لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د بارانونو نه پس، د هېضې په مرض ۳۲ تنه مړه شوي دي - ډبلیو اېچ او


Pakistan Monsoon Rains Flood Balochistan
Pakistan Monsoon Rains Flood Balochistan

په بلوچستان کې د پشکال له باﺭانونو سره خپرې شوې وبايي ناروغۍ هېضې څخه ۳۲ دېرش تنه مړہ شوي او ویل کیږي چې تر ټولو زيات ځاني زیان په ږوب کې خلکو ته اووښتی دی.

په بلوچستان کې د جولائي له دريمې نيټې د وسې يا پشکال له بارانونو او سېلابونو د صوبې په ۳۴ ضلعو کې، ۳۰ ضلعې اغيږمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د صحت نړۍ والې ادارې (ډبلیو اېچ او) رپورټ ورکړی چې دا وخت د بلوچستان په ۱۶ ضلعو کې اکيوټ واټري ډايريا وبا خپره شوې چې تر څلورم اګست پورې له دې ناروغۍ د مړه شویو شمېر۳۲ ته رسېدلی دی.

رپورټ په تفصيل کې زياتوي چې د روان کال له ۱۴م اپرېل څخه تر ۴م اګست پورې په ږوب کې ۱۱، په ډېره بګټي کې ۹، په بارکان کې ۴، په خضدار کې ۳، په کېچ، کوټه، هرنايي، سبي او کوهلو کې يو، يو تن مړه شوي دي.

د صحت ايالتي محکمې چارواکي وايي په بلوچستان صوبه کې د وسي يا پشکال د بارانونو تر پيلېدو مخکې ھم د دست او اسهال ناروغۍ (ډايريا) کالرا يا هيضه لګېدلې وه خو له بارانونو او سېلابونو پس په دې ناروغيو کې زياتوالی راغلی دی.

تر ټولو زياته اغيزمه سيمه ږوب ښول شوې ده، چې تر اوسه په کې يوولس تنه مړه شوي او شپږ زره ته نېږدې له دې ناروغۍ اغېزمن شوي دي.

د ږوب د سيول روغتون مشر يا ايم ايس ډاکټر نورالحق ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل، اوس د دې ناروغۍ په مريضانو کې کم والی راغلی دی. هغه زیاته کړه: "ناﺭوغان خو اوس هم هسپتال ته ﺭاځي خو کم شوي, مخکې وﺭځو کې په ډېر شمير راتلل".

د ډبليو ايچ او رپورټ دی چې له يادې ناروغۍ څخه، ږوب کوټه، هرنايې، مستونګ، چمن، لورالايې، قلعه عبدالله، لسبيله، خضدار، کيچ، ګوادر، جعفر اباد، کوهلو، قلعه سيف الله او بارکهان ضلعي زياته متاثره شوې دي.

د ډبليو ايچ او په رپورټ کې ليکل شوي، کولرا ناروغۍ څخه په ټول بلوچستان کې ۲۷۲۹۳ کېسونه رپورټ شوي دي.

د ډاکټر نورالحق په خبره هېضه يا کولرا له خرابو او جراثيم وهلو اوبو څخه لګېدونکې وبايي ناروغي ده او چې کله کوم تن ته ولګېږي بيا له هغه څخه بل کس ته هم په اساني سره لګېږي.

کولرا يا هيضه د ډايريا تر ټولو خطرناکه قسمه ګڼل کيږي، په دي ناروغۍ اخته کس د بدن د اوبو له کمښت سره مخ کيږي”۔

ډاکټر زیاته کړہ که د ناروغ پر وخت درملنه ونه شي نو په څو ساعتونو کې له مرګ سره مخامخ کيدای شي هغه وويل، چې پخې او صفا اوبو تر څنګ و مريض ته د “او ار ايس” په نامه پوړی ورکول، بيا بيا په سابون لاس مينځل او صفايي ضروري وي.

"پکار ده چې خلګ دي اول داسې اوبه څښي کومې چې صفا وي او جراثيم پکې نه وي، بل د صفايي خيال ساتل په خاصه چې تشناب ته ولاړ شي له هغه پس دې لاسونه په صابون پريمنځي، بل دي د بازار خوراکونه کوم چې خلاص وي او هر کم حشرات ورباندې په اساني سره کښېني هغه دي نه خوري"۔

د افغانستان سرحدي کرښې ته نېږدې د قلعه سيف د کلي سورکۍ کاريز اوسېدونکی داد الله ډيوه ته وويل د دوی په علاقه کې هم لدې ناروغۍ په لسګونه کسان اغېزمن شوي خو هلته يې د درملنې کوم ترتيب نشه، وايي د پښين او قلعه سيف الله ښارونو ته د مريضانو په وړلو کې ورته ځکه ستونځې دي چې سړکونه او پلونه سېلابونه وړي دي.

هغه ډیوه ته وویل: "خلګ بيخي زيات په تکليف دي، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده د سيلابونو له وجهې زياتره سړکان له منځه تللي چې له کبله يې زموږ تر سیمې هيڅ يو موټر نه شوای راتللای ، د کلي په روغتون کې کوم درمل سته او نه هم بل د صحت ضروري سامان"۔

د بلوچستان د صحت د محکمې مشر يا “ډي جي” ډاکټر قاضي نور و ډيوه ته وويل، دوی د ضلعي حکومتونو په مرسته د ايالت په زياتره اغېزمنو سيمو کې د خرابو اوبو د صفا کولو لړۍ پېل کړې او د ناروغانو درملنه روانه ده،”تر ډيره حده دا ناروغي اوس په قابو کې ده او مخ پر کمېدو ده”۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG