واشنګټن - د بخښنې نړیوال سازمان یا اېمنسټي انټرنشنل یو ځل بیا په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه غوښتي چې د بشري حقونو خلاف ورزي پای ته ورسوي.
اېمنسټي انټرنشنل په یو خط کې چې د یاد تنظیم د جنوبي اسیا د برخې کار کوونکې سمیرا حمیدي په ټویټر خپور شوی، ویلي دي، نه یوازي دا چې طالب چارواکي د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو د تحفظ په برخه کې پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي، بلکې تشدد یې نور هم زیات کړی دی. د اېمنسټي انټرنشنل په خبره، طالبانو په تیر یو کال کې د بشري حقونو د ملاتړ اهمې ادارې په «سیستماتیک» ډول بندې کړي او د بیان ازادي، مدني حرکتونه او د افغانستان د ټولو وګړو پر حقونو یې فشار راوستی دی.
په خط کې راغلي چې طالبانو په افغانستان باندې د خپلې قبضې راهیسي د افغان ښځو او جینکو بنیادي حقونه د پښو لاندې کړي، ګڼ شمېر خلک یې بندیوان کړي، ځورولي یې دي، زیات کسان لادرکه شوي او آن وژلی شوي دي.
که څه هم طالبانو د اېمنسټي انټرنشنل دې خط ته څه جواب ندی ورکړی، مګر تر دې وړاندې یې د نورو رپوټونو په غبرګون کې ویلي چې ګني ددوی په "امارت اسلامي" کې د بشري حقونو خیال ساتل شوی دی.
بل اړخ ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا/سیکوریټي کونسل، د ۱۳ طالبانو مشرانو د سفرونو د بندیز غځولو او یا نه غځولو د پرېکړې په اړه اختلاف لري.
تمه وه چې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ امنیت شورا د دې ۱۳ طالب مشرانو د سفرونو د بندیز یا نه بندیز په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د هغوی ترمنځ وېشلو دریځونو دا پرېکړه ځنډولې. فرانس پرېس خبري ادارې د ځینو سفارتکارانو له قوله لیکي، یو شمېر مغربي هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې نوملړ کې دې کموالی راشي، خو چین او روس بیا بل دریځ لري. هغوی غواړي چې دا ټول ۱۳ طالب مشران د نورو ۹۰ ورځو لپاره اجازه ولري چې د قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړي. تمه ده چې په دې اړه بحثونه دوام وکړي.