لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو شمېر نور ایرانیان هم د مظاهرو په تړاو د فوري اعدام د خطرې سره مخ دي - د بشري حقونو ډلې


واشنګټن - د بشري حقونو تنظیمونو خبرداری ورکړی چې په ایران کې د د وروستیو سراسري احتجاجونو په سر چې د هغه ملک آخوندي نظام یې لړزولی دی، یو شمېر ایرانیان د اتوار/یکشنبې په ورځ د فوري اعدام خطرې ته برابر شول.

تر دې وړاندې ایران د حکومتي ضد احتجاجونو په سر تېره هفته یو کس اعدام کړ چې نړېوال غبرګونونه یې راوپارول.

ایران کې د پراخو احتجاجونو د پیل نه دا دی قریب درې میاشتې تېرې شوې. دا مظاهرې د یوې ایرانۍ کردۍ پېغلې، مهسا امیني د مرګ نه وروسته شورو شوې. مهسا امیني د بدحجابۍ په تور نیولی شوې وه او د مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوه.

د کال ۱۹۷۹ راهیسي چې ایران کې د ملایانو حکومت راغلی دی، دا پراخ احتجاجونه د ایران رژیم ته تر ټولو ستر چلېنج ګڼلی شوی دی.

د ایران حکومت دغو مظاهرو ته د "بغاوت" ټکی کاروي او وایي چې د دې تر شا ګني د بهرنیو دښمنانو لاس دی. د ایران چارواکي، احتجاج کوونکي چقوي او د بشري حقونو کارکنان وایي د دې کار مقصد په اولس کې یره خورول دي.

د ایران حکومت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د محسن شکاري په نوم یو ۲۳ کلن ځوان اعدام کړ. په هغه باندې دا تور و چې ګني په مظاهرو کې یې د انتظامیې په یو ملیشه حمله کړې وه. د بشري حقونو ډلې وایي چې د محسن شکاري مقدمه په بېړنۍ ډول د یو نمایش په توګه مخ ته یووړل شوه او هغه کې عدالتي اصول هم د پامه وغورځېدل.

د ایران عدالتي چارواکي وايي چې تر اوسه د احتجاجونو په تړاو، یوولس (۱۱) کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده، مګر فعالان وایي چې د لسو نه پورته نور داسې کسان هم شته چې ورباندې درانه تورونه لګول شوي او کیدای شي هغو ته هم د تېزندۍ سزا واورول شي.

په نیویارک کې مېشت د ایران دپاره د بشري حقونو د مرکز (سي اېچ آر آی) یو مشر هادي قایمي وایي که خارجي ملکونه په ایران باندې سفارتکاري او اقتصادي فشار اضافه نکړي، معنا به یې دا وي چې نړۍ "دې قتل عام ته د رضایت علامت ورکوي".

اېمنسټي انټرنشنل وایي چې ایران اوس د ۲۲ کلن ماهان سدرات اعدامولو ته آمادګي نیسي. هغه یوه میاشت مخکې عدالت ته پیش کړی شو چې د اېمنسټي انټرنشنل ادارې په وینا، مقدمه یې "په ډېره بې انصافۍ" وچلول شوه. هغه باندې دا تور دی چې په مظاهرو کې یې چاړه راایستلې وه، مګر ماهان دا تور په عدالت کې په کلکه رد کړ.

هغه د خالي/شنبې په ورځ د تهران رجائي شهر جېل ته ولېږدول شو او دا یره پیدا شوه چې هلته به فوري اعدام شي.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو یوه ډله وایي چې ایران کې د نورو اعدام ته برابر کسانو په شان، ماهان ته هم د تحقیقاتو او عدالتي کاروایي په موقع هېڅ اجازت ورنکړ شو چې خپل وکیل سره وګوري.

د بخښنې نړېوال تنظیم یا اېمنسټي انټرنشنل خبرداری ورکړی چې د ساهاند نورمحمدزاده په نوم یو بل ګرفتاره کړل شوی ځوان هم په ایران کې د فوري اعدام د خطرې سره مخ دی، او د هغه د مقدمې عدالتي کاروایي دومره په بېړه وه چې هېڅ عدالتي کاروایي ته نه پاته کېده. په هغه باندې دا تور دی چې په مظاهرو کې یې خځلو او ټایرونو ته اور اچولی و.

اعدام ته برابر نورو کسانو کې، دوه ځوان رېپران هم شته چې د رېپ موسیقي کې فعاله و او ورباندې د "فساد في الارض" تور لګول شوی دی.

د ایران د وروستیو احتجاجونو په دوران کې، ویل کیږي چې ۴۵۸ تنان د امنیتي عسکرو لخوا وژل شوي دي. د دې نه علاوه، لږ تر لږه څوارلس زره (۱۴۰۰۰) نور ګرفتاره کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG