لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په اته و ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی


د خېبرپښتونخوا په اته و ضلعو کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [پینځم دسمبر] نه د پولیو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی، په دغه ضلعو کې پېښور، خېبر، نوښار، مومند، باجوړ، سوات، ډېره اسماعيل او ټانک شامل دي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه د لکونو په شمېره کې ماشومانو ته به د پوليسو ضد څاڅکي ورکول کيږي او د دوي د امنيت دپاره د 20000 نه زيات پولیس اهلکار په ځای کړی شوي دي.

له دې وړاندې په 28 نومبر په بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې د پوليو کمپاين پېل شوی خو په لکي مروت کې د ناامنۍ له دغه کمپاين ځنډول شوی وو.

د پولیو وايرس د مخنیوي د پروګرام د چارواکو په وينا د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د پوليو وايرس شتون اندېښنه ده ځکه مياندې پلاران دې په دغو سيمو کې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان دې د تلعمرۍ معذورۍ نه خوندي کړي.

پاکستان کې د پولیو مخنيوي پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال په ملک کې تراوسه پورې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلي دي.

سږ کال 17 پېښې په شمالي وزيرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزیرستان کې رپورټ شوې ده.

د وېب پاڼې ترمخه په ملک کې 34 ضلعې د وايرس د سختو خطرو سره مخ دي چې پکې تر ټولو زياتې 16 ضلعې په خېبرپښتونخوا کې دي.

په عېن حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې [يونيسف] د سويلي اسيا مشر جارج لاريه اديجي ويلي، پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين بيرته پټلۍ ته راغلی او هيله یې څرګنده کړې چې د کال 2023 پورې د پاکستان نه د پوليو وايرس ختم شي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] د خبر ترمخه نوموړي د ادارې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، په پاکستان کې د پوليو په ټيمونو په بريدونو اندېښنه لري او د پوليو ټيمونو ستاينه يې کړې چې په زړورتيا دغه کمپاين مخ په وړاندې بوځي.

په 30 نومبر کې کوټه کې د پوليو ټيمونو ساتنې له روانو پولیسو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې پولیس اهلکار او د يوې زنانه او ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د 24 پورې نور ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG