لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو ډله: ایران کې د مظاهرو د پیل راهیسي قریب پنځه سوه کسان وژل شوي دي


واشنګټن - په امریکا کې مېشته د بشري حقونو یوه څارونکې ډله – هرانا – وایي چې د سپټمبر میاشتې د نیمایي راهیسي په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه سوه (۵۰۰) کسان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د فعالانو خبري ادارې په دې وژل شوو کسانو کې یو کم اویا (۶۹) کسانو یې د اتلسو (۱۸) کلونو نه کم عمر درلود. همدا شان ویل شوي چې ایراني چارواکو د دې مظاهرو په تړاو څه باندې اتلس زره و څلور سوه (۱۸۴۰۰) کسان ګرفتاره کړي هم دي.

په ایران کې احتجاجونه د اتوار/یکشنبې په ورځ هم جاري و او په هغه کې اوروژونکو او د تبریز ښار د سمېنټو یوې کارخارنې کاریګرانو هم برخه واخیسته.

همدا راز د ایران د سینما یو شمېر فلم جوړوونکي او هنرمندان د تهران اوين جېل مخې ته په مظاهره راټول شول او د مشهورې اداکارې، ترانه علي دوستي د ګرفتاره کېدو په ضد یې احتجاج وکړ.

ترانه علي دوستي ایران کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو ملاتړ کړی و او په خپل انسټاګرام یې یو تصویر هم خپور کړی و چې په کې یې د "ښځې، ژوند، آزادي" لیکل شوې نعره هم لاس کې نیولې وه.

ایران کې پراخې حکومت ضد مظاهرې پس د هغې پیل شوې چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوه. هغه مذهبي پولیسو په دې تور نیولې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG