لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په موضوع قومي جرګه رابللې


پښتون ملت پاله عوامي نېشنل ګوند په 16م اګست د پښتون قامي امن په نوم جرګه رابللې ده، د ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي،د جرګې مهمه موضوعات به د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره روانې خبرې او په سيمه کې د بدامنۍ په اړه وي.

اېمل ويلي، دې جرګه کې د ګډون دپاره ټولو سياسي ګوندونو ، مدني فعالو، وکيلانونو د پي ټي ايم مشرانو او په ارمي بپلک سکول کې وژل شوو ماشومانو مورو پلار ته بلنه ورکول کيږي.

نوموړي په باچا خان مرکز کې يوې خبرې غونډې ته ويلي عوامي نېشنل ګوند پښتون قامي امن جرګه راغواړي، دا جرګه په خصوصي توګه د پاکستان رياست او تحريک طالبان پاکستان ترمېنځه د خبرو په اړه راغوښتل کيږي او چې کله د دې مزاکراتو خبره کيږي نو د سيمي د امن په اړه به هم خبره کيږي.

هغه ویلي په جرګه کې به په سيمه کې د هدفي وژنو ، د قلنګ اخستو او بې درکه کسانو په اړه هم خبرې کيږي.

د نوموړي په خبره ټول رجسټرډ سياسي ګوندونه به رابلي، د قبايلي ضلعو مشرانو ته به بلنه ورکول کيږي، او دغسې د ژوند د هرې طبقې فکر لرونکي به رابلل کيږي، او چې دوي کوم نکات راټول کړي هغه به رياست ته وړاندې کوي.

دا جرګه په داسې حال کې رابلل کيږي چې د پاکستان رياست د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو لړۍ چټکه کړې ده.

په وروستيو کې د پاکستاني علماو او د قبايلي ضلعو د مشرانو جرګې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته لېږل شوې وې.

د پاکستان د رياست او ټې ټي پي ترمېنځه د ډير وخت راهسې ډز بندي روانه ده، خوپه قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې هدفي وژنې روانې دي، او ځايې خلکو سره د امنيتي ادارو اهلکار په نښه کيږي.

په دې پېښو کې د زياترو زمه وارۍ چا نه دي منلي خو د ځينو پېښو زمه وارۍ داعش منلي دي.

د عوامي نیشنل ګوند ليکوال او څيړونکی خادم حسېن وايي داسې جرګې د رياست په پريکړو ډير اثر لري، په دې کې به سياسي ګوندونه، خبريالان، تاجران ، د ښځو د ځوانانو او نورګڼ شمېر تنظيمونه ګډون وکړي.

"د دې اثرات ډېر واضح وي، يو په قام کې په يوه خبره پخپله اتفاق راپېدا شي، بل رياست ته يو مضبوط پېغام لاړ شي او د پښتنو او د قام د نمايندګانو سره د خبرو عمل شروع شي".

عوامي نېشنل ګوند د ډير وخت راهسې دا غوښتنه وه چې قبايلي علاقې دې د خېبر پښتونخوا برخه جوړې شي، او د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي ټي ټي پي لخوا تر ټولو زيات د دوي د ګوند مشران او کارکونکي په نښه شوي دي.

د طالبانو سرچيني وايي د پاکستان سره په مزاکراتو کې په دوو نکتو کلک ولاړ دي يو د قبايلي ضلعو پخوانی حیثیت بحالول او دويم د تنظيمي ډانچې سره خپلو علاقو ته واپسي کول.

ويل کيږي دغو غوښتونو باندې د علماو او د قبايلي ضلعو مشرانو جرګو د ټي ټي پي سره خبرې کړي خو لا هم د دې جرګو مشرانو لخوا څه نه دي ويلي شوي چې تر کومه حده د ټي ټي پي سره خبرو کې کامياب شوي دي.

د پاکستان حکومت مني چې د ټي ټي پي سره خبرې روانې دي او د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله تيره میاشت د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

د رانا ثناالله په خبره "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي او د دې خبرې اجازت پارلیماني کمېټۍ پوځي مشرتابه ته ورکړی دی، او په دې کې چې څه پرمختګ کيږي په هغې به پارلیماني کميټي خبرولی شي، او بيا به پرې په پارلیمان کې بحث کيږي".

عوامي نيشنل ګوند دا اوسنۍ جرګه په داسې حال کې رابللې چې د روان کال مارچ په میاشت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګه شوې وه.

له دې وړاندې په اګست 2021 کې مزدور کسان پارټۍ په هشنغر کې او له هغې وړاندې عوامي نيشنل ګوند په مارچ 2020 هم دغه ډول جرګې کړې وې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG