لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د استانبول چاودنې وروسته، ترکیې د عراق او شام په شمالي سیمو بمبارۍ پیل کړي دي


د شام په هسکه ولایت کې د ترکیې د هوایي بمباریو وروسته صورتحال
د شام په هسکه ولایت کې د ترکیې د هوایي بمباریو وروسته صورتحال

واشنګټن - د ترکيې دفاع وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د شام او عراق په شمالي سیمو یې هوایي بمبارۍ شروع کړي دي. د ترکيې دفاع وزارت وایي چې په دې حملو کې، هغه کردي ډلې په نښه کوي کوم چې د ترکيې په باور، تېره هفته استانبول ښار کې د بمي چاودنې ذمه وار ګڼل کیږي.

د ترکیې دفاع وزارت دا هم ویلي چې د دوی د جهازونو په حملو کې، د کردستان د کارګرانو ډله يا پي کې کې او د شام د خلکو د تحفظ ډلې یا واي پي جي مرکزونه بمباري شوي دي.

تېره هفته د ترکیې په استانبول ښار کې د ګڼې ګوڼې ډک بازار کې چاودنه وشوه چې په کې شپږ تنه مړه او د اتیاوو نه زیات نور زخمیان شول.

ترکیه په دې حمله کې د کردانو پي کې کې او د شام وای پي جي ډلې ذمه واره ګرځوي، خو دغو دواړو ډلو د ترکیې دا تورونه رد کړي دي.

امریکا په دې خاطر د شام د کردانو وای پي جي ډلې ملاتړ کوي چې هغوی په سیمه کې د داعش ډلې ترهګرو سره جنګیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG