لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان او لکي مروت کې دوه نور ماشومان پوليو وهلي دي


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي چې ورسره سږ کال په پاکستان کې د پوليو ټولې پېښې 17 ته رسېدلي دي دا ټولې پېښې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې رپورټ شوي دي.

پاکستان کې د پوليو مخنیوي د پروګرام ترمخه تازه دوه کېسونه پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ معلوم شوي، يوه د خېبرپښتونخوا د لکي مروت نه او بله د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان نه مخې ته راغلې ده.

د پروګرام ترمخه سږ کال د پوليو په 17 پېښو کې 15 يواځې په شمالي وزیرستان کې او دوه نور په لکي مروت کې معلومې شوي دي.

دا تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هم روانه مياشت په ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين چلېدلی دی.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي دعوه کوي چې دوی ته د پوليو د ختمولو په وړاندې غټ خنډ د مياندو پلارانو خپلو بچو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار دی.

خو بيا د پوليو ضد پروګرام په لوړ پوړ چارواکو داسې تورونه هم لګي چې په ځينو ځايونو کې د دوی بې پرواهي هم شتون لري، خو چارواکي وايي دوی پوره هڅه کوي چې هیڅ نيمګړتيا پاتې نه شي او د ملک نه د پوليو وايرس خاتمه وشي.

پاکستان کې وخت په وخت د پولیو ضد څاڅکو ورکولو په ټيمونه بريدونه هم کيږي.

د تېر اتوار په ورځ د پېښور په پجګۍ روډ د ثنا په نوم یوه میرمنه چې د پولیو ډیوټۍ لپاره د فقیرکلي روغتیایي مرکز ته روانه وه نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړې او ژوبل کړې يې وه.

په 16م اګست د جنوبي وزیرستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلع ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، او د پولیو ټیم دوه ساتونکي پولیس پکې وژل شوي وو.

بل لور ته تيره مياشت د پاکستان د صحت وزارت ويلي وو د خېبرپښتونخوا په بنو، نوښار، سوات او پېښور کې د پوليو مثبتې نمونې ترلاسه شوي او ورسره د پنجاب صوبې په لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې هم دغه ډول مثبتې نمونې مالومې شوې وې.

د روان کال مې په مياشت کې په افريقايي هېواد موزمبيق کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې او ويل شوي وو دغه وايرس چې کوم ماشوم ته لګېدلي دا وايرس په کال 2019 کې په پاکستان کې موجود وو.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د يادې پېښې مخې ته راتلو وروسته په موزمبيق کې د پوليو وايرس خورېدو ویل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG