لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هېکرانو د ایران د اېټمي ادارې نېټ ورک هېک کړی او د سیاسي قیدیانو آزادي غواړي


واشنګټن - د ایران د جوهري انرجۍ ادارې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هېکرانو یوه ډله د هغې ادارې د یوې متعلقه څانګې نېټ ورک ته داخله شوې او د ایمیلونو سیسټم ته یې آزاده رسایي موندلې ده.

د ایران د جوهري انرجۍ ادارې په دې اړه یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې په اېمیلونو کې "تکنیکي پیغامونه او معمولي او ورځېني متبادلې خبرې شاملې دي."

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د بلېک رېوارډ په نوم د هېکرانو یوې ناپېژندل شوې ډلې د دې هېک کولو ذمه واري په ځان منلې او ویلي یې دي چې د ایران د جوهري کارخانو تصویرونه او د هغه ملک د اېټمي انرجۍ د ادارې لږ ترلږه پنځوس (۵۰) ګېګابایټه معلومات یې هم خواره کړي دي.

د بلېک ریوارډ هېکرانو ځیني نور معلومات هم خواره کړي چې وایي د ایران د ايټمي انرجۍ د پیداوار او پرمختګ ادارې د انجنیرانو او کارکنانو آي ډي کارډونه، د هغو د تنخواګانو فارمونه او همدا راز د بوشهر په اېټمي مرکز کې د کارکوونکو ایراني او روسي ماهرینو د پاسپورټونو او ویزو معلومات هم شاملې دي.

د هېکرانو دغې ډلې د ایران د حکومت نه غوښتي دي چې په ملک کې د وروستیو مظاهرو په لړ کې چې څه سیاسي قیدیان نیول شوي دي، هغه دې ټول خوشې کړي.

په ایران کې پراخې مظاهرې پس د هغه پیل شوې چې د سپټمبر په نیمایي کې، د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ، د مذهبي پولیسو په حراست کې مړه شوه. مذهبي پولیسو هغه په دې تور ګرفتاره کړې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی.

د ایران حکومت دعوه کړې ده چې مهسا امیني د زړه د دورې له امله مړه شوې ده، او ګني په قید کې ورسره بده رویه او تشدد نه و شوی. خو د هغې کورنۍ وایي چې مهسا امیني د زړه هېڅ مشکل نه درلود او په جسد باندې یې د وهلو ټکولو او تشدد نښانې لیدل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG