لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې دپرایمري سکولونو استاذان سبا نه احتجاجي پرلت پیلوي


Pakistan school
Pakistan school

د خېبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو د استاذانو اتحاديې د سبا /شپږم اکتوبر نه د احتجاجي لړۍ پېل کولو پريکړه کړې ده.

استاذان وايي دوي به د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته پرلتونه وهي او تر هغې به یې دا پرلت دوامداره وي تر څو چې د دوي غوښتنې نه وي منلې شوې.

د صوبې د پرایمري سکولونو د استاذانو د اتحاديي مشر عزيزالله خان وي او ای ډيوه ته وويل د خېبر پښتونخوا حکومت په کال 2018مکې د استاذانو د بهرتۍ قانون بدل کړی دی اؤ ددغه قانون ترمخه د پرایمري سکول او د هایي سکول د استاذ بهرتي کولو د پاره يو شان تعليمي قابليت پکار دی.

خو هغه وایي بيا د هایي سکول استاذ په پينځلسم او شپاړسم ګرېډ کې بهرتي کيږي ولې د پرایمري سکول استاذ په دولسم ګرېډ کې بهرتې کيږي نو ځکه دوي مجبوره شو چې احتجاج اعلان کړي.

دهغه په وینا"دا احتجاج بنيادي د ماشومانو د حق د پاره دی، پرایمري سکولونو ته اعلا تعليم يافته استاذان راشي، خو بيا چې ورته کومه ښه نوکري ترلاسه شي د پرایمري سکول نوکري پريږدي او بل ملازمت ترلاسه کړي دغسې سره بيا ماشومان د يو اعلا تعليم يافته استاذ نه محرومه شي".

عزيزالله خان وايي داحتجاج په دوران کې به یوازې د هلکانو پرایمري سکولونه تړل کيږي او د جينکو سکولونه به نه بندول کيږي.

د خېبر پښتونخوا حکومت دشمېرو ترمخه په صوبه کې د 22 زرو نه زيات پراdمري سکولونه دي چې پکې يو شپيته فيصده د هلکانو سکولونه دي.

د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د کال 2021م په نظرپوښتنه یا سروی کې ويل شوي وو په صوبه کې 39 فيصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

د سکول نه ريټایرډ شوی پرنسپل دين محمد وايي کله چې هم دغسې احتجاجونه شروع شي د ماشومانو د وخت د ضایع کیدو سوب ګرځي.

"چې کله سکولونه بند وي ماشومان بيا تعليم اړخ ته توجو نه ورکوي، په سکول کې چې استاذ نه وي بيا ماشوم ټوله ورځ لوبې کوي او د کال چې کومه خواري شوي وي، هغه ضایعه کيږي".

خو عزيرالله خان وايي دوي سره د ماشومانو د وخت د ضایع کیدو احساس شته خو مجبوره شوي چې سکولونه وتړي او احتجاج وکړي.

د استاذانو ددې مسلو او احتجاج په اړه وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف، د تعليم محکمې ډایريکټر محمد ابراهيم او د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ د تعليم دسټېنډنګ کمېټۍ د غړو سره په ټېلفون د رابطې هڅه وکړه خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې ترڅو دصوبې دتعلیم محکمې دچارواکو نظر معلوم کړل شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG