لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسانو د حملو له امله د اوکراین په اکثرو ښارونو کې بجلي بنده شوې ده


واشنګټن - د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې روس د اوکراین د توانایۍ په غیرپوځي مرکزونو باندې د میزایلو "پراخ" او تازه حملې کړي دي چې له امله یې د اوکراین په زیاترو ښارونو کې بجلي بنده شوه.

د اوکراین چارواکي وايي چې په ټول هېواد کې قریب یو نیم میلین کورنۍ د بجلۍ نه بې برخې شوي دي.

زېلنسکي په اوکراین کې د بجلۍ د بندېدو خبر په داسې وخت کې ورکړی چې د اکټوبر په ۲۴مه (د ګل/دوشنبې په ورځ) په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل اتمه میاشت پوره کیږي.

زېلنسکي دا هم ویلي چې د روس په تازه حملو کې، اوکرایني ځواکونو د روسانو اکثره میزاییلونه او ډرونونه ویشتي دي او راغورځولي یې دي. تر دې وړاندې د اوکراین پوځ هم په یو بیان کې دعوه کړې وه چې د خالي/شنبې په ورځ روسانو دري دېرش (۳۳) میزایلونه د هوا او ځمکې نه په اوکراین وویشتل، مګر اوکرایني ځواکونه د هغو اتلس (۱۸) کروز میزایلونه په هوا کې رانسکوره کړل.

صدر زېلنسکي پخپل پیغام کې وویل: "البته چې مونږ سره اوس دا تکنیکي صلاحیت نشته چې د روسانو میزایلونه او د حملې ډرونونه سل فیصده تباه کړی شو. زه یقین لرم چې په تدریج سره به مونږ د خپلو ملګرو په مرستې سره، هغه صلاحیت هم پیدا کړو."

روسانو په وروستیو دوو هفتو کې د اوکراین د بجلۍ په مرکزونو، د اوبو رسولو په ډانچو، او نورو بنیادي اډانو باندې خپلې حملې تېزې کړي دي.

په هغو سیمو کې چې روسانو په دې وروستیو کې په اوکراین کې په نښه کړي، په لویدیځه برخه کې د خمېلنیتسکي او لوتسک او په مرکزي برخو کې اومان ښارونه شامل دي.

خمیلنیتسکي چې د جګړې نه وړاندې په کې دوه لکه پنځه اویا زره کسان اوسېدل، پس د هغه چې مطبوعاتو هلته د خالي/شنبې په ورځ د څو زورورو چاودنو رپوټونه ورکړل، بجلي هلته کې بنده شوه.

اومان، چې د جګړې نه وړاندې په کې شاوخوا یو لاک کسان اوسېدل، هم د یو راکټ د لګېدو له امله، د بجلۍ نه بې برخې شوی دی.

په لوټسک ښار کې چې آباتي یې څه باندې دوه لاکه کسانو ته رسیږي، ځایي چارواکي وایي، بجلي پس له هغه په ضمني توګه بنده شوه چې د روسانو میزایلونه د توانایۍ په ځایي مرکزونو ولګېدل.

په خمیلنیتسکي او لوټسک ښارونو کې اوکرایني چارواکو په خلکو غږ کړی چې اوبه دې ځان ته ذخیره کړي، هسې نه چې اوبه هم ورباندې بندې شي.

د اوکراین په نورو اهمو ښارونو، لکه اودیسا، دنایپرو، او زاپوريژیا کې هم د هوایي حملو او د بجلۍ د بندېدو خبرونه ورکړی شوي دي. د اوکراین د توانایۍ قامي ادارې د ملک په ټولو عوامو غږ کړی چې انرجي دې ذخیره کړي.

د روسي جنګي جهاز راغورځېدل

د یو بل خبر تر مخه، روسي چارواکو ویلي دي چې د روسانو یو جنګي هوایي جهاز د اتوار/یکشنبې په ورځ د سایبریا په ایرکوټسک ښار کې په رهایشي کورونو راغورځېدلی دی.

د اېرکوټسک ګورنر اېګور کوبزېف د ټیلګرام د لارې یو پیغام کې ویلي چې هوایي جهاز د هغه ښار په یوې دوه پوړیزه ودانۍ رالوېدلی او دوه پایلټان یې مړه شوي دي.

د روس د بېړنیو حالاتو وزیر ویلي چې په دې پېښه کې د دوو پایلټانو بغیر، بل څوک ندي مړه شوي. په تېرو شپږو ورځو کې، په روس کې د پوځي جهاز راغورځېدو دویمه پېښه ده.

د تېرې هفتې په ګل/دوشنبې ورځ ناوخته د روسانو یوه سوخوی سو-۳۴ ډوله جنګي الوتکه اوکراین سره نږدې په یایسک ښار کې د اپارټمانونو په یوې ودانې راولوېدله او لږ تر لږه پنځلس (۱۵) کسان په هغې پېښې کې مړه شول.

روسي مطبوعات وایي چې په دې دویمه پېښه کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ په سایبريا کې وشوه، راغورځېدلی جهاز سو-۳۰ ډوله و او په یو آزمایشي پرواز کې راولوېد.

په سوشل مېډیا باندې چې تصویرونه یې خواره شوي دي، په کې لیدلی کیږي چې څو ودانیو اور اخیستی، او ډېر زیات لوګي آسمان ته پورته شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG