واشنګټن - پس له هغه چې په تېر فرورۍ میاشتې کې روس په اوکراین حمله وکړه، یورپي اتحاد د آر ټي او سپوټنیک ټي وي چېنلونو په بندولو اقدام وکړ. دا هغه چېنلې دي چې د روس حکومت یې د اوکراین د جګړې په اړه د پروپګېنډه او غلطو معلوماتو خورولو دپاره کاروي.
روس د دې پابندیو نه د تېښتې لارې پیدا کړې او قریب شپږ میاشتې پس، یو دم ګڼ شمېر ویب سایټونه راپیدا شول چې هماغه معلومات یې خورول. روس په مختلفه نومونو ویبسایټونه جوړ کړل چې د نوي نومونو لاندې څهره پټه کړي او پروپګېنډه خوره کړي. کرملین د پروپګېنډه خورولو ځینې ذمه وارۍ خپلو سفارتکارانو ته وسپارلې، او هغو د خبري ویبسایټونو زیات مضمونونه بغیر د څه بدلولو، خواره کړي دي، هغه هم د داسې ویبسایټونو نه چې په مبینه توګه د روس سره څه تعلق نلري.
په نیویارک کې مېشته یوه اداره چې نیوزګارډ نومیږي او کار یې د آنلاین غلطو معلوماتو پیدا کول او مطالعه کول دي، اوس د ۲۵۰ څه داسې ویبسایټونو شناخت کړی چې په فعال ډول د جنګ په اړه د روس غلط معلومات خوروي، او لسګونه داسې ویب سایټونه په وروستیو میاشتو کې جوړ شوي دي.
په دې وېبسایټونو کې د مثال په ډول، دعوه شوې چې د اوکراین پوځ د دې دپاره چې نړېوال ملاتړ ترلاسه کړي، د روس له اړخه د ځینو خونړیو حملو سازش یې کړی، او یا دا چې د عوامو منځ کې د ولوډیمیر زلېنسکي د راڅرګندېدو وېډیوګانې جعلي دي، یا دا چې ګني اوکرایني کډوال په جرمني او پولېنډ کې جرمونه ترسره کوي.
ځیني دغه ویب سایټونه په غلطه ځان آزاد ټهېنک ټېنکونه یا خبري رسنۍ معرفي کوي. قریب نیمایي یې په انګریزي ژبه دي، او نور یې په فرانسیسي، جرمني، یا اېټالوي ژبو مضمونونه چاپوي. زیاتره یې د جګړې نه ډېر وړاندې جوړ شوي او په مبینه توګه یې د روس حکومت سره تعلقات نلرل، څو یو دم یې د طوطیانو په شان د ماسکو د خولې خبرو په تکرارولو پیل وکړ.
د نیوزګارډ یو مشر ګورډن کرووېټس وایي شاید دا هغه وېب سایټونه و چې ډېر وخته د دې دپاره جوړ شوي و چې بیا به د ضرورت په وخت کې بڼه بدلوي او پروپګېنډه به کوي. داسې وېبسایټونو ته سلیپر سایټس وایي، چې د غلطو معلوماتو د کمپېن په مقصد جوړ شوي اوسي، خو اول کې غیرفعال پاته وي، سوکه سوکه د بې ضرره او نامربوطه پوسټونو د خورولو دلارې لوستونکي یا فالووران پیدا کوي، او بیا په یو ځانګړي وخت کې یو دم بڼه بدله کړي او د غلطو معلوماتو او پروپګېنډه خورولو سرچینه وګرځي.
د نیوزګارډ ادارې څېړنو کې معلومه شوې چې اوکراین کې د جنګ په اړه زیاتره غلط معلومات د روس څخه راځي، خو داسې بېلګې یې هم موندلي چې د اوکراین په طرفدارۍ غلطې دعوې هم شوي دي. لکه د کيېف ارواح په نوم چې څه ګنګوسې خورې شوې خو وروسته معلومه شوه چې بې بنیاده افسانه وه.
یوټیوب، ټېک ټاک، او مېټا کمپنۍ چې فېسبوک او انسټاګرام په کې شامل دي، ټولو وعده وکړه چې په یورپي اتحاد کې به د آر ټي او سپوټنیک چېنلونه او اېکاونټونه بندوي. خو څېړونکو دا وموندله چې په ځینو مواقعو کې روس صرف دومره کار وکړ چې هغه خپل مضمونونه د نورو اېکانټونو نه خپاره کړي او پروپګېنډه یې د پابندۍ نه بچ شي.
د غلطو معلوماتو د څېړنې یو مرکز چې په یورپ کې دی، دا ومونده چې د آر ټي چېنل ویډیوګانې، د یو نوي نوم او لوګو برېنډ لاندې، په سوشل مېډیا کې راڅرګندې شوي دي. ځیني وخت داسې هم شوي چې د آر ټي چېنل د یوې ویډیو نه د هغې لوګو کټ شوې او بېرته په یو نوي یوټیوب چېنلې باندې خوره شوې چې د یورپي اتحاد د پابندۍ نه بهر پاته ده.
بل اړخ ته په برطانیه کې د رېسېټ په نوم د یوې غېرانتفاعي ادارې سلاکار فلېکس کارټې په دې نظر دی چې که چېرته په سوشل مېډیا باندې د موادو څارنه په کلک ډول ترسره شي، نو بیا به روس ته سخته وي چې د پابندیو نه بچ پاته شي. فلېکس وایي: "د دې په ځای چې د موادو د څارنې موثر سیسټمونه په کار واچول شي، دوی د کرملېن د غلطو معلوماتو د خورولو نظام سره، د پټ پټوني لوبه کوي."
د یوټیوب مالکې کمپنۍ نه چې د یادو پابندیو په اړه پوښتنې وشوې، تر اوسه یې څه جواب ندی ویلی.
په یورپي اتحاد کې چارواکي هڅه کوي چې خپله دفاع پیاوړې کړي. په دې تېر پسرلي کې یورپي اتحاد داسې یو قانون پاس کړ چې د ټېکنالوجي کمپنیو نه غواړي د غلطو معلوماتو خورېدو بېخ وباسي، که نه نو لویې جرمانې به ورکوي.
د یورپي کمېشن نایب صدر وېرا جورووا تېره میاشت د غلطو معلوماتو کمپېنونه، "په یورپي اتحاد کې یوه زیاتېدونکې مسئله" وبلله او ویي ویل چي په کار ده په وړاندې یې ټینګ ګامونه واخېستل شي.