړي خو پکار ده د پښتنو سياسي مشران په دې غلي پاتې نه شي او خپل غږ پورته کړي.

هغه وايي: "دلته چې کوم ملتپاله خلک دي په دوي څوک نه پوهيږي چې دوي کول څه غواړي. که چرې دوي نن غلي پاتې شي نو دوي به بچ شي، دوي به خلاص شي؟ دوي نه بچ کېدېشي او نه خلاصېدی شي. پکار ده چې دوي غږ پورته کړي او پرامنه طريقې سره د قانون او ائين لاندې خپلې خبرې وکړي خو دا ده چې دوي خبرې وکړي او غلي پاتې نه شي."

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

بل پلو د جمعيت علما پاکستان د مذهبي ګوند د خېبرپښتونخوا ترجمان جليل جان د دې خبرې نه انکار وکړو چې دوی ګني د پښتنو په مسلو غږ نه پورته کوي. هغه وویل: "مونږ د بجلۍ د خالص منافعې لپاره په کال ۲۰۰۴ کې اکرم دراني جرګه جوړه کړې وه. او مونږ اوس هم دا خبره کوو چې ټول ګوندونه دې د پښتنو حقوقو لپاره غږ پورته کړي او صوبو لپاره دې حقوق واخلي."

د جمعیت علما پاکستان ډلې صوبائي ترجمان جليل جان وي او ای ډيوه ته ووېل: "مونږ د اتلسم ائيني ترميم د لاندې په ۲۰۱۰ کې چې کومه صوبايي خود مختاري ترلاسه کړې ده د هغې پر بنياد مونږ دا غواړو چې صوبې ته دې حقوق ترلاسه شي. زمونږ د دې نوي حکومت نه به هم دغه غوښتنه وي چې د صوبې اولس ته دې حقوق ترلاسه شي. خو دلته د صوبې وزيراعلی د مرکز سره تاؤ تريخوالی پېدا کړی."

سياسي څيړونکي وايي که د ملتپاله ګوندونو يا د پښتنو سياسي مشرانو د پښتنو په سياسي، معاشي او امنيتي مسلو باندې په ښه توګه په قامي کچه اواز پورته کولو کې ناکامه دي. وجوهات او ستونزې که څه هم وي خو په مسلو دوي ته غلي کېدل نه دي په کار.

Recommended

XS
SM
MD
LG