واشنګټن- د هند په شمالي مقدس ښار وراناسي (بنارس) کې مقامي عدالت يو داسې خواست د بحث د پاره منظور کړی چې پکې د هندو مذهبه پينځو ښځو لخوا غوښتنه شوې چې د پېړيو راهسې ودان د مسلمانانو په مسجد (جومات) کې دې دوی ته هم په دوامداره توګه د عبادت امر ورکړي.
عدالت د مسلمانانو لخوا هغه خواست رد کړی چې پکې دا غوښتنه شوې وه د هندوانو خواست دې ونه منل شي او خارج دې کړل شي.
دې ښځو عدالت ته خواست کړی چې په ګيان وپي مسجد کې دې ورته د خپل مذهبي عبادت کولو حق ورکړل شي چې دوی ګڼي په يو وخت کې دا ځای د هندوانو مندر و.
د ښځو دريځ دا دی دوی حق لري چې په سترګو لېدونکو او په نظر نه راتلونکو مذهبي ديوتاګانو/دېويانو ته عبادت د وداني دننه وکړي.
ويل کيږي دا جومات چې د هند اخري مسلمان بادشاه اورنګ زيب د شېوا مندر د ورانولو وروستو په دغه ځای جوړ کړی اوس د اکثريت هندوانو او اقليت مسلمانانو تر منځ تازه شخړه راپورته کړې.
مسلمانان د هند د 1.4 بيلين ابادۍ نزدې 13% برخه دي.
هسې خو د هندوانو او مسلمانانو په منځ کې مذهبي شخړې د انګرېز راج نه د هند په کال 1947 کې د ازادۍ د وخت نه راروانې دي خو دا په کال 2014 کې د بهارتيه جنتا پارټي د انتخابونو د ګټلو وروستو ډېرې تندې شوي دي.
د مسلمانانو هغه کميټۍ چې د ياد مسجد خسمانه کوي چرته چې مسلمانان د 350 کلونو راهسې عبادت کوي په عدالت کې د دغه خواست په دريځ په دې بنياد نيوکه کړې ده چې د کال 1991 پليسېز اف ورشېپ ايکټ وايي د هغه ټولو مذهبي ځايونو دې قدر وشي چې د اګسټ 1947 نه وړاندې يې شتون لرلو.
خو مقدمه کوونکي وايي د مندر د وارانولو وروستو هم په دغه ساحه کې د هندو مذهبه ديوتاګانو مجسمې او نقشونه لا شتون لري.
د هندو مقدمه کونکې ښځو وکيل شيوام ګووډ وايي چې قاضي اجی کرېشنا وېشوېشا په دې بنياد د بحث اجازت ورکړی چې د مسلمانانو نمايندګانو ونه کړی شول عدالت قايل کړي ولې د هندوانو خواست ونه مني.
يو وکيل سوهن لال اريا چې د هندوانو د مقدمې نمايندګي کوي وايي “دا مقدمه د هندوانو ګټه ګټه ده. د قاضي پرېکړه دې د ګيان وپي مندر په اړه د بنياد ګټه ومنل شي”.
د مسجد کميټي وايي د عدالتي پرېکړې خلاف به دوی د لوړې کچې عدالت ته لاړ شي.
د مسلمانانو په نمايندګۍ مشران وايي دوی انديښمن دي چې عدالتي پرېکړه چرته د کال 1992 مذهبي کرکه رامنځ ته نه کړي چې په ايوديا کې د بابري مسجد د ورانولو په سر شوې وه.
په ياده مذهبي کرکه کې نزدې 2000 خلک وژل شوي وو چې اکثريت يې مسلمانان وو.