لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې او ډنډې پټان ترمنځ سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده


واشنګټن - په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د پاکستاني قواوو ترمنځ کورمې او ډنډې پټان سیمو ته نږدې وسله واله شخړه شوې ده چې ویل کیږي جګړه اوس هم روانه ده او دواړو اړخونو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې د تعداد په اړه څه کره معلومات نشته، خو د پاکستان اړخ ته ځایي چارواکو د یو پاکستاني عسکر د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر دې دمه د روانې وسله والې نښتې په اړه څه بیان ندی ورکړی، مګر ځایي ذرائع وایي چې شخړه لومړي سر کې د سرحدي کرښې تر غاړه په زراعتي ځمکو باندې پیل شوې ده.

په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلي چې طالب جنګیالي نیمه شپه د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالي خوا ته روان دي، او دا ولسوالي د کورمې سره ګډه پوله لري.

تر دې وړاندې د چمن په سرحدي لاره هم تېره هفته وسله واله حمله شوې وه چې په کې د پاکستان یو اېف سي عسکر وژل شوی او څو نور زخمیان شوي و. د هغې حملې وروسته، د چمن سرحدي لاره وتړل شوه، او د څو کرته مذاکراتو وروسته فیصله وشوه چې لاره به د ګل/دوشنبې په ورځ بېرته خلاصیږي.

د ډنډې پټان او کورمې ترمنځ سرحدي سیمه کې د روانې جګړې تازه صورتحال به، د جزئیاتو په راڅرګندېدو، تاسو سره شریک کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG