لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کوټ د پنجاب د اعلا وزیر په لانجه د ګڼ شمېر قاضیانو عدالت جوړولو لپاره حکومتي خواست رد کړی


دسپریم کورټ ددرې کسیز بینچ دپنجاب د وزیراعلا دانتخاب اؤ داییني معاملو دپرېکړو لپاره دفل کورټ په اړه د وکیلانو اؤ قانون پوهانو له بحثونو اوریدو وروسته خپله پرېکړه وکړه او په دې لانجه کې یې د فل بېنچ یا ګڼ شمېره ججانو په شمول د عدالت جوړېدو خواست رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې واکمن ایتلاف پي ډي ایم دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې دمقدمې اوریدلو لپاره دسپریم کورټ دفل کورټ جوړولو خپله غوښتنه په شدت سره تکرار کړې وه اؤ ویلي یې و چې یوازې درې ججان دټول ملک دقسمت فیصله نه شي کولی.

د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي دمیچ فیکسنګ په څېر بینچ فکسنګ هم یو جرم دی.

خو دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشرانو بیا حکومتي ایتلاف دعدلیې فشار کې په راوستلو تورن کړی اؤ وایي عدالت نه دخپلې خوښې فیصلې اخستو لپاره دپي ډي ایم مشران په عدلیه ورختلي اؤ دججانو په نومونو اخستو سره یې په ادارو نیغ په نیغه برید کړی دی.

په عین حال دپنجاب وزیراعلا حمزه شهباز سپریم کورټ کې د فل کورټ جوړولو لپاره درخواست جمع کړی دی اؤ په سپریم کورټ کې درې کسیزه بینچ دپنجاب د وزیراعلا دټاکنې په اړه دقضیې اوریدنه کوي.

دګل په ورځ د سپریم کورټ د وکیلانو داتحادیې شپږو پخوانیو صدرانو اؤ موجوده صدر هم د قضیې اوریدنې‌ په مهال سپریم کورټ نه دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده.

دحمزه شهباز وکیل د درې کسیز بینچ په وړاندې خپلو دلایلو کې ویلي چې دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ قاف د لسو غړو د ناچله ګرځولو پرېکړه دسپریم کورټ دپرېکړې د دریمې پیرایې په اساس کړې ده اؤ هغه هم ددې قضیې اوریدو لپاره د فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده.

دقضیې اوریدنې په موقعه دسپریم کورټ امنیت لپاره سخت ګامونه اخستل شوي وؤ اؤ سپریم کورټ ته دسیاسي مشرانو اؤ غیر متعلقه خلکو په ورتګ بندیز لګول شوی ؤ.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې دحکومتي ایتلاف پي ډي ایم مشرانو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي دي چې په ادارو څوک بهر نه تنقید نه کوي بلکې تنقید د ادارو دننه څخه راپورته کیږي.

مریم نواز وايي د عدلیې سپکاوی یا توهین د عدلیې د لانجمنو فیصلو له امله کیږي.

هغې پوښتنه کړې ده چې ایا د ستر عدالت لخوا دخپله انده اخستل شوي ټول نوټسونه ټول ېوازې پاکستان مسلم لیګ د پاره دي؟ اؤ عدالت دعمران خان پرضد دمقدمو باوجود هغه ته د صادق اؤ امین لقب ورکوي اؤ نواز شریف د پاره سیسلین مافیا ټکي استمالوي اؤ کله چې د سینیټ دچیرمین صادق سنجراني انتخاب عدالت کښې چېلنج کیږي نو هم دغه عدالت وایي د سپیکر رولنګ نه شي چېلنج کیدلی.

مریم نواز دا هم ویلي چې کله د احتساب ادارې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کښې د مالم جبې اؤ بي ارټي دسکینډلو تحقیقات کول غوښتل نو عدالت دغه اداره دپلټنو نه منعې کړې وه.

حکومت کښې شامل دپاکستان پیبلز ګوند مشر بلاول بوټو په دغه مهال ویلي دي درې قاضیان د پاکستان د قسمت فیصله نه شي کولی.

هغه د ادرو نه هم خواست اکړو چې ادارې باید غیر متنازعه پاتې شي اؤ وئ ویل دسیاسي ګوندونو دهڅو له وجې پوځي اسټبلشمنټ اؤ عدلیې خپل سیاسي کرداد ختم کړی ؤ خو اوس عمران خان د پاره دا بیا پېل شو اؤ ځني طاقتونه په هر حال عمران خان په اقتدار کښې کتل غواړي.

دجمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم ادارو ته خبرداری ورکړی دی چې قام دې په دې مجبوره نه کړي‌چې بغاوت وکړي.

دمولانا فضل الرحمان وینا وه دوي هم د پاکستان اوسیدونکي‌دي خو سلوک ورسره ناروا روان دی.

د عوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا دمشر ایمل ولي خان وینا وه چې عمران خان په هیواد کښې انتشار خورول غواړي اؤ دعدالت لخوا د دستور دداسې تشریح نه وروسته خو بیا د پارلیماني ګوندونو دمشرانو هم څه ضرورت پاتې نه شو.

بلخوا پاکستان تحریک انصاف دغه حکومي پریس کانفرنس په عدلیې برید ګرځولی دی اؤ پخوانی وزیر فواد چوهدري‌وایي حکومتي ګوندونه سپریم کورټ بلیک مېل کول غواړي.

میډیا سره خبرو کې فواد چوهدري ویلي هغوئ هم دفل کورټ په جوړولو څه اعتراض نه لري خو دا فل کورټ به دچیف جسټس په خوښه جوړیږي دچا په بلیک میلنګ نه .

سپریم کورټ کې دفل کورټ په اړه د وکیلانو د بحث اوریدو نه وروسته عدالت خپله فیصله محفوظه کړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې هم نن به خپله پرېکړه اوروي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG