لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانو ښځو ته بشري حقونه نه ورکول په ټولنه کې د هغو د وجود نه انکار دی - ايمنېسټي انټرنيشنل


AFGHANISTAN-WOMEN-RIGHTS-PROTEST
AFGHANISTAN-WOMEN-RIGHTS-PROTEST

واشنګټن - په اګست 2021 کې د طالبانو بيرته د کابل نيولو سره افغانې ښځې او جينکۍ د بشري حقونو نه محرومه کړل شوي، تشدد سېوا شوی، شکجه کول او بد سلوکي روانه ده، خلک په زور بې درکه کيږي چې په ترڅ کې يې ويره خوره شوې او دا خطر پيدا شوی چې په افغانه ټولنه کې د ښځو د وجود نه انکار کيږي.

ايمنيسټي انټرنيشنل په خپل يو بيان کې ويلي طالبانو واک ته د رسېدو په وخت ژمنې کړې وې چې د اسلامي احکامو سره سم به ښځو او جينکو ته حقونه ورکوي خو ولې اوس د هغوی حقونه پايمال کيږي چې د روان اقتصادي ناورين خرابې اغېزې وړومبی هم دوی ګالي.

اېمنسټي انټرنېشنل زیاته کړې چې د ښځو او جينکو تعليم، روزګار، په ازادۍ چرته تګ راتګ او پرامنه غونډې کول د هغوی حق دی. خو په زور بې درکه کول، بدسلوکي او تشدد روان دی او ښځې د خپلو حقونو د پاره مظاهرو ته نه پرېښودل کيږي. ښځې او جينکۍ يې د سياسي حلو ځلو، ټولنيز ژوند او د اقتصاد په برخه کې د شراکت نه محرومه کړې دي. اقتصادي حالت خراب دی، ابادي په ډېرېدو ده، د کم عمرۍ او زور ودونه روان دي چې د دې هر څه نېغ په نېغه اغېزې په ښځو او جينکو کيږي او د ملک په ځينې برخو کې دا حالت نور هم خراب دی ځکه چې د طالبانو د واک مرکزيت نشته او سيميز واکداران خپل خپل قانون چلوي او په زور يې په خلکو ورتپي.

ښځو چې افغانستان کې څو ځله مظاهره کړې ده، د طالبانو د تشدده ډکې رویې سره مخامخ شوي دي
ښځو چې افغانستان کې څو ځله مظاهره کړې ده، د طالبانو د تشدده ډکې رویې سره مخامخ شوي دي

د رپوت ترمخه، دې ګډوډي په ټولنه کې ويره خوره کړې او بدنظمي ده چې ښځې او جينکۍ يې ډېرې اغېزمنې کړي او ان تر دې چې د عام ژوند په کار کې لاس اچول ورته ګران شوي.

د بشري حقونو د پاره کار کوونکو لسو ښځو سره د اېمنسټي انټرنشنل ادارې لخوا جوړې کړل شوې مرکې چې د افغانستان دننه او په بهر کې شوي ښايي ښځې د ورځ تر بله زياتېدونکو بندېزونو سره مخ دي او حقونه يې د پښو لاندې کيږي.

بيان کې ويلي شوي يو شمېر تکړه ښځې بنديوانې شوي، ويرول شوي او لا بهر هېوادونو ته تښتېدلي دي، په خصوصي توګه د سيکنډري سکول د جينکو په تعليم بندېز د پوره نسل يوه تشه رامنځ ته کوي چې د هېواد د جينکو او ښځو لوی زيان دی.

د طالبانو د غبرګون او تشدد د ويرې ځينې کورنۍ د خپله ځانه په ښځو او جينکو بندېزونه لګوي او د هر قسمه سرګرميو نه يې منع کوي چې له کبله يې د ښځو ټولنيز ژوند ته خطر پېښ دی.

د طالبانو واک ته د رسېدو يو کال پس نزدې 40 ښځو په کابل کې مظاهره وکړه او د خپلو حقونو غوښتنه يې وکړه چې پکې اقتصادي مرستې او د جينکو د سکولونو پرانستل شامل وو خو طالبانو پرې هوايي ډزې وکړې او مظاهرې ته يې پرې نه ښودلې.

د دې تر څنګ طالبانو درې خبريالان هم بنديوان کړل چې د مظاهرې کورېج يې کولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG