لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنایي کې اوږدمهاله پرلت ختم شو – پرلت کوونکي وایي که حکومت په وعدو وفا ونکړه، دوی به بیا پرلت کوي


په هرنايي کې پرلت
په هرنايي کې پرلت

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه هرنايي کې له تېرو 52 ورځو څخه روان احتجاجي پرلت د سه شنبې په ورځ ختم شو.

د احتجاجي پرلت د کمېټۍ او د نېشنل ډيموکرېټک ګوند بلوچستان مشر احمد جان ډيوه ته وويل، د بلوچستان د داخله چارو سلاکار مير ضيالانګو، او په صوبايې اسمبلۍ کې د جمعيت علما اسلام ګوند غړي اصغر خان ترين او د هرنايي له ځايې حکومتي چارواکو سره يې نن (د شورو/چهارشنبې په ورځ) د هرنايي په پرلت کې ناسته وکړه چې په ناسته کې حکومتي کمېټۍ ورسره د احتجاج کونکو زياتره غوښتنې ومنلې بيا دوی د پرلت ختمولو پريکړه وکړه.

هغو ویل: " حکومتي پلاوی بيا هرنايي ته راغلی، زموږچې کومې غوښتنې نه وې منل شوې د هغه د پوره کولو ژمنه يې راسره وکړه، او بيا موږ د خپل احتجاج اوس د يوې اونۍ لپاره ختم کړ."

پرلت ولې روان و؟

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پر 14م اګست د بلوچستان صوبي د هرنايي ضلعې په خوست سېمه کې د ځايې خلکو او په سېمه کې د مېشت پوځي عسکرو تر مينځ هغه وخت شخړه رامنځ ته شوه چې کله ځايې خلکو په سيمه کې د ناامنۍ پر ضد د خوست پوځي پوستي ومخته احتجاج پيل کړی و.

احتجاج کوونکو تور پورې کړی چې پوځي عسکرو پر دې احتجاج کوونکو مخامخ ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې د عوامي نيشنل ګوند ځايي غړی خالقداد بابړ ووژل شو او د يوه ماشوم په ګډون پينځه تنه نور ټپيان شوه.

د پوځ بيان

د پوځ وياندې ادارې "ای ايس پي ار" هغه وخت ويلي و چې د 13م او 14م اګست په منځنۍ شپه ترهګرو د هرنايي په خوست سيمه کې پر پوځي پوسته له نېږدې ابادۍ وسلوال بريد کړی و او پوځ ورباندې ځوابي ډزې وکړې او بريد يې شنډ کړ.

وياندې ادارې په بيان کې زيات کړي چې د څورلسم اګست په سهار پوځ په نيږدې غرونو کې د بريدګرو پر ضد عمليات کړي و او د وسلوالو په ډزو د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د يوه افيسرپه ګډون پينځه عسکر ټپي شوی هم و.

پوځ د خالقداد بابړ د وژنې او د نورو احتجاج کوونکو د ټپي کېدو د پېښې تورونه ردوي.

خو د احتجاج کوونکو په غوښتنه حکومتي چاراکو د خالق داد بابړ د وژنې د پېښې مقدمه د هرنايي د خوست په پوليس تهاڼه کې د نامعلومو عسکرو پر ضد درج کړې ده.

د احتجاج کونکو غوښتنې

د خالق داد بابړ د وژنې د مقدمې درج کولو د غوښتنې تر څنګ د خالقداد بابړ او نورو ټپيانو له کورنيو سره د مالي مرستې غوښتنه، د ټپي شوو کسانو مقدمه درج کول، په هرنايي کې له ځايې ابادۍ څخه د ايف سي او پوځ غير ضروري پوستې ليري کول، دپېښې د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن جوړول، ضلعي حکومتي چارواکو ته اختيارات ورکول، نا امني ختمول، او په سېمه کې له خلکو څخه په زوره د کلنګ يا بهته اخيستلو د بندولو غوښتنې شامله وې.

حکومت څه ورسره منلي؟

له احتجاج کوونکو سره له کاميابه مزاکراتو پس د حکومت له لوري په جاري کړل شوي خبر او سرکاري نوټيفيکېشن کې ليکل شوي چې د احتجاج کونکو ټولې غوښتنې منل شوې دي.

وايي، د خالقداد بابړ د وژنې مقدمه درج شوې ده، د وژل شوي او ټپيانو له کورنيو سره مالي مرسته شوې دي، د ټپيانو اثتغاثه شوې ده، پدې نوټيفکېشن کې زيات شوي چې د عدالتي کمېشن پر ځای "جواينټ انکوايري کمېټۍ" جوړه کړل شوې ده، چې هغه به د يادې پېښې پلټنې کوي.

په سيمه کې د لېويز، ايف سي او پوځي عسکرو د ګمارلو او په د څوکيو يا چيک پوسټو د شته والي، په سيمه کې د نا امنۍ او د بهتې اخيستلو د مسئلې د حل لاره به لټوي، او د کورنيو چارو و وزارت ته به په پينځلس ورځو کې رپورټ جمع کېږي.

د کمېټۍ د غړو په خبره کې يې يادې ستونځې په ټاکل شوې موده کې حل نشوې، يوه مياشت پس بېرته په احټجاج لاس پورې کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG