واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د هغو رپوټونو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی چې وایي د امریکا د پوځ یو افیسر د یو افغان وګړي او مېرمنې نه یې چې امریکا ته کډوال شوي دي، په جبر سره د هغو رشته داره ماشومه اخېستی ده.
دغه افغان وګړي او مېرمن یې تېره میاشت د امریکا په یو فېډرال عدالت کې د امریکایي پوځي افیسر مېجر جاشوا مسټ او د هغه د مېرمنې په خلاف دعوه درج کړې او په هغوی یې تور لګولی چې په مبینه توګه یې د هغو وړه لور اغوا کړې ده خو امریکایي افیسر مېجر جاشوا او مېرمنه یې دا تورونه ردوي. مسټ وایي چې هغه او مېرمنه یې د دې ماشومې نجلۍ قانوني سرپرستان دي.
د طالبانو خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغوی "دا قضیه د انديښنې وړ، د انساني کرامته لېرې، او بشر ضد کړنه بولي او دا موضوع به د امریکایي چارواکو سره په جدي ډول تعقیب کړي ترڅو یاده ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي."
دا ماشومه، چې اوس یې عمر درې نیم کاله دی، دوه کاله وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې کله چې یې مور و پلار او پنځه وروڼه او خوېندې د امریکاییانو په بمبارۍ کې مړه شول، دا د نړېدلي کور د خاورو لاندې راویستل شوه. هغه وروسته د خپلو رشته دارانو سره پاته شوه، او بیا د زرګونو نورو افغانانو سره د امریکایي پوځیانو په مرسته د انخلا په عمل کې امریکا ته راوستل شوه.
د عدالت دستاوېزات څرګندوي چې د امریکا د سمندري ځواکونو افیسر، مېجر مسټ د افغان وګړي او د هغې د مېرمنې څخه دا ماشومه پنځه ورځې امریکا ته د رارسېدو نه پس یې اخېستې ده او هغه دوه افغانانو بیا دا ماشومه نده لېدلې.
د عدالتي دستاوېزاتو ترمخه، دغه پوځي افیسر او مېرمنې یې وروسته د وېرجنیا ریاست په یو عدالت کې دا ماشومه پخپل نامه کړې یا قانوني سرپرستي یې اخېستې ده.
افغانې مېرمنې، چې د نجلۍ رشته داره ده، اېسوشیټډ پرس ته ویلي: "کله هغو دا ماشومه زمونږ نه اخیستله، زمونږ اوښکې نه درېدلې. اوس مونږ داسې یو لکه مړي. زمونږ زړه سوری شوی دی. د هغې نه بغیر، مونږ د کومې آیندې دپاره پلان نلرو. خواړو کې مو خوند نشته او په خوب کې مو سکون نشته."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې یو ځل بیا د افغانستان څخه د زرګونو افغانانو د انخلا په عمل تنقید کړی او ویلي یې دي چې امریکا او اتحادیانو یې دا خلک په "نامناسب ډول" له هېواده ایستلي دي او بل دا چې ګڼ شمېر دغه اېستل شوي کسان "اوس مهال په مختلفو کېمپونو کې بې برخلیکه او له انساني حقونو بې برخه ساتل کیږي."
طالبانو پخپل بیان کې په کوربه هېوادونو غږ کړی دی چې د افغان کډوالو بشري او قانوني حقونه دې د نړېوالو قوانینو او قونسلي خدماتو له طریقه حفاظت کړي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په ټول افغانستان قبضه ولګوله، پخوانی حکومت ړنګ شو او بهرني ځواکونه هم د شل کاله جګړې وروسته، د افغانستان نه ووتل.
کابل ښار ته د طالبانو په ننوتو سره، د خارجي قواو او د هغو د اتحادیانو د انخلا عمل له ګډوډۍ سره مخ شو، خو بیا هم لسګونه زره افغانان چې د طالبانو د ېرې د خپل ملک پرېښودو ته مجبوره شوي و، په امریکایي جهازونو کې د ملک نه واېستل شول.
ډېری دغه خلک درېیمګړي هېوادونو ته ولېږدول شول چې بیا د هغه ځایه کرار کرار امریکا ته یوړول شي. خو تر اوسه هم ځیني په هغو ملکونو کې پاته دي چې هلته د ځینو مشکلاتو سره مخ دي او ماشومان یې د تعلیم نه هم پاته شوي دي.
تر اوسه هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، او وایي چې دلیل یې د ترهګرو ډلو په هکله فکرمندۍ، او همدا راز د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د افغانو ښځو او جېنکو د حقونو په باب اندېښنې دي. طالبانو په ثانوي سکولونو کې د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده.
د افغانستان د پاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ وي او اې ته تېره هفته وویل چې د هغه په مشرۍ امریکایي هیئت په دې میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره تازه خبرې کړي او یو ځل بیا یې د بشري حقونو په حواله د امریکا فکرمندۍ د هغو سره شریکې کړي دي.