لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله اته سوو نه زیات کسان مړه شوي دي


د بلوچستان د سر ښار کوټې د کلي شيخانو اوسېدونکې بي بي روبينه ده چې د وسې بارانو اغېزمنه کړې ده.

"موږ دننه ويده و، چې راپورته سوو باران شروع و، دشپې درې بجې وي چې دباندي وروتم نو زموږ او په ګاونډ کې مو پروت د ورور پر کور هم اوبه ورماتي وي، ما چيغي کړي چې د خدای پار دي اوبه راباندي راغلي، ورسته بيا د کلي خلګ خبر شول او د اوبو لاره يې چپه کړله، زموږ ټول کور اوبو اخيستي خوني مو له خټو ډکي دي دومره ځای نه لرو چې د شپي پکې ارام وکو".

حکومتي رپورټ دی چې د جون له مياشتې راپه هيسې په پاکستان کې د وسې يا پشکال د روانو بارانونو او سېلابونه له امله بلوچستان پښتونخوا او سيند صوبې زياته اغېزمنې شوې دي.

د افتونو پر وخت د انتظام مرکزي ادارې اين ډي ايم اې رپورټ دی چې په سيند صوبه کې مړو شمېر دوه سوه يو دېرش او په بلوچستان کې تر 225 سيوا شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې 166 په پنجاب صوبه کې د مړو شمېر 151 ته رسېدلی.

د رپورټ مطابق د ازاد کشمير او ګلګت بلتستان په ګډون په ټول ملک کې د د 300 ماشومانو په ګډون د مړو شمېر اتهه سوه شل ته رسېدلی دی.

او د ټپيانو شمېر تر 1300 څخه زيات ښول شوی.

د ادارې رپورټ وايي چې په ټول ملک کې يو لک ته نېږدې کورونه اوبو له وړي او دوه لکه شل زره کورنه په نيمګړې توګه اغېزمن شوي دي.

رپورټ زياتوي چې سيلابي اوبو په ټول ملک کې پينځه لکه څلور زره درې سوه يوشت څاروي وژلي، چي پکې پينځه لکه څاروي يوازې په بلوچستان کې مړه شوي.

د محکمه موسيماتو رپورټ دی چې په پاکستان کې د وسې يا پشکال بارونونه دغه لړی له جون مياشتې څخه پېل شوې ده، وايي د اوسنيو بارانونو تازه لړۍ به د بلوچستان په ګډون د ملک په زياتره برخو کې تر 26م اګست پورې دوام ولري، محکمې له لوري د بارانونو او سېلابونو له کبله د نور ځاني او مالي زيان ويره هم ښوول شوی.

ﺭپوﺭټونه دي چې په ټول پاکستان کې د موبايل او انټرنيټ نظام هم اغېزمن شوی چې له کبله يې په نادرا او پاسپورټ ادارو تر څنګ د بېنکونو نظام باندې يې هم منفي اثر کړی دی.

د بلوچستان او سيند تر ميان مځکنۍ لاره په نيمګړي ډول خلاصه شوې خو د بلوچستان او پښتونخوا تر ميان لاره لا هم د شيراني په سيمه دهانه سره کې بنده ده، د بلوچستان او پنځاب تر ميان لاره پر فورټ مينرو باندې د سېلابونو له کبله بنده ده.

د بلوچستان او نورو صوبو تر ميان د ريل ګاډي چلېدل هم د محکمې له لوري درول شوي دي چې له امله يې يوه او بل ښار او صوبو ته تلونکي راتلونکي مسافر له ستونځو سره مخ شوي دي.

پي ډي ايم اې وايي چې تر اوسه پورې يې په بلوچستان کې تر 27 زياته خيمې ويشلې، او و 11زه کورنيو ته يې بسترې او نور ضرورري شيان ورکړي.

اين ډي ايم اې وايي په ټول پاکستان کې يې تر 22 زره زياتې کورنيو ته خيمې، ترپالونه، مچهر دانۍ ، شړی، او د خوراکي توکو پېکټونه ورکړي دي.

که څه هم ايالتي او مرکزي ادارې د مرستو دعوې کوي خو اغېزمنې کورنۍ وايي لا هم ورسره په پوره توګه حکومتي مرستې ندي شوې.

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومت ويلي و چې د مړه شوو له کورنيو سره به لس لس لکه روپۍ مالي مرستې کوي، بلوچستان حکومت دعوه کوي چې تر اوسه يې تر دوه سوه کورنيو ته يې يادې پېسې ورکړې دي.

د پاکستان وزير اعظم ميا شهباز شريف ويلي و چې د دې تر څنګ به له اغېزمنو کورنيو سره به د جدي مرستې په توګه د پينځويشت زره نغدو روپو مالي مرسته کوي او پېل به يې له بلوچستان څخه کوي چې په ټول ملک کې به تر 90 لکه پورې خلکو کې تر 37 اربه زياته روپۍ وېشل کېږي.

د بلوچستان حکومت له مرکزي حکومت څخه د مالي مرستو غوښتنه کرې وه خو د رسنيو رپورټ دی چې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره بېنک اکاونټ جوړ کړی او له شتمنو خلکو يې غوښتي چې د حکومت او اغېزمنو دې مالي مرسته وکړي.

رپورټونه وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت له لوري په اسلام اباد کې د نړيوال کانفرنس جوړولو او له نړيوالو سرکاري او غېر سرکاري ادارو او خيريه موسسو څخه د مالي مرستو غوښتنو پريکړه شوې.

د چاپيريال خوندي ساتنې مرکزي وزيرې شيري رحمان د جولايې پر شپږمه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و چې د اقليمي بدلون له کبله سږ کال د وسې يا پشکال بارانونه په ليږ وخت کې پنځه سوه سلنه زيات اوريدلي.

د چاپېريال پوهانو په خبره له موسمي بدلون سره ځان ولدول، ژوند ژواک بدلول هغۀ لاره ده چې چې د ډير تاوان مخه نيولی شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG