لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: داعش په افغانستان کې د بېلابېلو نسلونو خلک ګوماري چې د سیمې امن ته خطر پېښوي


واشنګټن ـــــ په کابل کې روانه اوونۍ د بهرنیو وګړو د اوسېدو پر هوټل د داعش تر برید وروسته امریکایي چارواکي وایي دا ډله په افغانستان کې د بېلابېلو نسلونو خلک پخپلو لیکو کې شاملوي، چې وایي دا د ګاونډیو هېوادونو امن ته خطر پېښوي او طالبان باید د دې ډلې د ختمولو لپاره لا نور څه وکړي.

له کله راهیسې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي دي حکومت یې دعوه کوي چې په افغانستان کې یې بشپړ امن راوستی دی، خو داعش خراسان ډلې په تېرو شاوخوا شپاړسو میاشتو کې د پایتخت کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې لوی "ترهګر بریدونه" کړي دي.

د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د داعش وسلوالو په کابل کې پر یوه هوټل برید وکړ، چې څو کسان یې ووژل او د پینځو تنو چینايي وګړو په ګډون یې ګڼ شمېر ټپیان کړل.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په روانه اوونۍ کې وي او اې ته وویل، چې "په افغانستان کې داعش اوس هم له ګڼو قومونو جوړه ترهګره شبکه ده او خپل اکثر وسلوال هم له افغانستانه پخپله ډله کې شاملوي."

امریکايي چارواکو څو کاله مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش ډلې اکثره جنګیالي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي سیمو پښتانه دي او ډېر یې له طالبانو سره اړیکې لري.

خو د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبانو په دویم ځل د وسلو په زور د افغانستان واک ترلاسه کړ، داسې اندېښنې وې چې د مخکیني افغان حکومت د پوځ او استخباراتو ځینې کسان د طالبانو له خوا د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له داعش ډلې سره ملګري‌ کیږي.

د وي او اې د یو رپوټ له مخې د کابل پر هوټل د تازه برید او په جون میاشت کې د سیکانو پر ګوردواره د حملې په ګډون په افغانستان کې د داعش خراسان له ځینو وروستيو بریدونو داسې ښکاري چې هغه جنګیالي پکې ښکېل وو چې د منځنۍ اېشیا له هیوادونو سره یې تړاو درلود.

د داعش خراسان ډله لومړی ځل د 2015م کال په جنورۍ کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې را ښکاره شوه او بیا د 2019م کال په وروستیو کې امریکې او مخکیني افغان حکومت اعلان کړی وو چې دغه ترهګره ډله تقریباً ختمه شوې ده ځکه چې ویل یې د دوی په سلګونو وسلوال په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.

خو داعش خراسان ډله- که څه هم طالبان هم وایي چې لوی خطر نه دی- لا هم ژوندۍ ده او د 2021م په اګست کې یې د کابل پر هوایي ډګر په یوه ځانمرګي برید کې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 70 زیات کسان و وژل او په لسګونو یې ټپیان کړل. دا په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو وروستی برید وو.

د پولو د امنیت ټینګښت

د انټرنېشنل کرایسیز ګروپ څېړنیزې ادارې یوه مشر سلاکار ګرایم سمیت وي او اې ته وویل، "تر اوسه پورې چې په افغانستان کې دننه د تاجکستان مېشتو جهادیانو کوم بریدونه شوي‌ دي هغه غیرمعمولي دي"، وایي د منځنۍ اېشیا ډېر هیوادونه دا محسوسوي چې په افغانستان کې د وسلوالو فعالیتونه په زیاتېدو دي.

داعش خراسان ډلې د روان کال په پیل کې له افغانستانهتاجکستان او ازبکستان ته هم څو راکټونه ور ویشتلي وو، د رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې دا د سیمه ییزو شخړو د زیاتولو لپاره د دې ډله یوه هڅه وي.

ګرایم سمیت وایي، "دا ښکاره ده چې د امنیتي ستونځو په ځانګړې توګه د افغانستان د سختو غرنیو پولو په اړه پراخه سیمه ییزه همکاري ډېره ضروري ده."

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، "تاجکستان پر حق دی چې د ترهګرو د تګ راتګ او له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه اندېښنه لري او د دې د مخنیوي لپاره مهم ګامونه پورته کوي."

امریکې یوې خواته پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه ترهګرې ډلې ختمې کړي، خو بلې خواته یې د منځنۍ اېشیا له هېوادونو سره د خپلو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیت په برخه کې همکاري روانه ساتلې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي‌ له څو کلونو راهیسې یې د تاجکستان په ګډون د مرکزي اېشیا له شریکانو سره د پولو د امنیت د ښه کولو او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کار کړی دی.

طالبان له امریکې سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې له همکارۍ انکار کوي خو په ټینګار سره وایي دا وړتیا لري چې داعش خراسان ډله پخپله ختم کړي او دا هغه دعوه ده چې امریکې، نېټو او پخوانیو افغان ځواکونو هم نه وه کړې.

د امریکې استخباراتي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د زیاتېدونکو وړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی، خو وایي داسې نه ښکاري چې دا ډله به په نیژدې وخت کې پر امریکا په برید کولو بریالۍ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG