اسوشیټډ پرس - د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي هغه کسان چې د ایران وروستیو حکومت ضد مظاهرو په "ظالمانه" ټکولو کې یې برخه درلودلې ده، په کار ده چې په هغوی دې یورپي اتحاد ته د راتګ بندیز ولګول شي او اثاثې دې په یورپ کې ورته کنګل کړی شي.
په ایران کې د مذهبي مشرانو په ضد پراخې مظاهرې روانې دي چې دا دی څلورمې هفتې ته غځېدلي دي. دا مظاهرې د سپټمبر په ۱۷مه نېټه پس د هغه پیل شوې چې یوه ځوانه ۲۲ کلنه کردۍ پېغله مهسا امیني د ایران د مذهبي پولیسو په ولقه کې مړه شوه. مذهبي پولیسو هغه په دې تور ګرفتاره کړې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی.
د هغه ورځې راهیسي د ایران په مختلفو ښارونو کې، یو په بل پسې، خلک راپاڅېدل او د حکومتي چارواکو او مذهبي مشرانو په ضد یې نعره بازۍ شروع کړې. حکومت د دې مظاهره چیانو سره د تشدد رویه کړې، لسګونه کسان یې وژلي او سلګونه نور ګرفتاره شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېئرباک د اتوار/یکشنبې په ورځ یو جرمني اخبار ته ویلي دي: «هغه کسان چې ښځې او جینکۍ په سړکونو باندې وهي او ټکوي، هغه خلک ځپي کوم چې صرف د آزاد ژوند غوښتنه کوي، هغوی پخپل سر ګرفتاره کوي او د مرګ سزا ورکوي، هغوی د تاریخ په غلط اړخ کې ولاړ دي.»
د جرمني خارجه وزیرې دا هم ویلي چې ملک به یې د ایراني مظاهره چیانو سره د تشددکوونکو په ضد ګام اخلي او هغه دا چې یورپي اتحاد ملکونو ته به د هغو په سفر کولو بندیز لګول یقیني کړي او دا به هم یقیني کوي چې د دې کسانو اثاثې په یورپي اتحاد کې کنګل کړی شي.
مېرمن بېئرباک د کوم مشخص وګړي یا تنظیم نوم وانخیست.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یورپي اتحاد د پارلېمان غړو یو قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې دا مطالبه وکړه چې د مهسا امیني د مرګ عاملینو او د هغه نه پس د مظاهرو چقوونکو په ضد باید پابندۍ ولګیږي.
یاده دې وي چې جرمني، او د یورپي اتحاد بل ملک فرانس، د هغو نړېوالو طاقتونو په ډله کې دی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د ایران سره د جوهري لوظنامې تړون لاسلیک کړی و او بیا یې دا کوششونه کړي چې دا تړون بېابحاله کړی شي.
د ایران د جوهري لوظنامې د بحاله کولو په سر خبرې د ځنډ ښکار شوي دي، مګر که کامیابې شي، نو نتیجه کې به یې په ایران باندې ځیني لګېدلي بندیزونه لېری کړی شي او د دې لارې به د ایران حکومت قوت پیدا کړي.
په همدې حال کې ایران کې مظاهرې جاري دي او نن د اتوار/یکشنبې په ورځ هم په سوشل مېډیا داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې چې په کې لیدل کیږي زده کوونکي د تهران ښار په الزهرا یونیورسېټۍ کې مظاهره کړې ده. یوه ورځ مخکې تر دې، د ایران صدر هغه یونیورسېټۍ ته تللی و خو طالب علمانو د هغه په ضد نعره بازۍ کړې وې.
د خالي/شنبې په ورځ د ایران په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې. د تهران په بازار کې چې د پخوا راهیسي د ایراني چارواکو د پلویانو مرکز ګڼل کېده، پرون احتجاج کوونکو د پولیسو یوې پوستې ته اور واچاوه. وروسته بیا ماښام مهال، حکومت ضد احتجاج کوونکو په لویه شمېره کې د سرښار تهران په نازي آباد سیمه کې لاریون وکړ چې ویډیوګانې یې په سوشل مېډیا راووتلې.
د ایران چارواکي چې د پراخو مظاهرو د فشار لاندې دي، اوس د هغو مشهورو ایراني وګړو ګرفتاره کولو ته مخه کړې ده کوم چې د احتجاج کوونکو ملاتړ یې اعلان کړی وي.
د ایران نیمه سرکاري خبري ادارې – اېلنا – خبر ورکړی چې حکومت د یو مشهوره موسیقیدان همایون شجریان او یوې اداکارې، سحر دولتشاهي پاسپورټونه، کله چې دا دوه د خالي په ورځ د اسټرېلیا نه ایران ته ستانه شول، په تهران ائيرپورټ کې قید کړي دي.
شجریان چې کله د ایران نه بهر د کنسرت دپاره تللی و، نو په خپل ملک کې یې د روانو احتجاجونو ملاتړ څرګند کړی و. هغه د سپټمبر په ۱۳مه نېټه خپل یو کنسرټ کې د سټېج په بېکګراونډ کې د مهسا امیني تصویر ښودلی و او د ظلم او ظالمانو په ضد یوه پخوانۍ سندره یې ویلې وه.
د وروستیو احتجاجونو د پیل راهیسي، د ایران چارواکو یو شمېر مشهوره هنرمندان ګرفتاره کړي چې په کې شېروان حاجي پور هم شامل و. هغه وروسته په ضمانت آزاد شو. شېروان د "برای" په نوم یوه سندره ویلې چې د احتجاج کوونکو ترمنځ اوس هغه سندره په یوه نعره بدله شوې ده.