لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وروستیو سېلابونو په ملک کې د غذایي قلت ستونزه سېوا کړې ده - د غذایي صحت ماهران


د غذايي صحت ماهران وايي پاکستان کې په وروستيو کې راغلي سېلابونو د غذايي قلت ستونزه نوره هم سېوا کړې او د کم امدن کورنيو ماشومانو باندې به د دې تل لپاره بدني او ذهني اثرات پرېوځي.

د غذائيت يوه ماهره سدره شاه د وروستي سېلابونو د وجهې د ماشومانو په صحت باندې د پرېوتي اثراتو په اړه وي او ای ډیوه ته ووېل: "د سېلاب له امله د خلکو کورونه وران شول، زمکې ضاېع شولې، دکانونه او کاروبارونه هر څه تباه شول نو د هغې له وجې نه خوراک او هر څه ډېر زيات متاثره شوی دی. هسې هم زمونږ په ملک کې په لس دولس ماشومانو کې درې څلور ماشومان داسې وي چې هغوي د پينځه کلونو عمر ته يا خو ونه رسيږي او يا ډېر کمزوري پاتې شي."

ډاکټر سدره شاه زياتوي: "د هغوي په وجود کې ډېرې داسې کمزوريانې راشي چې هغوي ته په راروانو وختونو کې ژوند تېرول ګران شي. د سېلاب له وجې دغه شرح د درې څلورو نه هم سېوا شوله ځکه چې هغه ماشومانو ته مناسب خوراک ترلاسه نه شو او نه دلته د څښلو لپاره پاکې اوبه شته دی."

د سیو دې چاډرن نومی نړیوالې ادارې ترمخه د کال ۲۰۲۲ سیلابونو د خلکو ژوند کې د خوراک عدم تحفظ پیدا کړې او دې وايي د خوراک د کمی یره او عدم تحفظ ۴۵ فیصدی سیوا شوې.

د خوراک کمی دا یره پاکستان کې ۸۰۶۲ ملیون یا شپږ اتیا لکه او شل زره خلکو ته سیوا شوې. ماهران وايي د دې هر څه اخر کې زیات اثر تر ټولو نازک وجود یعنی ماشومانو او د هغوی ذهنی او جسمانی صحت باندې پرېوزي.

د کېليفوريا يونيورسټۍ يو تحقيق کوونکې ماه نور فاطمه هم په ډان ورځپاڼه کې په دې موضوع ليکلي چې د يو اندازې تر مخه د سېلابونو له وجې دغه سيمو کې څه ۷۶۰۰۰۰ ماشومان د دستونو، ټائيفائېډ، ملېريا، د څرمن او نورو ناروغيو ښکار شوي دي. د مغذي خوراک د کمي له وجې بدني مدافعتي نظام متاثره کېدو او د غذايي اجزا د کمي له وجې ماشومانو کې ناروغۍ سېوا شوي دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکی عمران ټکر هم اندېښمن دی چې په سېلاب ځپلو علاقو کې کورنۍ د خپلو ماشومانو غذايي تحفظ نه شي کولی او دا وخت هغوي بېړنۍ مرستو ته اړتيا لري.

هغه وايي: "دا په لکونو خلک کوم چې اغېزمن شوي دي نو په يقيني توګه هغوي ته به خامخا د غذائيت کمی مخې ته راځي او راغلی دی نو پکار ده چې په دې حقله باندې په هنګامي بنيادونو حکومت ، مدني ټولنو او نړیوالو مرستندویه ادارو ته د دغه کمي پوره کولو لپاره په شريکه باندې هلې ځلې کول پکار دي."

پاکستان کې کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ تر مينځه شوي قامي غذايي سروی وايي پاکستان کې ۱ کروړ او ۲۰ لکه ماشومان د پينځو کلونو عمر ته رسېدو نه وړاندې د غذايي کمۍ سره مخ شي چې له عمله يې په ذهني او جسماني توګه وده اې متاثره شي. دغه ودده اودریدل د هغوئ ذهنی او جسمانی دواړه باندې راتلونکی کښې د هغوئ پرمختګ متاثر کوی.

د مطبوعاتو د لارې د يونيسېف نړيوالې ادارې پاکستان کې نماېنده عبدالله فاېدل هم روستو کښې ویلي پاکستان کې د سېلاب نه وروستو غذايي اېمرجنسي ده او د لکونو ماشومانو ژوند د خطر سره مخ دی. ځکه د بېړني عملي ګامونو او مرستو ضرورت دی.

پوهان وايي د پاکستان د خوراک تحفظ او صفا اوبو او غذائ ضروریات ته رسائ يقینی کولو په اړه که څه سټراټيجی لری خو دا صرف کاغذونو کښې ده او تر اوسه دا بنیادی ضروراتونه د ملک ماشومانو پرمختګ اودرولې. سیلابونو غوندې آفت دغه بدحالی نوره هم سیوا کړې.

پوهان هم وايي اوس هم پاکستان د ماحولياتي بدلون په نخه دی او ملک کې چې دا مهال کومې سياسي او معاشي ستونزې دي په دې هر څه کې د د ملک ماشومانو غذايي تحفظ يقيني کولو لپاره بېړني عملي ګامونو ته ضرورت دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG