لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شي جنپنګ د صدارت په دوران کې د چین په اړه د نړېوالو نظریات منفي شوي دي - پیو تحقیقاتي اداره


واشنګټن - په داسې حال کې چې د چین صدر شي جنپنګ په دې اکټوبر میاشت کې د کمونېسټ پارټۍ په ناسته کې د درېیمې دورې صدارت منلو ته ځان آماده کوي، د نړۍ په کچه د عامه نظرپوښتنو یوه نوې څېړنه ښيي چې د شي جنپنګ د صدارت پر مهال، په امریکا او نورو پرمختللو هېوادونو کې د هغه په اړه مثبت نظرونه څومره کم شوي دي.

د پیو تحقیقاتې ادارې په یو رپوټ کې راغلي، په دې وروستیو کلونو کې پس د هغه چې بجېنګ د کروناوایرس وبا په قابو کولو کې ناکام شو، د چین د صدر په باب نړېوال نظریات نور هم مخ په منفي کېدو ولاړل.

شي جنپنګ په کال ۲۰۱۲ کې په داسې یو وخت کې د چین صدر وټاکل شو چې د چین په هکله نړېوال عامه نظر نسبتآ ثابت و. بیا په ۲۰۱۷ کې نظر پوښتنو دا وښوده چې د چین په باب نظریات مخ په خرابېدو شول. بیا د ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۰ پورې په دې نظریاتو کې ډېر زیات منفي اړخ ولېدل شو. څېړونکي د دې بدلون وجه، د چین د پوځي طاقت او د بشري حقونو د مسئلو په اړه اندېښنې په ګوته کوي.

د پیو تحقیقاتي سنټر یوه مشره څېړونکې او د یاد رپوټ لیکوالې لورا سېلور، د وي او اې چینایي څانګې سره مرکه کې وویل: «په هغو ځایونو کې چې خلک په خاص ډول پخپلو داخلي سیاستونو کې د چین د مداخلت په اړه فکرمندي لري، یا د چین ګاونډیان، چې د چین د پوځ له اړخه په خاصه توګه اندېښمن دي، او یا هغه ځایونو کې چې د بشري حقونو په اړه د چین په نظریاتو اندېښنه لري، هلته کې د چین په باب ډېر منفي نظریات شته.»

د شي جنپنګ د قیادت په اړه نظريات

داسې طمع ده چې د اکټوبر په شپاړسمه نېټه به په بجېنګ کې د چین د کمونېسټ ګوند په کانګرس کې نهه شپېته کلن شي جنپنګ یو ځل بیا د چین د صدر عهدې ته وټاکل شي.

په واشنګټن کې د پیو په نوم تحقیقاتي مرکز ترمخه، د شي جنپنګ په اړه منفي نظریات په ۲۰۱۴ کې، یو کال پس د هغه چې د صدارت عهدې ته ورسېد، پیل شول او دا منفي نظریات ورځ تر بلې زیات شوي دي.

د شي جنپنګ د عهدېدارې په وخت کې یو شمېر غټې مسئلې راپیدا شوې، لکه د چین په جنوبي سمندر کې د چین د پوځي طاقت غځېدل، په هانګ کانګ کې د جمهوریت پلوه مظاهرو ټکول کېدل، د یغورو مسلمانانو د بشري حقونو پامالي، او د شي جنپنګ په خصوصي اختیار کې ورځ تر بلې اضافه راتلل.

تر ۲۰۲۲ کاله پورې چې د پیو تحقیقاتي مرکز د دوو نه بغیر د نړۍ نورو پرمختللو ملکونو کې نظرپوښتنه وکړه، نو اکثر خلک هلته د نړېوالو مسئلو په باب د صدر شي جنپنګ په تګلارې یقیني نه ښکارېدل. په اسټرېلیا، فرانس، سوېډن، او جاپان کې د نیمایي نه زیات خلک چې وپوښتل شول، نو په شي جنپنګ یې اعتماد نه درلود. مګر په ملېشیا او سېنګاپور کې د شپېتو فیصدو نه زیاتو کسانو چې ورنه پوښتنه وشوه، نو ویل یې چې په شي جنپنګ اعتماد لري.

د پیو تحقیقاتي مرکز مشره څېړونکې لورا سېلور وایي چې د نړۍ د نورو مشرانو په باب چې دوی په نړېواله کچه پوښتنې کړي دي، نو شي جنپنګ نسبتآ ښه محبوبیت نلري. لورا سېلور زیاتوي: «کله چې مونږ په دې ځانګړې سروې کې د (امریکایي) صدر بایډن، (فرانسیسي) صدر مېکرون، او (جرمن) چانسلر شولټز په اړه خلک وپوښتل، نتیجه یې دا وه چې په هر ملک کې چې مونږ سروې وکړه، هلته د شي جنپنګ محبوبیت تر دغو درېیو مشرانو نه کم و. یوازېنی لیډر چې تر شي جنپنګ نه یې هم محبوبیت کم و، هغه [د روس صدر] پوټین و.»

د کرونا عالمي وبا هم د دې سبب شوه چې د شي جنپنګ په اړه د خلکو اعتماد کم شي، ځکه چین د دې وبا په قابو کولو کې ګټور طریقه کار جوړ نکړ.

که څه هم د چین اقتصاد وده کړې او په بهر ملکونو کې یې سرمایه کاري هم زیاته شوې ده، مګر د پیو تحقیقاتي اداره وایي چې په نړېواله کچه د چین منظر زیات مثبت شوی ندی.

د مثال په توګه، په اسټرېلیا کې په ۲۰۲۰ کې، ۵۳ فیصده هغه کسان چې ورنه وپوښتل شول، چین یې د نړۍ یو له غالبو اقتصادي طاقتونو څخه ګڼلو. خو دا د چین د محبوبیت معنا نه ورکوي، ځکه سږکال نظرپوښتنه کې ښکاري چې شپږاتیا (۸۶) فیصده پوښتل شوي کسانو، چین ته په مثبت نظر نه لیدل.

مګر په سروې کې دا هم ویل شوي چې د نظرپوښتونکو مقصد په عمومي توګه د چین مشرتابه یا حکومت و، نه د چین عام خلک.

پیو تحقیقاتي مرکز د یو نظرلرونکي له قوله لیکلي: «خلک یې په عمومي توګه ښه دي، خو صدر شي [جنپنګ] ډېر زیات غواړي هرڅه کنټرول کړي، او په کار ده چې هغه دومره زیاته موده په واک اختیار کې پاته نشي.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG