لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د پراخو احتجاجونو دوام: د عراق سرحد ته نږدې سیمو کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي


د ایران سرښار تهران کې هم احتجاجونه شوي دي
د ایران سرښار تهران کې هم احتجاجونه شوي دي

واشنګټن - د ګل/دوشنبې په سهار د ایران د لوېدیځ ښار په نزدې سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. فعالانو وویل، یو سړی د امنیتي ځواکونو له خوا په نزدې کلي کې وژل شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د هینګاو په نامه د کردانو د یوې ډلې په وینا دغه تاوتریخوالی د ګل/دوشنبې په سهار د ایران د کردستان صوبۍ په مرکز سنندج او همدارنګه د عراق پولې ته څېرمه د سالوس باباجاني په کلي کې رامنځ ته شو.

امیني یوه کرده جینۍ وه او د هغې مړینې په ځانګړې توګه د ایران په کرد سیمه کې خلک راپارولي دي. په لومړي ځل دغلته د سپتمبر په 17 مه د هغې د جنازې په مراسمو کې مظاهرې پیل شوې.

چارواکو د ګل/دوشنبې په سهار د تهران په لویدیځ کې شاوخوا 400 کیلوميټره (250 میله) په سنندج کې د تاوتریخوالي په اړه سمدستي سپیناوی ندی کړی.

د ایران نیمه رسمي خبري رسنۍ فارس د ګل یا دوشنبې په ورځ رپورټ ورکړو چې د ایران د کردستان صوبې ګورنر اسماعیل زري کوشا پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي ادعا کړې چې نامعلومو ډلو د شنبې په ورځ "په سړکونو کې د ځوانانو د وژلو منصوبه جوړه کړې وه".

دا لا څرګنده نه ده چې په دغو مظاهرو کې څومره کسان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی په نښه کولو عملیات روان دي.

سرکاري ټلویژن وايي چې د سپټمبر تر 24 پورې په مظاهرو کې لږ تر لږه 41 کسان وژل شوي دي. له دوو اونیو راهیسې د ایران د حکومت لخوا هیڅ تازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ایران مظاهرو ته د جرمني غبرګون

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي هغه کسان چې د ایران وروستیو حکومت ضد مظاهرو په "ظالمانه" ټکولو کې یې برخه درلودلې ده، په کار ده چې په هغوی دې یورپي اتحاد ته د راتګ بندیز ولګول شي او اثاثې دې په یورپ کې ورته کنګل کړی شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېئرباک د اتوار/یکشنبې په ورځ یو جرمني اخبار ته ویلي دي: «هغه کسان چې ښځې او جینکۍ په سړکونو باندې وهي او ټکوي، هغه خلک ځپي کوم چې صرف د آزاد ژوند غوښتنه کوي، هغوی پخپل سر ګرفتاره کوي او د مرګ سزا ورکوي، هغوی د تاریخ په غلط اړخ کې ولاړ دي.»

د جرمني خارجه وزیرې دا هم ویلي چې ملک به یې د ایراني مظاهره چیانو سره د تشددکوونکو په ضد ګام اخلي او هغه دا چې یورپي اتحاد ملکونو ته به د هغو په سفر کولو بندیز لګول یقیني کړي او دا به هم یقیني کوي چې د دې کسانو اثاثې په یورپي اتحاد کې کنګل کړی شي.

مېرمن بېئرباک د کوم مشخص وګړي یا تنظیم نوم وانخیست.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یورپي اتحاد د پارلېمان غړو یو قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې دا مطالبه وکړه چې د مهسا امیني د مرګ عاملینو او د هغه نه پس د مظاهرو چقوونکو په ضد باید پابندۍ ولګیږي.

د ایران چارواکي چې د پراخو مظاهرو د فشار لاندې دي، اوس د هغو مشهورو ایراني وګړو ګرفتاره کولو ته مخه کړې ده کوم چې د احتجاج کوونکو ملاتړ یې اعلان کړی وي.

د ایران نیمه سرکاري خبري ادارې – اېلنا – خبر ورکړی چې حکومت د یو مشهوره موسیقیدان همایون شجریان او یوې اداکارې، سحر دولتشاهي پاسپورټونه، کله چې دا دوه د خالي په ورځ د اسټرېلیا نه ایران ته ستانه شول، په تهران ائيرپورټ کې قید کړي دي.

شجریان چې کله د ایران نه بهر د کنسرت دپاره تللی و، نو په خپل ملک کې یې د روانو احتجاجونو ملاتړ څرګند کړی و. هغه د سپټمبر په ۱۳مه نېټه خپل یو کنسرټ کې د سټېج په بېکګراونډ کې د مهسا امیني تصویر ښودلی و او د ظلم او ظالمانو په ضد یوه پخوانۍ سندره یې ویلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG