واشنگتن - د برطانیې د دفاع وزارت نن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د روس د جنګي جهازونو په عملیاتو کې "د پام وړ کموالی" راغلی دی. بل اړخ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن ویلي چې د مغربي ملکونو له اړخه په روس باندې لګول شوي بندیزونه ورځ تر بلې اثر کوي او د جنګ په برخه کې د روس صلاحیتونه محدوده کوي.
د برطانیې دفاع وزارت وایي، مخکې تر دې به په اوکراین کې د روسانو د هوایي جهازونو د عملیاتو شمېره تر درې سوو پورې هم رسېده، مګر اوس ممکن شمېره یې په لسګونو وي.
یاد وزارت د خپلو استخباراتي معلوماتو ترمخه په ټوېټر لیکلي چې روسانو په اوکراین کې د شپېتو (۶۰) نه زیات فېکسډ-وېنګز جهازونه د لاسه ورکړي دي.
د برطانیې د دفاع وزارت په دې باور دی چې په اوکراین کې د روسانو د هوایي ځواک د عملیاتو د کمېدو وجه، ممکن دا وي چې د اوکراین فضائي دفاع له اړخه ورته دوامداره خطره پېښه ده، بل دا چې روسي جهازونه ډېر ساعتونه پرواز نشي کولی، او همدا شان د ژمي موسم هم ممکن اثر کړی وي.
په همدې حال کې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل ورځېني تقریر کې وویل چې اوکراین سره هغه څه شته چې د روس سره نشته. زېلنسکي وویل: "مونږ د خپل وطنه دفاع کوو، او دا مونږ ته تر ټولو قوي حوصله افزائي کېدی شي. مونږ د خپلې آزادۍ دپاره جنګیږو، او دا احساس هر ډول قوت څو برابره زیاتولی شي."
د اوکراین صدر همدا راز د خپل ملک په وګړو غږ وکړ چې د روان ساړه ژمي په تېرولو کې د یو بل مرسته وکړي او د هرچا چې هرڅه د لاسه پوره وي، د نورو نه خپل کومک ونه سپموي.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په روس باندې د مغربي ملکونو لګول شوې پابندۍ ورځ تر بلې اثر کوي او د ماسکو دپاره دا مشکله ګرځوي چې اوکراین کې د خپل جنګ جاري ساتلو دپاره، خپلې سلاح او ګوله بارود نوي کړي.
بلېنکن د سي اېن اېن ټي وي، سټېټ آف دې یونین پروګرام سره مرکه کې وویل چې روس دپاره د اوکراین د جګړې قیمت هره ورځ زیاتیږي او په روس یې بار دروند کیږي. د هغه وینا وه چې مغربي اتحادیان لا هم په دې غور کوي چې د کومې لارې په روس باندې پابندۍ نورې هم سېوا کړي او د روس د جګړې مخ ته وړلو صلاحیت لا محدوده کړي.
د یو بل خبر تر مخه، د برطانیي دفاع وزارت وايي، یوه وروستۍ سروې ښيي چې د روس په عوامو کې د اوکراین د جنګ ملاتړ په راکمېدو دی.
د برطانیې دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل استخباراتي راپور کې ویلي، د روس یوې آزادې رسنۍ د روس د استخباراتي ادارې معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړی چې تر مخه یې اوس مهال پنځه پنځوس فیصده (٪۵۵) روسان د اوکراین سره د خبرو طرفداره دي، حالانکه صرف پنځه ویشت فیصده (٪۲۵) وایي هغوی د جنګ د دوام ملاتړي دي.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې ویل کېدل چې شاوخوا اتیا فیصده (٪۸۰) روسان په اوکراین باندې د پوځي حملې ملاتړي و.
په کییف کې د خالي/شنبې په ورځ، د امریکا د خارجه چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې ویکټوریا نولانډ ویلي و چې د روس صدر ولاډیمیر پوتین اوس مهال د اوکراین سره د امن خبرو په حقله سنجیده ندی.
مېرمن نولانډ دا خبرې د صدر زېلنسکي او نورو جګپوړو اوکرایني چارواکو سره د ملاقات نه وروسته وکړې.
روس او امریکا دواړو په دې هفته کې وویل چې په اصولو کې د خبرو دپاره آماده دي، مګر امریکني صدر جو بایډن وویل، صرف به هغه وخت پوتین سره خبرې وکړي چې که پوتین د جنګ ختمولو دپاره صادقانه لېوالتیا څرګنده کړي.
اوکراین وایي، مذاکرات صرف هغه وخت ممکن کېدلی شي چې روس خپلې حملې بندې کړي او خپل عسکر د اوکراین نه وباسي.