لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فضل الرحمان: د پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو راج دی


د جمعیت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو"ډېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، کرک، وزيرستان، په دې ټولو سیمو کې د وسله والو خلکو راج دی، ځايي انتظاميه او پولیس ځان به وسه محسوسوي".

مولانا فضل الرحمان دغه خبرې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [31 جولايي] په پېښور کې د شمالي وزیرستان د مشرانو سره د ليدنې وروسته کړي دي.

نوموړي د شمالي وزیرستان د معدنيانو او ګېس يادګېرنه وکړه چې هلته ګڼ معدنيات دي، او په سيمه کې په بدامنۍ يې خبرې وکړې. هغه وويل هلته په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قبيلي پرلت روان دی او نوموړي د خپل ګوند په هدف شوو غړو د وژنو پېښې يادې کړې.

هغه وويل، په سيمه کې خلک د ځان ساتنې په انتظام پوهيږي خو هلته د خلکو نه وسلې اخستل شوي او په سیمه کې وسله وال په ښکاره ګرځي چې کله او کوم ځای ته وغواړي هلته تلی شي.

مولانا فضل الرحمان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد په شمالي وزیرستان کې احتجاجي پرلت روان دی او په وروستیو کې په ځانګړي ډول په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پېښې سېوا شوي، په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي، او هلته په سیمه کې پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري ګوند هم وخت په وخت د وسله والو د موجودګۍ دعوې کوي.

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر وويل، "هلته د بدامنۍ نه خلک پرېشانه دي، طاقتور د عقل نه خلاص دي او عقلمند طاقت نه لري".

نوموړي وويل، په سیمه کې د بدامنۍ په اړوند به په دې اوونۍ کې د وزيراعظم سره خبره کوي.

مولانا فضل الرحمان د حکومتي اتحاد پي ډي اېم مشر هم دی.

مولانا فضل الرحمان وويل، د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډولو په اړوند وويل، هغه وخت د سيمې ځوانانو ته امېدونه ورکړی شوي وو چې د نور ملک په څېر به هغو ته هم پوره حقونه ورکړل کیږي خو هلته اوس حالات د هغې نه زيات خراب دي.

نوموړي زياته کړه، په سيمه کې هيڅ پرمختګ نشته " او که چرته د پرمختیايي کار دپاره پېسې ځي نو هغه په بهته [قلنګ] کې ځي".

د نوموړي نه پوښتنه شوې چې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د پرمختیا پېسې په قلنګ کې ورکوي؟، هغه وويل، "هو داسې شکايتونه هم دي".

نزدې یوه اوونۍ وړاندې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي هم دعوه کړې وه چې د پاکستان تحریک انصاف وزيرانو طالبانو ته د قلنګ پېسې ورکړي دي خو تحريک انصاف ګوند دغه خبره رد کړې وه.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سېف د اېمل ولي خان د دعوې په ځواب کې ويلي وو، داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

وروسته د خېبر پښتونخوا وزيراعلا او د نورو وزيرانو لخوا پاکستاني طالبانو ته د قلنک ورکولو په اړه دپاکستان په مرکزي پارلیمان کې هم بحثونه شوي دي او د شمالي وزيرستان نه د اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي صوبايي حکومت ددې خبرې لا تريد هم نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG