لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د روس د وروستیو ګامونو په اړه ځانګړی بحث او رایه اخېستنه کيږي - روس ویلي ووټونه دې پټ وي


واشنګټن - د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې به د ګل/دوشنبې په ورځ یوه ځانګړې ناسته جوړوي چې په هغې کې د روس له اړخه د اوکراین د څلورو مقبوضه سیمو ځان سره یوځای کولو هڅې باندې بحث کیږي. د ناستې نه به معلومه شي چې په اوکراین کې د جګړې د غځېدو په لړ کې، په نړېواله کچه روس څومره علیحده شوی دی.

یوه ورځې مخکې تر دې چې د روس سره د اوکراین مقبوضه سیمو د یوځای کېدو په اړه کرملېن کې نمایشي دستوره جوړه شي، د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري، انټونیو ګوتېرش د سپټمبر په ۲۹مه وویل: «د ملګرو ملتونو منشور (چارټر) واضحه دی: ځان سره د یو بل ریاست د علاقې الحاق، چې د دړکې او یا زور د استعمال په نتیجه کې شوی وي، د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړېوالو قوانینو بنیادي خلاف ورزي ده.»

ګوټېرش وویل چې د روس له خوا د ډونېټسک، لوهانسک، خرسون، او زاپوریژیا سیمې الحاق یا ځان سره یوځای کول به «هېڅ قانوني ارزښت ونلري» او بل دا چې دا کار به په حالاتو کې «ډېره خطرناکه اضافه» راولي.

د ګوټېرش د دې خبرې نه یوه ورځ پس، روس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا یا سیکوریټي کونسل کې د خپل وېټو حق په استعمال سره د هغه قرارداد د منظوره کېدو مخه ونیوله کوم چې د روس هغه هڅه یې غندلې وه.

د روس د وېټو نه پس، خبره د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته وغځېده، چېرته چې هېڅ څوک د وېټو حق نلري.

په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر واسیلي نېبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر واسیلي نېبنزیا

د روس سفیر واسیلي نېبینزیا د اکټوبر په ۴مه د ملګرو ملتونو غړو ملکونو ته یو خط وویشه کوم کې چې جنرل اسمبلې ته د دې بحث غځول، «واضحه سیاسي او اشتعال انګیز» عمل ګڼل شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د یورپی اتحاد سفیر، اولوف سکوګ خبریالانو ته د تیار شوي قرارداد په هکله وویل چې دا قرار داد په بنیادي توګه په دې ترکیز لري چې هغه څه روس یې کوي، هغه قانوني حیثیت لري او که نه.

سفارتکاران وایي چې ممکن د ملګرو ملتونو دا ځانګړې ناسته د ګل/دوشنبې ورځې نه هم اوږده شي او داسې نه انګېرل کیږي چې تر شورو/چهارشنبې ورځې دې ورباندې ووټ اخیستنه وشي.

د قرارداد د منظورۍ دپاره په کار ده چې د ملګرو ملتونو دوه په درېیمه برخه ملکونه په ووټنګ کې حاضر وي او هغه تایید کړي. په معمول ډول داسې ووټ اخیستنه برالا ترسره کیږي، مګر روس په یو غیرمعمول ګام سره دا تقاضا کړې ده چې ووټونه دې برالا نه، بلکې پټ واچول شي چې چا ته دا ښکاره نشي چې کوم ملک څنګه رایه ورکړې ده. روس دعوه کوي چې په دې مسایلو کې په ملکونو باندې غټ فشار وي چې باید د چا طرف ونیسي، او که ووټنګ پټ وي، نو ملکونو ته به کار آسانه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG